تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین خپلو ځواکونو ته له سیورودونیڅک ښاره د وتلو امر کړی
د اوکرایین یوه لوړپوړي چارواکي ویلی چې حکومت یې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې له مهم ختیځ ښار سیورودونیڅکه ووځي.
دغه ختیځ ښار له تېرو څو اوونیو راهیسې د روسي ځواکونو له شدیدې بمبارۍ سره مخ وو چې هڅه یې کوله په بشپړ ډول یې کنټرول ترلاسه کړي.
له دې ښاره د اوکراینیو ځواکونو وتل به مهم وي ځکه دې سره به د لېسېچانسک ښار پرته د لوهانسک ټوله سیمه د روسیو ځواکونو تر کنټرول لاندې شي.
د اوکرایین په ختیځ کې لوهانسک سیمه چې تر ډېره په کې روسۍ ژبه ویل کېږي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین لپاره لومړیتوب لري.
دونیڅک او لوهانسک په دونباس سیمې پېژندل کېږي. دا پراخه او صنعتي سیمه ده چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسي پلوو بېلتون پالو یاغیانو یو مهم مرکز وو.
ولادیمیر پوټين ناسمه ادعا کوي چې په دونباس سیمه کې روسي ژبي د نسل وژنې له خطر سره مخ دي، دا یې پر اوکرایین د روسیې یرغل یو مهم لامل ښوولی.
په ځواب کې، اوکرایین پر مسکو تور لګوي چې د ړندې بمبارۍ او راکټي بریدونو له امله یې بې ګناه اوکراینیان وژلي او جنګي جرمونه یې کړي.
ډیری ودانۍ ویجاړې دي
روسي ځواکونه تېرو څو ورځو کې توانېدلي چې سیورودونیڅک ښار چاپېر کړي او اوس یې پام نژدې ښار لېسېچانسک ته اوښتی.
د لوهانسک سیمې یوه چارواکي سېرهې هایدای اوکرایین تلویزیون ته په دې اړه وویل: "سیمه له میاشتو راهیسې پرله پسې بمبارۍ لاندې ده، دلته مقاومت نور څه ګټه نه لري."
دی زیاتوي: "اوکراینیو ځواکونو ته امر شوی چې دا سیمه پرېږدي، نوي خوندي ځای کې راټول شی او له هغه ځایه بیا خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي."
د سیورودونیڅک یوه ولسوال بیا ازادۍ راډیو ته ویلي چې اوکرایني ځواکونه لا هم ښار کې دي او له سیمې وتل به یې یو څه وخت ونیسي.
ده ویلي چې د سیمې ډیری ودانۍ او زېربناوې په بشپړ ډول ویجاړې شوي.
زرګونه ولسي خلک لا هم په سیورودونیڅک کې ایسار پاتې او ډېرو یې ازوت کیمیاوي بټۍ کې پناه اخېستې.
د پنجشنبې په ورځ (جون ۲۳) روسیو ځواکونو د سیورودونیڅک او لېسېچانسک ښارونو جنوب لوري ته نوره ځمکه هم نیولې او داسې اندېښنې شته چې ښايي هغه سیمې هم ژر د روسیې لخوا ولکه شي.
خو ښاغلی هایدای وايي روسیې لپاره به اسانه نه وي چې ژر لېسېچانسک ښار ونیسي ځکه په بره پروت دی او د دفاعي بریدونو لپاره ښه ځایونو لري.
په یوه جلا پېښه کې د روسیې خبري اژانس خبر ورکړی چې د جمعي په ورځ جنوبي خېرسان ښار کې یو نوی ټاکل شوی روسی چارواکي په موټر بم برید کې وژل شوی دی.
اوکرایین چې ځواکونو یې دې سیمه کې پرمختګ کړی تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د روسیې ګڼ چارواکي او پوځي افسران په تېره څه موده کې خېرسان ښار کې په نښه شوي.