تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسکو د بریتانیا پر ځینو نامتو خبریالانو روسیې ته پر سفر بندیز ولګاوه
د روسیې حکومت د بریتانیا پر یو شمېر نامتو خبریالانو او دفاعي چارواکو روسیې ته پر سفر بندیز اعلان کړی دی. په دې ډله کې د بي سي سي اوسنی عمومي رئیس او یو شمېر خبریالان هم شامل دي.
مسکو دا اعلان وروسته له هغه کړی چې بریتانیا هم څه موده مخکې د اوکرایین جګړې له کبله پر یو شمېر روسي وګړو ورته بندیزونه لګولي وو.
د بي بي سي خبریالانو کې د عمومي رئیس ټېم ډېوي ترڅنګ نېک رابنسن، اورلا ګورېن او کلایو مایر هم شامل دي.
ټولټال پر ۲۹ کسانو بندیزونه لګول شوي، چې پکې د سکای نیوز خبري شبکې، ګارډین ورځپاڼې، ټایمز ورځپاڼې، چنل ۴ تلویزیون او آی ټي وي تلویزیون کارکوونکي او خبریالان شامل دي.
یاده دې وي چې روسیې له دې مخکې بریتانیا او روسیې د یو بل د پارلمانانونو پر سلګونو وکیلانو هم روسیې ته د سفر بندیز لګولی و.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن هغه مهال د خپل پارلمان غړو ته ویلي وو، د روسیې بندیزونه باید د ځان لپاره د ویاړ نښان وبولي.
مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په راتلونکي کې به دا لېست نور هم پراخېږي او د نورو وګړو نومونه به هم پکې شاملېږي.
یاد وزارت ویلي، په لېست کې شامل بریتانوي خبریالانو قصداً د اوکرایین جګړې او ډونباس وضعیت په اړه ناسم رپوټونه چمتو کوي او په دې کار سره په بریتانوۍ ټولنه کې د روسیې پر ضد ذهنیت ته وده ورکوي.
د بندیزونو په دې لېست کې پر خبریالانو سربېره د بریتانیا د ځمکني، هوایي او سمندري ځواکونو ځینې مشران هم شامل دي.