د افریقايي ټولنې مشر پوتین ته ویلي، افریقایان د اوکرایین جګړې بې ګناه قربانیان دي

د خپرېدو وخت

د افریقايي هېوادونو ټولنې مشر ولادیمر پوتین سره لیدنه کې ویلي، افریقايي هېوادونه د اوکرایین جګړې بې ګناه قربانیان دي. ماکې سال له ولادیمر پوتین سره د روسیې په سوچي کې له لیدنې وروسته وویل، روسي مشر ورسره ژمنه کړې چې د غلو - دانو او کیماوي سرې صادراتو کې به اسانتیاوې جوړې کړې، خو جزیات یې نه دي ویلي.

ښاغلي پوتین رد کړه، چې ګواکې هېواد یې د اوکرایین له بندرونو د غنمو لېږد مخه نیسي.

د یادونې ده، چې د هغې غلې ۴۰ سلنه له اوکرایین او روسیې واردېږي چې په افریقا کې کاروول کېږي، خو په اوکرایین کې د جګړې له پیل وروسته په تور سمندرګي کې د دې هېواد ساحلي بندرونه بند شوي دي.

کیېف او متحدین یې د دې بندرونو تړل کېدو پړه پر روسیې اچوي چې اوکراییني ځواکونو یې د سمندر له لارې د برید مخنیوي لپاره په ساحلونو کې ماینونه خښ کړي دي.

بل لور په جنېوا کې د ملګرو ملتونو بحراني وضعیت مرستندویانو همغږې کوونکې ادارې مشر امین عواد وايي: ''د دې بندرونو نه پرانیستل کېدل به د لوږې په مانا وي. '' نوموړی وايي، کېدای شي د غلې لږوالی تر یو اعشاریه څلور میلیاردو پورې انسانان اغېزمن کړي او په پراخه کچه د کډوالۍ لامل شي.

د دې جګړې له کبله په افریقا کې د غنمو او نورو خوراکي توکو کموالی موضوع لا پېچلې شوې، چې د کمزوري فصل او بې ثباته وضعیت له کبله یې ستونزې رامنځته کړې دي. سل ورځې مخکې پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل راهیسې د افریقا په لر او بر کې د خوړو کموالي له کبله د دې ډول توکو بیې لوړې شوې او ګڼ شمېر ناوسه کسان له لوږې سره مخامخ دي.

ښاغلی سال چې د سینیګال ولسمشر دی وايي، ښاغلي پوتین ته یې ویلي چې ''باید خبر واوسي چې زموږ هېوادونه که څه هم د (جګړې له عملي) خطره لېرې دي، خو د اقتصادي بحران قربانیان دي. ''

نوموړی وايي، د افریقا تر څنګ یې غوښتنه د اسیا، لاتین امریکا او منځني ختیځ د هېوادونو په هکله وه.

بل لور ښاغلی پوتین وايي، روسیه چمتو ده، د اوکرایین غنمو ته د ازوف او تور سمندرګي هغو بندرونو له لارې د صادراتو اجازه ورکړي چې دوی یې کنټرولوي. نوموړی وايي، ښه حل به دا وي چې د روسیې پر نژدې متحد هېواد بېلاروس لګېدلي بندیزونه لېرې شي چې له هغې لارې غلې دانې، نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې کریمیلن ماڼۍ اروپا ته له منځني ختیځ او افریقا نه د لوږې له لاسه د نویو کډوالو جوپو ورتګ په هیله د خوراکي توکو بحران په لوی لاس رامنځته کوي او هیله یې دا ده چې دې سره به پر لوېدیځوالو سیاسي فشار ډېر شي.