تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه؛ "نژدې ده چې مهم سیوردونیڅک ښار به د روسانو لاس ته ولوېږي"
د اوکرایین ختیځ لوهانسک چارواکي وايي، روسي ځواکونه سټراټیژیک سیوردونیڅک ښار ته نژدې شوي او د سقوط وېره یې ډېره ده او اوکراییني ځواکونه یوازې یوه کارخونه په واک کې لري.
په وروستیو اونیو کې صنعتي سیوردونیڅک ښار د روسیې د بریدونو اصلي هدف و او هلته سختې خونړۍ نښتې هم وشوې.
د لوهانسک ښار یوه قومندان سرهي هېدايي ویلي، اوکرايیني ځواکونه د ازوت په کیمیاوي کارخونه کې ځای پرځای شوي، هغه ځای چې سلګونه ولسي وګړو هم هلته پنا وړې ده.
وړاندې کله چې ولسي وګړي ازوت کې د ځمکتل ځای ته پنا وړې وه، اوکرییني او روسي ځواکونه د ښار د کنټرول لپاره له کارخونې بهر له یو بل سره جنګېدل.
د سیوردونیڅک ښار په سقوط به د لوهانسک ښار کابو ټولې سیمې د روسانو لاس ته ولوېږي.
په دې نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د روسیې حکومت خبرداری ورکړی چې امریکايي داوطلبان د جګړې پرمهال نیول شوي او دوی به د جنګي بندیانو په څېر چلن ورسره ونه کړي بلکې "لاسپوڅي" به وګڼل شي.
د اوکرایین د جګړې له پیلېدو راهیسې، د بېلابېلو هېوادونو په نامالوم شمېر وګړي د روسي یرغل پر وړاندې د اوکراییني ځواکونو ملاتړ ته ورغلي دي.
ازوت کارخونه کې د ولسي وګړو حالت
ملګرو ملتونو مخکې د ایسارو پاتې شویو ولسي وګړو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
روسي رسنیو اوکراییني ځواکونه په دې ملامت کړي وو چې ولسي وګړي یې د انساني ډال په توګه کارولي او له ځان سره یې ساتلي دي.
د چارشنبې په ورځ روسیې ژمنه وکړه چې د ازوت له کارخونې به د روسانو تر واک لاندې سیمو ته د ولسي وګړو د خوندي وتلو لپاره لار پرانیستل شي، خو ښکاري چې دا لار لا تر اوسه نه پرانیستل شوې.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د کمېشنرۍ د وروستیو شمېرو له مخې، پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د جون تر ۱۹مې لږترلږه هلته ۴۵۰۰ کسان وژل شوي چې ۳۰۴ پکې ماشومان دي.
روسي خبریال خپله د نوبل جایزه بولۍ ته وړاندې کړه
روسي خبریال او د سولې د نوبل جایزې ګټونکي دیمیتري موراتوف د ۱۰۳ میلیون ډالرو په ارزښت خپل مډال بولۍ ته وړاندې کړی. ده ویلي دا ټولې پیسې به د جګړې له کبله د بېځایه شویو خلکو پر مرستې ولګوي.
دیمیتري موراتوف (له فیلیپینۍ خبریالې ماریا رسا سره) په ګډه په ۲۰۲۱ کال په روسیه کې د وینا د ازادۍ دفاع لپاره د سولې جایزه وګټله.
نوموړی د "نوایا ګازتا" په نامه ورځپاڼې ایډیټر و چې د جګړې له پیلېدو څو میاشتې وروسته یې خپل کار وځنډاوه.
نوموړي خپل کار وروسته تر هغه بند کړ چې مسکو اعلان وکړ هرڅوک چې د اوکرایین کې د روسیې کړنې "جګړه" ګڼي، له درانه جنګي جرم یا رخصتېدو له ګواښ سره به مخامخ شي. کرملین دا نښته "ځانګړي پوځي عملیات" بللي دي.