اوکرایین جګړه؛ د جګړې له ډګره د ملکي خلکو ایستل او د تېلو پر سر تازه تاوتریخوالی

د خپرېدو وخت

له هغه وروسته چې د اوکرایین ختیځ ښار سلویانڅک پر یوه مارکېټ د روسي ځواکونو له برید وروسته دوه کسان ووژل شول، د دې ښار اوسېدونکو ته ویل شوي، چې له کورونو ووځي.

نن سهار د دې ښار پر لوري له شمال او ختیځه د روسي ځواکونو له پرمختګ وروسته ځايي اوسېدونکي په داسې حال کې ولیدل شول، چې له ښاره د وتلو لپاره بس ګاډو ته ختل. ښاروال وادیم لیاخ وايي:

''موږ هره ورځ خلک باسو، او اوس نژدې ۲۳ زره کسان پاتې دي. ''

د یادونې ده، چې ډېری ایستلي شوي خلک د لوېدیځ پر لور دینفرو ښارګوټي ته رسېدلي دي. ښاروال زیاتوالي دا ښار چې مخکې د نژدې ۱۰۰ زره کسانو مېشت ځای و، ''کافي مستحکم شوی دی. ''

په داسې حال کې چې دلته نژدې سیمه لوهانڅک اوس د روسي ځواکونو په کنټرول کې ده، د بریتانیا څارګرې ادارې مسوولین وايي، داسې ګومان کېږي چې د دونباس لپاره د جګړې زور به سلوسانڅک ته شي.

بل لور روسي ځواکونه په سویلي سیمه کې د مایکولایف پر مهم ستراتيژیک ښار پرلپسې توغندیز بریدونه کوي. په دې سیمه کې اوکراییني ځواکونو د اوډیسې ښار پر لور د روسي ځواکونو پرمختګ مخه نیولې ده.

بل لور د اوکرایین لویې څارنوالې ایرینا وینیدیکتوا له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، د هغو جنګي جرمونو او تېري د ۲۱ زره قضیو په هکله پلټنې کوي، چې ادعا کېږي روسي ځواکونو پر اوکرایین له یرغل وروسته ترسره کړي دي.

نوموړې وايي، نژدې ټولې قضیې به په غیاب کې څېړل کېږي، خو په وینا یې: ''هغه روسي پوځیان چې ملکي خلک یې وژلي، چې پر ملکي خلکو سره یې زور زیاتی کړی، چې پر ملکي خلکو یې جنسي تېري کړي، دوی باید پوه شي چې دا یوازې د وخت خبره ده، چې دوی به ټول په محاکمو کې حاضر کړل شي. ''

نوموړې زیاتوي هره ورځ د جنګي جرمونو په هکله له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې رپوټونه ترلاسه کوي.

بل لور د روسیې یوې محکمې د یوې میاشتې لپاره لوېدیځو بازارونو ته د قزاقستان د تېلو پر صادراتو بندیز لګولی. روسیه د تور سمندر په نووروسیسک ټرمنېنل کې د چارو کنټرول سمبالوي چې د قراقستان له تینګیزه ورته تېل په نل لیکو کې راځي او له همدې ځایه په ټانکرونو کې بارېږي.

د کسپین پایپ لاین (سي پي سي) کنسورشیم مسوولینو چې د دې نل لیکې مسوولیت لري، د پرېکړې خلاف استناف غوښتنه کړې. د یادونې ده، چې د موبیل او چیورون په ګډون یو شمېر لویدیځوال شرکتونه هم په سي پي سي کنسورشیم کې ونډه لري.

د لوېدیځوالو له لوري د روسي تېلو پر وارداتو له بندیز وروسته د قزاقستان تېلو بازار تود شوی دی. د ۲۰۲۰ کال شمېرو له مخې اروپايي ټولنې له قزاقستانه شپږ سلنه او له روسیې ۲۹ سلنه تېل تر لاسه کړي وو.

بل لور د قراقستان ولسمشر کاسیم جومارت توکایېف په عام محضر کې د دونیڅک او لوهانڅک جمهوریت له منلو انکار کړی، چې روسیې د اوکرایین په ختیځ کې د 'خلکو جمهوریت ' په نامه اعلان کړی دی. نوموړي دغه راز ویلي، هېواد به یې اروپا ته د تېلو صادرات زیات کړي.