تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سیاستوال عثمان کاکړ لومړی تلین ولمانځل شو
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
په پښتونخوا کې د پښتانه ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالت صدر عثمان خان کاکړ لومړنی تلین نن 'جون ۲۱مه ' لمانځل کېږي او ګوند يې په کوټه کې د یوې لویې ولسي غونډې اعلان کړی و.
ښاغلی کاکړ تېر کال همدا نن ورځ د کراچۍ په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه، چې په کوټه کې په خپل کور کې ټپي شوی وو. د ښاغلي کاکړ کورنۍ او ګوند وايي، پر نوموړي په کور کې دننه د نامالومه کسانو له لوري برید شوی وو.
د سیاستوال عثمان خان کاکړ د لومړي تلین لمانځلو لړ کې په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولسي غونډه روانه ده، چې پکې د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزی او نور مشران ګډون لري.
تردې دوې ورځې وړاندې د پنجاب په لاهور ښار کې هم د نوموړي په یاد کې یادغونډه جوړه شوې وه، چې پکې د پاکستان یو شمېر مشهورو سیاستوالو، خبریالانو، فعالانو او په لاهور کې مېشتو پښتنو هم ګډون کړی و.
سیاستوال عثمان خان کاکړ چې د ژوند وروستي شپږ کلونو يې د پاکستان په سنا کې تېر کړل، د یوه سناتور په حیث یو 'زړور سیاستوال ' بلل کېده. ښاغلي کاکړ د سنا د غړیتوب پر وروستۍ ورځ خپله وینا کې د پاکستان پر استخباراتو تور پورې کړی وو او ویلي یې و که په ده څه وشول، نو ذمه وار به يې ددغه هېواد استخبارات وي. نوموړی تردې وینا شاوخوا درې نیمې میاشتې وروسته ووژل شو.
له دې سره چې د نوموړي کورنۍ او ګوند يې وايي، له دوی سره داسې شواهد شته، چې پکې بریدګر لیدل کېږي، خو دغه شواهد يې تراوسه له هیڅ یوې رسنۍ سره شریک کړي نه دي.
ښاغلي کاکړ د سنا په هغه وینا کې ویلي و، د هر انسان دا بنیادي حق دی، چې له خپلې مور (خاورې او وطن) سره مینه وکړي، خو تور يې پورې کړی وو، چې د انګرېز له وخته بیا د پاکستان تر اوسنیو واکمنو پورې دوی ته دا حق نه دی ورکړل شوی.
ښاغلي کاکړ ویلي و: ''یوه زموږ مور ده چې موږ يې زېږولي یوو. بل زموږ وطن دی چې د مور په څېر دی. هر یو انسان باید له خپلې مور سره مینه وکړي، او کوي يې هم. اوه سوه اربه او تر دوه سوه د زیاتو هېوادونو خلک له خپلو میندو سره مینه کوي. موږ ته هم باید دا حق راکړل شي، چې له خپلي مور سره مینه وکړو. لاکن له بده مرغه د انګرېز له واکمنۍ بیا تر ننه پورې موږ ته دا حق نه دی راکړل شوی، چې له خپلې مور سره مینه وکړو. ''
ښاغلي کاکړ په دې وینا کې د مورنیو ژبو پر ارزښت او له مورنیو ژبو سره پر مینې هم خبرې وکړې او بیا يې هم تور پورې کړ، چې دوی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو له ویلو او خدمت کولو څخه هم ګرځول کېږي.