دوبۍ کې د عربي نړۍ تر ټولو لوی کتابتون پرانیستل شو

کتابتون

د عکس سرچینه، Dubai media office

د عکس تشریح، دوبۍ کې د عربي نړۍ تر ټولو لوی کتابتون چې یو ملیون کتابونه لري.
د خپرېدو وخت

متحده عربي اماراتو او په عربي نړۍ کې نن د تر ټولو لوی کتابتون دروازې د خلکو پرمخ پرانیستل شوې.

دغه کتابتون یو میلیون کتابونه لري چې د یو میلیارد درهمو یا څه باندې ۲۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی.

یاد کتابتون د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې جوړ شوی او د همدې امارت د امیر محمد بن راشد آل مکتوم په نوم نومول شوې دی.

نوموړی د اماراتو د دولت د مشر مرستیال، د کابینې مشر او دفاع وزیر هم دی.

اماراتۍ ورځپاڼې الخلیج لیکلي چې د دې کتابتون ټول مساحت ۵۴ زره متره مربع دی. د کتابتون ودانۍ اووه پوړیزه ده، چې د ریېل یا له لرګي جوړ هغه میز ته په ورته بڼه جوړه شوې چې معمولا د قرانکریم لوستلو لپاره یې خلک کاروي.

دا کتابتون په نهو څانګو یا وړو کتابتونونو ویشل شوی چې هره یوه یې د یوې ځانګړې تخصصي برخې کتابونو لپاره بیله شوې ده.

کتابتون

د عکس سرچینه، Dubai media office

په ټوله کې په دې کتابتون کې په ډیجیټل او چاپي بڼه یو ملیون کتابونه او شپږ ملیون علمي مقالې ایښودل شوي.

هر څوک کولی شي له کوم فیس یا لګښت پرته د دې کتابتون له کتابونو او اسانتیاوو ګټه واخلي.

د دې کتابتون د ودانۍ په ډیزاین کې چاپیریال ته هم پام شوی ، داسې چې لس سلنه برېښنا یې له لمره اخیستل کېږي او داسې ډیزاین شوې چې پنځوس سلنه کمې اوبو وکارول شي.

الخلیج ورځپاڼې لیکلي، دا کتابتون په نړۍ له پرمختللو کتابتونونو شمېرل کېږي، په بیلابیلو برخو کې یې له ټکنالوژۍ کار اخیستل شوی او یو شمیر روباټونه هم لري چې د کتابتون په چارو کې مرسته کوي.

د دې کتابتون مشر محمد سالم المزروعي ویلي دا لومړی ځل دی چې په خلیج او منځني ختیځ کې یو لوی کتابتون په دې کچه ټکنالوژي کاروي.