د چین اویغور؛ توقیف خونو کې نالیدلې څېرې

composite image of police images
    • Author, جان سودورټ
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

د چین په شېنجیانګ کې د پولیسو له کمپیوټرونو پراخه ډاټا یا مالومات هک شوي چې په کې زرګونه عکسونه او نور رسمي سندونه دي. دا مالومات د شېنجیانګ په زړه کې د اویغور مسلمانانو د بیا روزنې کمپونو په تړاو دي.

دا اسناد چې "د شېنجیانګ پولسیو اسناد" په نوم نومول شوي د روان کال پیل کې بي بي سي ته سپارل شوي وو.

د میاشتو له څېړنې او د اسنادو له کره والي وروسته، موږ اوس کولای دشو دا اسناد خپاره کړو - چې په شېنجیانګ او سیمه کې د اویغور او نورو ترکی الاصله ټولنو د ژوند او کړاو په اړه نوي او مهم دغه اسناد داسې مهال خپرېږی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره مېشېل بشېلېت چین ته په سفر تللې چې د شېنجیانګ په لویدیځه سیمه کې حالت وګوري.

سفر یې لانجمن بلل شوی او شنونکو اندېښنه ښوولې چې سفر به یې د چینایي حکومت تر سخت کنترول لاندې وي.

هک شوي مالومات په ډېر بې ساري تفصیل کې دا په ډاګه کوي چې په چین کې د اویغور مسلمانانو لپاره د بیا روزنې کمپونه له رسمي زندانونو سره ډېر ورته والی لري او په اړه یې د چین حکومت رسمي دریځ او سپیناوی چې له کلونو یې نړۍ ته وړاندې کاوه تر پوښتنې لاندې راولي.

Hawagul Tewekkul, 50, was detained for re-education, October 2017 - reason not stated
د عکس تشریح، ۵۰ کلنه هوا ګل په ۲۰۱۷ اکتوبر میاشت کې نیول شوې ده

د چین حکومت ادعا کوي چې په شېنجیانګ کې له ۲۰۱۷ راهیسې د بیا روزنې په موخه جوړ شوي کمپونه د ښوونځیو په څېر دي.

خو هک شویو مالوماتو کې پولیسو ته له لارښوونو او زرګونو انځورونو چې پخوا نه دي لیدل شوي د چین حکومت دې دریځ په اړه شک او پوښتنې پورته کوي.

د چین حکومت شېنجیانګ کې په پراخ ډول د ترهګرۍ په تور زرګونه کسان نیسي او زندان ته یې لېږدوي.

دغه اسناد د چین د هغې تګلارې په لړ کې تر ټولو ځواکمن شواهد وړاندې کوي چې له مخې یې چین غواړي اویغور لږکي، اسلامي عقیده، هویت او کلتور یې د له منځه وړلو تر کچې وځپي - د دغه ډول تګلارې د پلي کولو مسوولیت ان د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ته رسي.

Ilham Ismayil, aged 30, was detained for re-education February 2018 - reason not stated
د عکس تشریح، الهام اسمعیل چې او ۳۰ کلن دی، د ۲۰۱۸ فبرورۍ میاشت کې نیول شوی

هک شویو اسنادو کې د اویغور لږکیو پنځه زره عکسونه شامل دي چې چینایي پولیسو ۲۰۱۸ کال کې د جنورۍ او جولای میاشتو منځ کې اخېستي وو.

د نورو مالوماتو له څېړلو وروسته مو وموندله چې له دغو ۵ زرو یې لږ تر لږه ۲۸۸۴ کسان زنداني شوي وو.

هغه کسان چې د بیا روزنې په کمپونو کې ساتل شوي، داسې ښکاره نښې شته چې په زور هلته ساتل کېږي، سره له دې چې چین له کلونو ادعا کړې چې دوی په خپله خوښه هلته دي.

د بیا روزنې دغو کمپونو کې پولیس لیدل کېږي چې له کوتکو او نورو لومړنیو وسلو سره پېره کوي، خو بیا هم لوړ پوړو چینایو چارواکو په وار وار له زوره د کار اخېستو خبره رد کړې.

Tajigul Tahir, 60, was detained for re-education, October 2017 after being accused of "illegal preaching"
د عکس تشریح، تاجي ګل طاهر ۶۰ کلنه ده، چې د ۲۰۱۷ په اکتوبر میاشت کې د "ناقانونه تبلیغ" په تور نیول شوې

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په ۲۰۱۹ کې ویلي وو: "حقیقت خو دا دی چې په شېنجیانګ کې د بیا روزنې دغه کمپونه اصل کې ښوونځي دي چې خلک له سخت دریځۍ راګرځوي."

