بریتانیا کې د اورګاډي کارمنانو تر ټولو لوی کاري اعتصاب پیل کړی

د عکس سرچینه، PA Media
بریتانیا کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې اورګاډي کې سفر ونه کړي، ځکه چې چلوونکو او کارمنانو یې دا اونۍ د دریو اعتراضونو پلان نیولی دی.
د اورګاډي ملي اتحادیې شاوخوا ۴۰۰۰۰ غړو په ټوله بریتانیا کې کاري اعتصاب کړی.
دا کاري اعتصاب به درې ورځې (نن سې شنبه، پنجشنبه او راتلونکې شنبه) روان وي.
دا چې د دوی اعتصاب دی، د اورګاډي خدمتونه به په ټپه ولاړ وي، یوازې د لندن ځمکتل ۱۰۰۰۰ اورګاډو چلوونکو اعتصاب کړی چې په ټوله بریتانیا کې د اورګاډي خدمات ورسره اغېزمن شي.
دا په معاصر تاریخ کې د اورګاډو چلوونکو تر ټولو لوی کاري اعتصاب ګڼل شوی.
دوی ځکه اعتصاب کړی، چې ګڼ اورګاډي چلوونکي خپلې دندې له لاسه ورکوي، اضافه بست کېږي او ان له کار وروسته د حق الزحمې یا بخششي پیسې ترې ګرځول کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media
د بریتانیا کارګر ګوند ځینو پارلماني غړو د اورګاډو چلوونکو له دې کاري اعتصاب سره خپله همغږي شریکه کړې ده.
د پارلمان غړي او پارلمان کې د کارګر ګوند مخکېني مشر ین لویري پر ټویټر لیکلي: "د اورګاډي له ملي اتحادیې سره زموږ همغږي ده، نن او ټولې ورځې".
یوې بلې وکیلې بېت وېنټر لیکلي: "کارمنان سره یوموټی شوي او هېڅکله به ماتې ونه خوري".
د لندن ډېری ځمکتل اورګاډو خدمات بند شوي ځکه چې کارمنان یې په اعتراض بوخت دي.
په دې اعتراض کې د ملکې الېزابېت د اورګاډو یوه نوې جوړه شوې کرښه هم اغېزمنه شوې چې تېره میاشت پرانیستل شوه.
د (لندن لپاره ټرانسپورټ) ادارې ویلي د اورګاډو ځینې کرښې لاهم محدود خدمات لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اورګاډو شبکې مشر له خلکو د اورګاډي د خدماتو درېدو له کبله بښنه غوښتې ده.
انډري هېنس بي بي سي رادیو ۴ ته ویلي، له مسافرو "ژوره بښنه" غواړي.
د اورګاډو د کارمنانو له کار بندیز سره پر بسونو د مسافرو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.په کارډیف، ګلاسګو، منچسټر او برمینګهم کې نن ګهیځ ترافیکي ستونزې ډېرې شوې دي او هغه کارمنان چې باید کارځایونو ته ځانونه ورسوي پلي تګ ته اړ شوي دي.


















