تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه کې نیول شوې د باسکټبال امریکایۍ لوبغاړې له بایډن مرسته غوښتې
د باسکټبال امریکایۍ لوبغاړې بریټني ګرینېر چې روسیه کې نیول شوې، په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن مرسته غوښتې ده.
اغلې ګرینېر له څه باندې څلورو میاشتو راهیسې روسیه کې بندي ده.
روسي چارواکي وايي له هغې سره یې نشه يي توکي نیولي.
بریټني ګرینېر دغه لیک کې لیکلي وېرېږي چې ښايي کله به هم بېرته امریکا ته ستنه نه شي.
سپینې ماڼۍ منلې چې ولسمشر بایډن د اغلې بریټني لیک لوستی دی.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې ویلي "ولسمشر بایډن د بریټني ګرینېر په ګډون د هغو ټولو امریکايي اتباعو د خوشې کېدو اړتیا په تړاو څرګند دریځ لري چې بهر کې برمته او یا په غلطه نیول شوي."
چارواکو ویلي جدي هڅې روانې دي چې له هرې لارې شونې وي، اغلې ګرینېر راخوشې او خپل هېواد ته ستنه کړي.
برېټني ګرینېر نور څه لیکلي
د اغلې ګرینېر د لیک ډېره برخه محرمه ساتل شوې او یوازې داسې برخې یې شریکې شوې چې د بند پر مهال د نوموړې رواني وضعیت ښيي.
هغې لیکلي "کله چې دلته د روسیې زندان کې یوازې فکر کې کښېنم... وېرېږم چې د تل لپاره به همدلته پاتې شم."
هغه زیاتوي چې خپله کورنۍ، ملګري او د لوبډلې غړي وریادېږي او پر دې خپه ده چې هغوی ورته ځورېږي.
هغې په دغه لیک کې د امریکا د خپلواکۍ ورځې په تړاو ولسمشر بایډن ته د ویتنام جګړه کې د خپل پلار د خدماتو یادونه هم کړې.
د باسکټبال دې مشهورې امریکایۍ لوبغاړې له خپل ولسمشر دا هم غوښتي چې روسیه کې نور بندي امریکايي اتباع هم له یاده ونه باسي.
هغې لیکلي: "لطفا کور ته زموږ درګرځېدو لپاره چې هر څه کولی شئ، ویې کړئ. ما لومړی ځل د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې رایه وکاروله او تا ته مې رایه درکړه. زه درباندې باور لرم."
بریټني ګرینېر د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۷مه د مسکو یوه هوايي ډګر کې د دې لپاره ونیول شوه چې ګوندې بکس کې د چرسو غوړ ورسره وو.
اوس د هغې محاکمه روانه ده او که ګرمه وپېژندل شي، تر لس کاله بند باندې محکومېدای شي.
دغه امریکایۍ لوبغاړې داسې مهال نیول شوې چې د اوکرایین جګړې له کبله د مسکو او واشنګټن اړېکې ډېرې ترینګلې دي.