تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کشمیرۍ تلوېزیوني ممثله چې خپل کور کې ووژل شوه
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ټلویزیوني ممثله او سندرغاړې امرینه بهټ وژنې سیمه کې بې باوري او ډار رامنځ ته کړی دی.
امرینه په ټولنیزو رسنیو کې زرګونه فالورز (تعقیبوونکي) لرل.
فریلانسر عکاس ژورنالېست عابد بهټ (چې له امرینه سره کومه خپلوي نه لري) د هغې د کورنۍ له غړو سره کتلي دي.
د مې میاشتې په ۲۵مه ماښام د امرینې اوښی زبیر احمد شیخ د کشمیر بډګام ولسوالۍ په یوه جومات کې لمونځ کاوه چې د ډزو غږونه یې واورېدل او بیا چیغې شوې.
هغه په بيړه ووت او خپل کور ته لاړ هلته يې ٣٠ کلنه امرينه په وينو لته پته ولیده.
زبیر د امرینې خونې ته په اشارې سره وویل: "هرې خوا ته وينې وې."
د پېښې پر مهال د امرينې ۱۱ کلن وراره فرحان هم ورسره و.
فرحان وايي، په يوه پروګرام کې د ګډون لپاره امرینې ته د بلنې ورکولو په موخه دوه کسان راغلي وو خو کله چې امرینې ورسره سوال او ځواب پیل کړ هغوی ټوپک پرې را واړاوه او ډزې يې وکړې.
د نوموړي په خبره کله چې هغوی وتښتېدل نو یو کس ورپسې روان شو خو هغوی بیا ډزې وکړې او د فرحان په لاس هم یوه مرمۍ ولګېده.
د کورنۍ غړو یې یو موټر پیدا کړ ، امرینه او فرحان یې روغتون ته ولېږدول. روغتون ته په رسیدو امرینه مړه شوه او فرحان له درملنې وروسته رخصت شو.
د امرینه وژنه په تېرو څو اونیو کې کشمیر کې د مشکوکو اورپکو د بریدونو په لړ کې رامنځ ته شوې ده.
هند او پاکستان دواړه پر ټوله سیمه د حاکمیت ادعا کوي، خو دواړه یې یوازې پر نیمه نیمه برخه کنټرول لري.
دې سیمه کې له ۱۹۸۹ راهیسې د ډیلي د چارواکو خلاف له تاوتریخوالي ډک پېښې هم شوې دي.
پر امرينې له بريد څو ورځې وړاندې بډګام ولسوالۍ کې د هندو لږکيو يو دولتي کارکوونکی په خپل دفتر کې وسله والو په ډزو وواژه.
د دې اونۍ په پیل کې د دولتي ښوونځي یوه ښځینه ښوونکې هم وژل شوې وه.
د امرینې له مړینې دوه ورځې وروسته د کشمیر پولیسو د هغې د قاتلینو د وژلو ادعا وکړه.
د پولیسو په وینا دغه دوه وژونکي هغه کسان وو چې په وروستیو کې له لشکر طیبه سره یوځای شوي وو- هغه پاکستان مېشته ډله چې د هند په خاوره کې په ګڼو بریدونو تورنه ده.
خو لا تر اوسه هېڅ داسې دلیل نه دی وړاندې شوی چې امرینه ولې په نښه کړل شوه.
د امرينې پلار خضیر محمد بهټ وايي، نه پوهېږي چې ولې یې لور - چې د کورنۍ اصلي ډوډۍ ګټونکې وه- په نښه شوه.
خضیر بټ وايي، اصلاً دی د خپلې لور له سندرو ویلو سره مخالف و، دا په ښوونځي کې د تنکیو ځوانانو او نجونو د موسیقۍ له کبله له ښوونځي ایستل شوې وه.
خو په ۲۰۰۸ کال کله چې د هغه مېرمن مړه شوه، ذهن یې بېرته بدل شو.
د امرینې پلار په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدې وویل: "زما مېرمنې راته ویلي وو، امرینه [د هغې د سندرو ویلو په اړه] زما د دریځ له کبله زړه ماتې شوې ده، موږ یې باید خپلې علاقې ته پرېږدو".
امرینې په یوه کوچني تلوېزیون کې کار کاوه. خو شهرت یې تر هغه پورې زیات نه وو چې پر خواله رسنیو یې عکسونه او وېډیوګانې خپرې کړې نه وې.
کله چې هغه مړه شوه، پر انسټاګرام یې د فالورز شمېر ۲۵۰۰۰ ته رسېدلی و، هلته یې خپلې وېډیوګانې خپرولې، خو کله یې چې پروفایل ته د مړینې له کبله د غمشریکۍ پیغامونه واستول شول، پروفایل یې بند شو.
پر یوټیوب یې هم لنډې وېډیوګانې خپرولې او د کتونکو شمېر یې ۱۹۰۰۰ ته رسېدلی و.
په برید کې د ټپي شوي فرحان لاسونه لا هم پلستر وو، چې راته ویې ویل، د هغه لپاره، امرينه يوه ښکلې خاله وه چې د ښوونځي فيس به يې ورکاوه، جامې به يې ورته اخيستلې او اجازه به يې ورکوله چې موبايل کې یې ګیم وکړي.
فرحان وايي: "هغې ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به ما ته یو کمپیوټر اخلي".
پولیسو تر اوسه د امرینې د وژلو لامل نه ده په ډاګه کړې.