تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګڼ باران د هند په ممبۍ کې د ژوند چارې په ټپه درولې
د هند په ممبۍ ښار کې د پشکال له ګڼو بارانونو وروسته د میلیونونو خلکو ژوند چارې نژدې په ټپه درېدلې او د هند اقتصادي مرکز ښار په لارو کوڅو کې د اوبو ډنډونه ولاړ ښکاري.
د هند هوا پېژندنې ادارې د ممبۍ او شاوخوا سیمو په هکله د متوسطې درجې خبرداری خپور کړی او په وینا یې راتلونکو پنځو ورځو کې به نور بارانونه هم وشي.
د احتیاطي تدبیر په ډول په ښار کې له طبیعي پېښو پر مهال د مرستنې کارکوونکي ځای پر ځای شوي دي. د هند مهاراشټر ایالت کې د کال دا شپې، ورځې د بارانونو موسم بلل کېږي او د کلیوالو سیمو ډېر اوسېدونکي د للمې کروندو لپاره د همدې بارانونو په اوبو تکیه کوي.
خو ماهرین وايي، دا وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له کبله بارانونه ګڼ شوي، وړاندوینه یې سخته ده او له کبله یې په بې پلانه ښاري سیمو کې سیلابي اوبه لارو کوڅو ته راځي چې د ترافیکي نظام په ګډون ډېری چارې ګډوډوي.
ممبۍ ته هره ورځ زرګونه خلک د کاروبار لپاره ورځي، چې له کبله یې ښاري سیمې په چټکۍ پراخېږي او ډېری دغه ودانیزې چارې بې پلانه پرمخ ځي.
د سې شنبې پر ورځ نوی ګومارل شوي اعلی وزیر ایکنات شیندې په داسې حال کې د پېښو پر مهال د مرستو ادارې لیدنه وکړه، چې د ښار په لارو، کوڅو کې تر ګونډو پورې باراني اوبه ولاړې وې.
په ډېری سیمو کې ښاري ریل ګاډي په ټپه ودرېدل او د ژورو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي خوندي ځایونو ته ولېږدول شول.
ټول حقونه په کاپي رائټ پورې اړوند دي.