عمران خان:‌ امریکا رانه غلامي غوښته؛ نه پوهېدم چې روسیه پر اوکرایین برید کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان یوه تازه مرکه کې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو، پر اوکرایین د برید پر ورځ مسکو ته د خپل سفر، پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ، کورني سیاست او د پوځ‌ مشر د بدلولو د پلان په ګډون پر ځینو مهمو مسایلو خبرې کړې.‌

هغه دې مرکه کې د کوربه افتاب اقبال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل پاکستان ته تل امریکا سره ښې اړیکې په کار دي،‌ خو د ده په وینا د ښو اړیکو او غلامۍ ترمنځ توپیر وي.

عمران خان وویل امریکا ترې غلامي غوښته، "ویل یې روسیې ته مه ځه،‌ اډې راکړه."

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر ویلي پاکستان ته په کار ده چې د روسیې او امریکا ترمنځ بې طرفه پاتې شي.‌

عمران خان پر اوکرایین د روسیې د یرغل پر ورځ مسکو ته د خپل سفر او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په تړاو چې سختې نیوکې پرې کېږي وویل، دی نه پوهېده چې روسیه به داسې ګام پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دا سفر یې له پوځ او نورو خواو سره په مشوره کړی او ګواکې دوی ورته ویلي و چې وخت مناسب دی او سفر اوس نشي لغوه کېدای.

د یادونې ده چې اسلام اباد کې د روسیې سفیر دانیلا ګانیچ هم تازه یوه مرکه کې ویلي چې د عمران خان سفر او د اوکرایین یرغل تصادفي وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وايي مسکو ته د تېلو، ګازو او د غنمو پېرلو په اړه د خبرو لپاره تللی و او همدا راز د پاکستان پوځ هم غوښتل له روسیې ځینې توکي وپیري.

پاکستان دمګړۍ د دغو توکو له سخت کمښت او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.‌

عمران خان دې مرکه کې ظاهرآ د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، "بې طرفو ته مې ویلي و که زما خلاف دسیسه کامیابه شي، نو اقتصاد به خراب شي."

دی وايي خپل د مالیې وزیر شوکت ترین یې هم پوځ ته استولی و چې هغوی پوه کړي که د ده خلاف دسیسه بریا ته پرېږدي، نو د پاکستان له وړاندې خراب اقتصادي وضعیت به دومره پسې خراب شي دوی (پوځ) به یې هم سمبال نشي کړای.

عمران خان چې د پاکستان قامي اسمبلۍ لخوا د لومړي وزارت له څوکۍ کوښه او بېواکه شوی،‌ ادعا کوي چې امریکا یې واک کې د پاتې کېدو مخالفه وه او ګوندې د پاکستان له اوسنیو مشرانو سره یې د ده د پرځولو دسیسه جوړه او عملي کړه.‌

خو د شهباز شریف اوسني حکومت او واشنګټن په وار وار د هغه دا ادعا رد کړې ده.

د یادونې ده چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند له یکشنبې د بیو لوړېدو خلاف سراسري لاریون اعلان کړی.

د دغه ګوند یوه مشر فواد چودري ویلي زرګونه کسان به واټونو ته راوباسي او دا به "د یوه نوي انقلاب غږ وي."

د پاکستان له مخکیني لومړي وزیر دې مرکه کې د ای اېس ای له مخکیني مشر جنرال فیض حمید سره د ډېرو ښو اړیکو د پاللو او د پوځ د مشر په توګه د هغه د ټاکلو د پلان په اړه هم پوښتنه شوې.

هغه وویل د ادارو کنټرول یې نه غوښت او هېڅکله یې فکر کې هم دا نه دي ګرځېدلي چې د پوځ لپاره نوی مشر وټاکي.

عمران خان وايي ده یوازې دومره غوښتل چې جنرال فیض حمید د پوځي استخباراتو د مشر په توګه دندې ته دوام ورکړي،‌ ځکه له یوې خوا د ده په خبره "د هېواد خلاف دسیسه روانه وه او بلخوا له افغانستانه د امریکایانو د وتلو له اړخه دوی (پاکستان) ته ستونزې پېدا کړېدې."