شري لنکا کړکېچ: احتجاج کوونکي لا هم ولسمشرۍ ماڼۍ کې دي

د خپرېدو وخت

په شري لنکا کې سیاسي او اقتصادي کړکېچ وروسته له هغې لا ژور شو چې زرګونو مظاهره چیانو په کولمبو کې پر ولسمشرۍ ماڼۍ برید وکړ.

له دې وروسته، د پارلمان رئیس اعلان وکړ چې ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا به د چهارشنبې پر ورځ استعفا وکړي. په عین حال کې اعتراض کوونکي، چې د اداري فساد او اقتصاد ناسم مدیریت له امله په غوسه دي د ماڼۍ په انګړ کې شته.