تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرايين دفاع وزارت: له روسیې د خپلو جنوبي سیمو بېرته نیولو لپاره "یو ميلیون ځواکمن پوځ" جوړوو
د اوکرايين دفاع وزارت وايي، د ناټو پر وسلو سمبال د "یو میلیون ځواکمن پوځ" جوړولو پلان لري چې له روسیې د خپل هېواد سوېل بېرته ونیسي.
د دغه هېواد دفاع وزیر اولېکسي ریزنيکوف ویلي چې د تورسمندر څنډو ته د څېرمه سیمو بېرته نیول د اوکرايين د اقتصاد لپاه خورا مهمه چاره ده.
د دغه هېواد دفاع وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روسیې په ختيځه دونباس سيمه کې د لا ډېرې اوکرایینۍ خاورې په ولکه کولو کې پرمختګ کړی دی.
د اوکرايين د بېړنیو مرستو د رسولو دولتي ادارې ویلي چې د یکشنبې په ورځ پر یوه هستوګنیزه ودانۍ د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. دې ادارې همدا راز ویلي چې هلته تر خاورو لاندې شوي نهه کسان یې ژوندي رایستلي دي.
دغه برید د دونېڅک اړوند کراماتورسک ښار ته نژدې په چاسېویار سیمه کې پر یوه پنځه پوړېزه ودانۍ شوی چې لا هم ژغورونکې ډلې له بریده د ژوندیو پاتې کسانو په لټون لګیا دي.
پر دې سیمه د روسیې تمرکز په دې وروستیو کې ډېر شوی دی.
د اوکرايين دفاع وزیر دا خبرې د ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې دي او د پوځي مرستو په برخه کې یې بریتانیا د "کلیدي" رول له کبله ستایلې ده چې ګواکې دغه هېواد ته یې د ناټو پر معیارونو برابرې او د شوروي د وخت وسلې او دفاعي سیسټم په رسولو کې مهم رول لوبولی دی.
اولېکسي ریزنيکوف همدا راز ویلي چې اوکرايين ته د وسلو لېږد باید چټک شي.
ښاغلي زیزنیکوف زیاته کړې، "موږ د خپلو سرتېرو د ژوند ژغورنې لپاره لا ډېرو او په بېړه وسلو ته اړتیا لرو. هره ورځ هوېتزر (یو ډول توپ) ته په تمه یو. موږ سلګونه سرتېري بایللی شو".
د اوکرايين دفاع وزیر همدا راز ویلي، "موږ شاوخوا اووه سوه زره وسله وال ځواکونه لرو او که ملي ګارد، پولیس، پوله ساتي ځواکونه هم پکې ورګډ کړو نو د دغه ځواکمن پوځ شمېر یو میلیون ته رسېږي".
د امنیتي او پوځي مطالعاتو انسټټیوټ یوه مشر څېړونکي ډاکټر جېک واټلېنګ د دغو شمېرو په ډاګه کولو باندې نېوکه کړې ده او ویلي یې دي چې، "دا داسې یو میلیوني ځواک نه دی چې ځوابي بریدونه وکړي".
دی همدا راز وايي، "کله چې تاسې ځوابي بریدونه کوئ نو دا عملیات باید ناڅاپي یا هېښوونکي وي. خو چې دا شمېرې په زغرده په ډاګه کوئ نو په اصل کې روسان هڅوئ چې د دغه ګواښ پر وړاندې خپل اکمالات او پوځي فشار لا ډېر او پراخ کړي".
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د خارکیف والي ویلي، د دغه ښار په ختیځه برخه کې پر استوګنیزو سیمو د روسیې په توغندیزو بریدونو کې درې تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.