تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې تر ټولو کم عمره زنداني خوشی شوی، چې د اعدام له سزا سره مخامخ و
د بشري. حقونو فعالان وايي، سعودي عرب چارواکو هغه زنداني خوشی کړی، چې د حکومت ضد مظاهرې په تور یې د نیول کېدو پر مهال عمر ایله ۱۳ کاله و.
مرتجی قریریص یو مهال د اعدام له سزا سره مخامخ و، خو وروسته یې دا سزا په زندان بدله شوه.
نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې نیول شوی و، خو د ۲۰۱۱ کال عرب پسرلي مظاهرو کې د ګډون تورونه هم پرې پورې شوي وو.
باور کېږي چې ښاغلی قریریص په سعودي کې تر ټولو کم عمره زنداني کس و، چې د سیاسي احتجاج په تور نیول شوی و.
په ویډیويي کلیپونونو کې دې د هماغو مظاهرو په لړ کې د سعودي په ختیځه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه لږکۍ دی او خپله قریریص هم د همدې لږکۍ اړوند دی، له نورو ماشومانو سره پر بایسکل ناست لیدل کېږي.
سعودي شیعه ګان په دې سني اکثریت هېواد کې له ډېره وخته د تبعیض شکایت کوي او دا چې د دویمه درجه وګړو چلن ورسره کېږي.
هغه مهال چې په عربي نړۍ کې احتجاجونو زور واخیست، دوی هم د حکومت پر ضد لارو، کوڅو ته وتلي وو.
امنیتي ځواکونو د هغو احتجاجونو مخه نیولې وه، د هغو مظاهرو یو شمېر ګډونوال یې نیولي وو او وروسته یې لسګونه بیا اعدام شول.
د بشري حقونو فعالانو په خبره مرتجی قریریص تر څو کلونو پورې له رسمي تورونو پرته زنداني ساتل شوی و.
د نوموړي یو ځای خپاره شوي دوه تصویرونه د هغه کیسه بیانوي، چې په یوه کې ماشوم او په بل کې ځوان سړی ښکاري چې ږیره لري.
وروستی ځل چې نوموړی محاکمه کېده، نو د یوې سخت دریځې ترهګرې ډلې اړوند کس بلل شوی و. دی د خپل مشر ورور په ملګرتیا تورن و، چې د ادعا له مخې پر پولیسو مرکز یې د پټرولي بم ګوزار کړی و.
څارنوالانو د نوموړي لپاره د اعدام سزا غوښتنه کوله او فعالانو اندېښنه څرګندوله چې ښايي په دار وځړول شي. د ثبوت په توګه یو اعترافي بیان هم وړاندې شوی و، خو وروسته ښاغلي قریریص وویل، چې دا اعتراف د زور او تشدد له لارې ترې اخیستل شوی دی.
وروسته نوموړي ته د ۱۲ کلونو زندان سزا ورکړل شوه، چې بیا اته کالو ته راټیټه شوه او د دې مودې له تېرېدو وروسته وخت رسېدلی و، چې نوموړی به خوشی کېده.
د بشري حقونو فعالانو د نوموړي خوشي کېدو هرکلی کړی، خو د هغه ذهني او فزیکي ځور شکایت یې کړی، چې دی د زندان په موده کې ترې تېر شوی او د اعدام احتمالي سزا ډار به ورسره مل و.