په ناروې کې د اوسلو فورم غونډه؛ افغانستان یې هم د بحثونو یوه موضوع ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د جګړو مخنیوي او کشالو د سوله ییز حل پر موضوعاتو د 'اوسلو فورم ' په نامه کلنۍ دوې ورځنۍ غونډه پیل شوه.

د ناروې بهرنیو چارو وزیره این میري اریکسن چې د دې غونډې کوربتوب کوي وايي، نژدې سل سیاستوال، لوړ پوړي پرېکړه کوونکي، کارپوهان او د سولې خبرو مرکچیان په دې غونډه کې یو ځای شوي او د سولې خبرو او ستونزو هواري لړ کې به خپلې تجربې شریکې کړي.

په دې کلنۍ غونډه کې د افغانستان، اوکرایین او منځني ختیځ پر مسائلو بحثونه کېږي.

په دې غونډه کې پنځه افغان سیاستوال برخه لري.

د یادونې ده، چې څو میاشتې مخکې هم ناروې د افغانستان طالبانو حکومت یوه لوړ پوړي پلاوي او یو شمېر سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو کوربه و.

خو د اوسلو فورم په اوسنۍ غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شاه ګل رضایي له هغو افغانانو یوه ده چې ورته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال ادریس زمان هم د دې غونډې له ګډونوالو یو دی.

نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د دې غونډې په بهیر کې د افغانستان په هکله څواړخیزه رغنده خبرو ته هیله من دی.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شاه ګل رضایي بیا وایي، له دې سره چې لا د افغانستان په تړاو تفصیلي خبرې نه دي پیل شوې، خو ښکاري داسې چې ورته جدي توجه موجوده ده. نوموړې زیاته کړه:

''سره له دې چې د افغانستان په هکله لا خبرې نه دي پیل شوې، خو انګېرنه مې دا ده، چې د افغانستان روان وضعیت ټولو ته د منلو وړ نه دی. ''

نوموړې زیاتوي، د افغانستان وضعیت بشپړ انځور به غونډې ته وړاندې کړي او د حل لارو په تړاو به خپل وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړي.

د یادونې ده، چې په تېر اګست کې واک ته له رسېدو وروسته سږ کال جنورۍ کې د ناروې غونډه د طالبانو لومړنۍ ناسته وه، چې طالب استازو د لوېديځو هېوادونو له استازو سره پکې مخامخ خبرې وکړې.