ډیری کسان یوازې له دې امله دغو کمپونو کې ساتل شوي چې یا یې داسې هېواد ته سفر کړی چې اکثریت یې مسلمانان دي او یا هم د یوه مسلمان نښې لري لکه ږیره او داسې نور…

د یوې اویغورۍ مور تاجي ګل طاهر تصویر چې د فزیکي ربړونې ګواښ په کې له ورایه ښکاري په ډاګه کوي چې څه ډول اویغور لږکي یوازې د یو څه په نه کولو هم زنداني شوي.

اسنادو کې ویل شوي چې د تاجي ګل طاهر زوی "ډېر مذهبي دی" ځکه چې سګرېټ نه څکوي او یا شراب نه څښي. له همدې امله دی د ترهګرۍ په تور په لس کلن بند محکوم شوی‌.

This composite image contains 2,884 photographs of detainees from the cache
د عکس تشریح، د کمپ ۲۸۸۴ بندیانو انځورونه دلته یوځای شوي دي.

اغلې طاهر د هغو کسانو په لېست کې شامله ده چې له "خپلوانو یې یو څوک زنداني" دی، داسې زرګونه نور له دې امله څارل کېږي چې د کورنۍ کوم غړي یې یا "جرم" کړی یا پرې شک دی.

دغه عکسونه یو ډول انځور راکوي چې څه ډول د اویغور لږکیو ټولنه یو په یو په نښه کېږي او کمپونو او زندانونو ته استول کېږي.

The youngest, Rahile Omer, was only 15 at the time of her detention.
د عکس تشریح، ځوانه راحیل عمر یوازې ۱۵ کلنه وه چې ونیول شوه
1px transparent line
The oldest, Anihan Hamit, was 73 at the time of her detention
د عکس تشریح، انیهان همت د نیول کېدو پرمهال ۷۳ کلنه وه
Short presentational grey line

د "شېنجیانګ پولیسو اسناد" لسګونه زره عکسونه او د اسنادو ټوټې لري. دا نوم ورته د خبریالانو نړیوالې ټولنې ټاکلی چې بي بي سي یې هم برخه ده.

دغو اسنادو کې د لوړ پوړو چینایي چارواکو پټې ویناوې، د پولیسو لپاره لارښوونې، شخصي مالومات، د نژدې ۲۰ زره اویغور مسلمانانو د زنداني کېدو جزیات او عکسونه شامل دي.

هغې سرچینې چې دغه اسناد یې هک یا غلا کړي - ویلي یې دي چې په شېنجیانګ کې یې د پولیسو له رسمي کمپیوټرونو هک کړي.

دغه اسناد بیا ډاکټر ادریان زېنز ته ورکړل شوي چې امریکا مېشتی پروفیسور دی او د اویغور مسلمانانو په اړه د خپلې ژورې څېړنې له کبله د چین حکومت لخوا په نښه شوی وو.

An image from inside the rarely seen confines of a detention centre, which appears to show Uyghurs being "re-educated"

ډاکټر زېنز بیا دغه اسناد بي بي سي ته سپارلي وو - که څه هم موږ وتوانېدو چې د اسنادو موندونکې سرچینې سره مخامخ خبرې وکړو خو نه یې غوښتل چې د هویت او ځای په اړه یې څه خپاره شي.

هک شویو اسنادو کې هېڅ یو یې هم له ۲۰۱۸ د وروسته وخت نه دی، ښايي لامل یې دا وي چې د ۲۰۱۹ پیل کې د شېنجیانګ حکومتي ادارو کمپیوټري سیستمونه یو څه خوندي شوي وو او هکر به نه وي توانېدلی چې نورو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړي.

ډاکټر زېنز د "شېنجیانګ پولیس اسنادو" په اړه د چین مطالعاتو اروپايۍ ټولنې ژورنال ته لیکنه کړې او د اویغور قربانیانو زرګونه عکسونه او ځینې نور شواهد یې انلاین خپاره کړي.

ده په دې اړه بي بي سي ته وویل: "اسنادو کې لاسوهنه نه ده شوې، بيخي نوي مالومات دي، هر څه په کې شته… پټ اسناد، د چارواکو ویناوې چې د زړه خبرې په کې کوي، عکسونه، د پولیسو اسناد. بیخي کم ساري اسناد دي او د چین حکومت د کلونو پروپاګند بربنډوي."

له لسیزو راهیسې شېنجیانګ د تاوتریخوالي پېښو او د چین حکومت له لوري د سخت کنټرول شاهد وو.

خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کې دوو مرګونو بریدونو چې په بېجېنګ او جنوبي کنمېګ ښار کې یې عام وګړي په نښه کړل - د چینايي حکومت له لوري یې پړه پر اویغور بېلتون پالو او اسلامپالو واچول شوه او له هغه وخت راهیسې د حکومت تګلاره کې ډراماتیک بدلون راغلی.

a detainee surrounded by armed police and military, pointing their guns
Short presentational grey line

حکومت چین کې اویغور کلتور او هویت ته د یوې ستونزې په نظر کتل او یوازې په څو کلونو کې سلګونه د بیا زده کړې کمپونه په سټلایټ انځورونو کې راښکاره شول چې اویغور لږکي به ورته پرته له محاکمې استول کېدل.

