تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اروپايي ټولنې غړیتوب لپاره د اوکرایین کاندید کېدل تائید شول
د اروپايي شورا مشر چارلس میشل وايي، د اروپايي ټولنې غړیتوب لپاره د اوکرایین او مالدوا کاندید کېدل تائید شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د دې پرېکړې هرکلی کړی او د اوکرایین پلازمېنې کیېف ښاروال له ولولو ډکو څرګندونو کې خلک له دې پرېکړې خبر کړي دي.
هغه پر ټویټر پاڼه لیکلي: "دا د اوکرایین او اروپايي ټولنې تر منځ د اړیکو لړ کې تاریخي شېبې دي. " کیېف ښاروال ویټالي کلیچکو چې د سوکوهنې او لوبو په نړۍ کې هم پېژندل شوې څېره ده، د خواله رسنۍ ټیلګرام پر پاڼه لیکلي: "موږ د دې فرصت لاسته راوړلو لپاره خورا ګرانه بیه پرې کړه، هو! خو لا هم له اروپايي کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره ډېر څه شته چې باید وشي، خو باوري یم موږ به ټولې اړتیاوې پوره او په نورو ټولو شرایطو له برابر شو، ځکه له دې پرته زموږ هېواد راتلونکی نه لري، که څه هم زموږ سرتېرو د دې لپاره سرونه قربان کړي. "
اوکرایین له هغه څو ورځې وروسته د اروپايي ټولنې غړیتوب غوښتنه وکړه، چې روسي ځواکونو یې پر خاوره یرغل وکړ او له هغه راهیسې په چټکۍ سره د دې بهیر پړاونه لنډ شول. د یادونې ده، چې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د کاندید کېدو تائید لومړنی شرط دی او د ټولو شرایطو پوره کول ښايی کلونه وخت هم واخلي او داسې هېڅ تضمین هم نه شته، چې کاندید هېواد ته به هرومرو غړیتوب ورکول کېږي.
بل لور د اروپايي شورا مشر چارلس میشل پر پنجشنبه (جون ۲۳مه) د کاندید کېدو لپاره د اوکرایین او مالدوا تایید اعلان تر څنګ وویل، د ټولنې غړیتوب ورکولو بهیر به د (اهلیت) او له (قواعدو او ضوابطو) سره د کټ مټ برابرۍ پر بنسټ ارزول کېږي، او د اوکرایین او اروپايي ټولنې تر منځ به دې لړ کې لومړني مذاکرات یوازې هغه مهال پیلېږي چې اوکرایین د دې ټولنې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره اړین شرایط پوره او اصلاحات رامنځته کړي، چې د قانون برلاسي او له فساد سره مبارزه پکې شامل دي.
د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د اوکرایین تائید د دې هېواد ډېری اوسېدونکو لپاره ځکه تاریخي فرصت بلل کېږي، چې په نظر پوښتنو کې ډېری اوکرایینیانو د دې موضوع ملاتړ کاوه.
د اوکرایین کاندیدۍ تایید تر څنګ د ختیځې اروپا یو بل هېواد مالدوا نوم هم د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره تائید شو، چې یو وخت د شوروي اتحاد برخه وه، خو د جورجیا پر کاندیدۍ هوکړه و نه شوه، چې دا هم د پخواني شوروي برخه وه. له جورجیا وغوښتل شول چې د کاندید کېدو لپاره باید یو شمېر نور اصلاحات هم رامنځته کړي.
د جورجیا ولسمشرې سالومه زورابیشویلي د دې موضوع په تړاو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هېواد یې ''هوډ لري چې راتلونکو څو میاشتو کې به د کاندید کېدو پر شرایطو د برابرېدو لپاره هڅې وکړي. ''