د هند ممبۍ کې سیلابونه: د لا زیاتو اورښتونو خبرداری ورکړل شوی

د خپرېدو وخت

هند کې د هواپېژندنې ادارې د ممبي ښار او شاوخوا ولسوالیو کې د سختو بارانونو د دوام خبرداری ورکړی دی.

د هند د هوا پیژندنې ادارې اټکل کړی چې نن ( جمعه) به ډیر سخت بارانونه وشي او سیلابونو به را وباسي.

ممبۍ کې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې بارانونه اورېږي چې د ښار ځینو برخو کې ډیرې اوبه ټولې شوې او د خلکو ژوند یې په ټپه درولی دی.

د هند په یو شمېر ښارونو کې د کال په دغه موسم کې بارانونه زیاتوي چې موسمي باران ورته وايي.

دا بارانونه تل کېږي خو کله کله د ښار ترانسپورتي سیستم او د خلکو تګ راتګ ته لوی خنډ جوړوي.

کارپوهان وايي، اقلیمي بدلون او د ښار پراختیايي سیستم چې سم څار پرې نه کېږي، د دې لامل شوي چې وروستیو کلونو کې بارانونه ډیر تیز شي او په کره توګه یې وړاندوینه نه کېږي.

په زرګونه خلک د دندو په لټه کې ممبۍ ته کډه کوي چې له همدې کبله دغه ښار کې ودانېزې چار په چټکۍ ترسره کېږي او ډیری وختونه په نامنظم ډول مخ ته ځي.

د پنجشنبې پر ورځ ، د ممبۍ ښاري ادارې خلک سمندرغاړو ته له تګه منع کړل ځکه د هوا وړاندوینې ادارې د سخت باران اټکل کوي.

په ډیرو سیمو کې د اوبو ډنډېدو د موټرو تګ راتګ ته خنډونه پیدا کړي او لیدل کېږي چې خلک په خټو چټلو اوبو کې پلی تګ راتګ کوي.

ښاري بس او نور مسافر وړونکي سیستمونه ګډوډ شوي دي چې له کبله یې ښاري خلک په ساعتونو تم ځایونو کې انتظار پاتې وي.

تېزو بارانونو د ممبۍ ښار په ګاونډیو ولسوالیو کې هم نظم خراب کړی دی.

د هند مشهور سیاحتي ښار ګوا سره د ممبي نښلوونکی سړک هم د ځمکې ښویدنې له کبله بند شوی دی.

هندي چارواکي وايي، د لارې پر پاکولو کار روان دی، خو د لارې په اوږدو کې د موټرو تګ راتګ به لږ تر لږه دوه ورځې نور هم ستونزمن وي.

د هند د هوا پېژندې ادارې د کېرالا په ګډون د هند یو شمېر نورو ایالتونو کې هم د سختو اورښتونو خبرداری ورکړی دی.