د شېنجیانګ رسمي زندانونه هم پراخه شول او له دې لارې هم د اویغوریانو د کنترول هڅه پیل شوه.

د چین حکومت دغه دوه اړخیزه ګام په اړه بشپړ جزیات په ۴۵۲ مخونو کې خپاره شوي.‌ په دې کې نژدې د ۲۵۰ زره اویغور لږکیو نومونه او د کور ادرسونه شته، دا مالومات هم شته چې څوک ولې، په کوم تور نیول شوي او په کوم ډول زندان کې ساتل شوي دي.

Map showing Tekes detention centre

داسې بې شمېره مثالونه شته چې خلک په داسې یو "جرم" زنداني شوي چې کلونه یا لسیزې پخوا یې کړی وو. یو کس په ۲۰۱۷ کې له دې امله په لس کلن بند محکوم شو چې په ۲۰۱۰ کې یې خپلې نیا سره د "یو څو ورځو لپاره دیني زده کړه" کړې وه.

سلګونه نور د موبایلونو کارولو له امله په نښه شوي چې ګواکې د موبایل له لارې "غیر قانوني مذهبي ویناوې" اوري.

ځینې نور بیا د موبایل د ناکارولو په تور کلونه بندیان شوي، سلګونه داسې بېلګې وې چې ګڼ کسان یې په "موبایل کې د پیسو نشتوالي" له امله په نښه کړي، د دوی په اند دغو کسانو غوښتل چې د موبایلونو له لارې ونه څارل شي.

اسناد ښکاره کوي چې څه ډول خلک په عادي ورځنیو "جرمونو" لکه "یو چا سره شخړه" او یا "ترافیکي قانون" نه سرغړونه او دې ته ورته کوچنیو جرمونو نیول کېږي - او بیا دغو جرمونو ته د ترهګرۍ جامه وراغوستل کېږي چې پر مټ یې خلک اووه کاله، لس کاله، آن تر ۲۵ کلونو بندیانېږي.

Tursun Kadir was jailed for "growing a beard under the influence of religious extremism"
د عکس تشریح، تورسن کبیر د مذهبي تندلارو تر اغېز لاندې د خپلې ږیرې غټولو په تور نیو شوی.

که په یوه - نیم کس د ترهګرۍ تور سم هم وي، دا ناشونې ده چې په داسې یوه چاپېریال کې د دغه ډول چلن او یا کس سمه څېړنه وشي، ځکه دلته اویغور وګړي د خپلو کړنو له امله نه بلکې د خپل هویت له امله په نښه کېږي.

Short presentational grey line

د تورسون قادر دوسیه که وګورو، په کې لیکل شوي چې ده په ۱۹۸۰مه لسیزه کې اسلامي زده کړې او تبلیغ کړی وو او دا چې په دې وروستیو کلونو کې یې "د اسلامي عقیدې له مخې ږیره" لویه کړې وه.

له همدې امله دغه ۵۸ کلن سړی په ۱۶ کاله او ۱۱ میاشتې بند محکوم شو.

Husband and wife Tursun Memetimin and Ashigul Turghun
د عکس تشریح، مړه او ښځه
1px transparent line
Their daughters: Ruzigul Turghun, 10, and Ayshem Turghun, who was six.

آن هغه کسان چې په زندان او یا د بیا روزنې کمپونو کې نه دي د دوی لپاره په یوه داسې چاپېریال کې ژوند ډېر ګران شوی چې تل په ویره کې او تر څار لاندې وي.

عکسونه ښکاره کوي، هغه اویغوریان چې لا هم په خپلو کورونو کې اوسېدل په لوی شمېر کې به د پولیسو تمځای ته وربلل کېدل او عکسونه به یې اخېستل کېدل. دغو کسانو کې به د پاخه عمر له کسانو نیولې تر کوچنیو ماشومانو وو او آن د شپې ۱۲ بجې هم وربلل شوي وو.

Short presentational grey line

د عکسونو او هویتونو ثبتولو دا طریقه په زندانونو او د بیا روزنې په کمپونو کې هم کارول شوې وه، دا د دې ښکارندويي کوي چې چینايي حکومت دا مالومات ښايي هغه ځیرک سیستم ته وراضافه کول چې له څېرې د خلکو هویت پېژنې او څار کې مرسته کوي.

