د اوکرایین د غلو پر صادراتو بندیز 'میلیونونه خلک خطر سره مخامخوي'

د خپرېدو وخت

پر روسیه له دې کبله فشارونه ډېر شوي چې اوکرایین کې پر بندونو بندیزونه پای ته ورسوي. پر اوکرایین د روسیې تر یرغل وروسته هلته میلیونونه ټنه غله دانه د بندیزونو له کبله د نړۍ نورو سیمو ته نه شي لېږدېدلی.

د اوکرایین د غلې دانې اړوندې اتحادیې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دې هېواد د غلو دانو تر نیمايي ډېرې زېرمې ډکې شوې دي.

اوکرایین د سېلوګانو لپاره ۵۵ میلیون ټنه غلو دانو زېرمه کولو ظرفیت لري چې ۳۰ میلیونه ټنه یې ذخیره شوې ده.

سرچینه وايي، یواې ۲۰ میلیون ټنه غله دانه هر کال بهر ته د تور سمندر د بندرونو د نشتوال‍ي له کبله استول کېدای شي.

روسیه دا نه مني چې ګنې پر اوکرایین ښارونو او بندرونو د بندیز له کبله یې په نړیواله کچه د خوړو د کړکېچ ډېرولو لامل شوې ده.

'د هغو اوکراییني پوځیانو مړي پلازمېنې کیېف ته لېږدول شوي چې د ماريوپول دفاع یې کوله'

د اوکرایین ماریوپول ساحلي ښار دفاع کې د وژل شویو پوځيانو مړي د دغه هېواد پلازمېنې کیېف ته لېږدول شوي دي.

د وژل شویو پوځیانو کورنۍ وايي، دا مړي د روسي پوځیانو مړیو بدل کې دوی ته سپارل شوي دي او دې لړ کې له هر لوري ۱۶۰ مړي تبادله شوي دي.

د کورنیو په وینا د اوکرایین له لوري دې ډله کې د ازووف پوځي ډلې ۵۰ وژل شویو کسانو مړي هم شامل دي.

اوکراییني پوځیان د پولادو په یوه ستره فابریکه کې چې ازوفستال نومېږي، کلابند وو او په مې میاشت کې هلته ژوندي پاتې کسان نیول شوي وو.

کیېف کې چارواکي وايي له هغه وروسته چې د ماريوپول مدافع پوځیانو د روسي پوځ مخه ونیوله او د جګړې نورو ډګرونو ته یې له تلو پاتې کړل، دوی ته وویل شول، چې باید خپل ژوند وژغوري.

خو مسکو بیا ادعا کوي چې دغه پوځیان د زور له لارې تسلیم شوي.

تسلیم شوي پوځیان وروسته په ختیځ اوکرایین کې دوو داسې سیمو ته لېږدول شوي، چې د روسیې ملاتړ لرونکي بېلتونپالي یې کنټرولوي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي په وینا همدا اوس د ازوفستال نومي ځواکونو ۲۵۰۰ سرتېري روسیانو بندیان کړي چې پولیس، سرحدي ساتونکي او د نور مدافع ځواکونه پکې شامل دي.

په مې میاشت کې مارپوپول ښار له یوې میاشتې محاصرې او درنې بمبارۍ وروسته چې نژدې ټول ښار پکې وران شو، روسي پوځیانو ونیو.

د اوکراییني چارواکو په وینا د اټکل له مخې په ماريوپول کې د ماشومانو په ګډون ښايي لسګونه زره کسان وژل شوي وي.

''روسيې ۶۰۰ خبريالان او فعالان بنديان کړي''

د کرايميا لپاره د اوکرايين د ولسمشر استازې تامیله تاشيوا په وينا، شاوخوا ۳۰۰ ملکیان چې ډېری يې خبريالان او فعالان دي د خارسون ښار په زندانونو او ۳۰۰ نور د خارسون په نیول شويو سيمو کې بنديان دي.

د اوکرايين انټرفکس خبري اژانس راپور ورکړی چې اغلې تاشيوا ويلي، "۶۰۰ کسان چې په حقيقت کې د روسیې له خوا يرغمل دی په ځانګړو خونو يعنې زندانونو کې ساتل کېږي".

نوموړې يوې خبرې غونډې ته وويل، "دغه کسان په غير انساني شرايطو کې ساتل او شکنجه کېږي. عينی شاهدان وايي له هغو ځايونو چې زموږ وګړي په کې ساتل کېږی د چيغو غږونه اورېدل کېږي، زموږ اتباع له دا ډول غير قانوني کړنو سره مخ دي."

دا په داسې حال کې ده چې روسيې ادعا کړې، د اوکرايين په ختيځ کې يې د لوهانسک سيمې ۹۷ سلنه خاورې کنټرول ترلاسه کړی دی.

د روسیې د دفاع وزير سرګي شويګو ويلي، "روسي ځواکونو د کليدي ختيځ ښار سويرودونيڅک کې د استوګنې سيمې نيولې" چې د نوموړي په وينا هلته اوس هم درنه جګړه روانه ده.

بل پلو د ۱۶۰ هغو اوکرایيني جنګياليو جسدونه چې د ماريوپول ښار د دفاع پر مهال د ازوفستال پولادو فابريکه کې وژل شوي وو له روسیې سره د بنديانو د تبادلې يوې برخې په توګه کيېف ته سپارل شوي دي.

وړاندې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ويلي وو، په ختیځ دونباس کې سویرودونیڅک او ورڅېرمه لیزیچنڅک ښارونه د جګړې له کبله پر "مړو شویو" ښارونو اوښتي دي.

ښاغلي زیلېنسکي دا هم ویلي چې د هېواد ځواکونه یې په یاد ښار کې د روسي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.

دا ښار د روسیې لپاره هم سټراټیژیک موقعیت لري او که ونیول شي، نو د اوکرایین لوهانسک ټوله سیمه ترې نیولی شي.

روسیې په ورته وخت کې له کیيف نه د شاتګ په لړ کې پر ختیځ دونباس ښار ډېر تمرکز کړی او په وروستیو اونیو کې یې هلته تدریجي پرمختګ هم کړی دی.