Shufu camp in Xinjang region

تورسون مېمېتمېن او عاشي ګل تورغون هم د پولیسو لخوا اخېستل شویو ګډو عکسونو کې ښکارېدل. دوی دواړه ۲۰۱۸ کې د دغو تصویرونو له اخېستو پنځه میاشتې وروسته بندیان شول. تور پرې دا وو چې ګواکې شپږ کاله وړاندې یې د "یوه بل چا په موبایل غیر قانوني مذهبي وینا" اورېدلې وه.

Short presentational grey line

د دوو لوڼو عکسونه یې هم په دغو هک شویو اسنادو کې شته. روزي ګل تورغون چې د موروپلار د نادرکه کېدو پر وخت لس کلنه وه او عایشم تورغون چې شپږ کلنه وه.

دغه اسناد په دې اړه دېر مالومات نه ورکوي چې د هغو ماشومانو برخلیک به څه وي چې میندې او پلرونه یې بندیان وي.

دا شونې ده چې دوی به ښايي شېنجیانګ کې د اوږد مهال لپاره هغو لیلیه ښوونځیو کې ساتل کېږي چې د بیا روزنې د کمپونو جوړولو پر مهال جوړ شوي وو.

Some images have glitches at the edges, as if they've been copied and then rotated slightly

ځینو بهر مېشتو اویغوریانو بي بي سي ته ویلي چې په عکسونو کې د ماشومانو کل سرونه د دې نښه ده چې ډېری اویغور ماشومان چې آن موروپلار یې لادرکه هم نه دي اړ ایستل شوي چې دغو ځانګړو ښوون‍ځیو ته ولاړ شي.

تصویرونه پر داسې یوې تګلارې رڼا اچوي چې څه ډول قصدآ اویغور وګړي د خپل هویت او کلتور له امله کړول کېږي، لکه څنګه چې یې چینایی حکومت خپله هم وايی: "غواړي جرړې یې وباسي، نسل یې ودروي، اړیکي یې پرې کړي او هویت یې ختم کړي."

د "شېنجیانګ پولیسو اسناد" اویغور وګړو پر وړاندې د چین د ځپونکې او ظالمانه تګلارې په اړه نوي مالومات راکوي او په لومړي ځل پوهېږو چې دغه سیستم یې په څومره پراخه کچه عملي کېږي.

ډیری هک شوي سندونه په جنوبي شېنجیانګ یې د یوې سیمې دي چې اویغورۍ ژبه کې یې کوناشېهر بولي او چینایۍ ژبه کې په شوفو پېژندل کېږي.

A detainee squats, head down, while surrounded by officers with batons

ډاکټر زېنز لخوا د اسنادو پلټنې ښوولې چې یوازې په دغه سیمه کې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې ۲۲۷۶۲ کسان چې د سیمې د ټولو بالغو کسانو ۱۲ سلنه کېږي یا په زندان او یا هم د بیا روزنې کمپ کې بندیان وو.

که ټول شېنجیانک کې حالت ورته وي نو د شنونکو په اند شونې ده چې اویغور مسلمانان او د نورو ترکی الاصله لږکیو نژدې ۱.۲ میلیونه وګړي زنداني شوي، چین تل دا رد کړې.

له یولسو بېلابېلو هېوادونو کې د رسنیو له ۱۴ جلا ادارو سره د ګډ کار په پایله کې بي بي سي توانېدلې چې د دغو اسنادو لویه برخه کره کړي.

Detainees appear to be subjected to indoctrination sessions

له هغو اویغوریانو چې په اروپا او امریکا کې مېشت دي وغوښتل شول چې د خپلو لادرکه شویو خپلوانو په اړه مالومات راکړي. هک شویو اسنادو کې مو بیا دغه مالومات پرتله کړل او ګڼ کسان مو وموندل. دا د دې ښکارندويي کوي چې اسنادو کې مالومات د ريښتینو خلکو په اړه دي.

بي بي سي د عکسونو یوه ټولګه پروفیسور هاني فرید ته ورکړه چې کلیفورنیا پوهنتون کې د عکسونو کارپوه دی چې د کره والي په موخه یې وپلټي.

Map showing Tekes detention centre
Short presentational grey line

هغه هېڅ داسې څه ونه موندل چې وښيي دا عکسونه ریښتیني نه دي او یا هم په کې له ډېجېټلي لارې لاسوهنه شوې.

د عکسونو د کره والي نور شواهد هم موندل کېدای شي. که چېرته عکسونه د نېټو له مخې یوه بل پسې کېږدئ او بیا یې بګراونډ کې نورو څېزونو ته ځیر شئ نو درته به په ډاګه شی چې دا عکسونه د ريښتینو کسانو دي او ریښتینو ځایونو کې اخېستل شوي.

د هک شویو اسنادو په تړاو مو د چین حکومت غبرګون وغوښت او د شواهدو په اړه مو خپلې تفصیلي پوښتنې ورواستولې، د خبریالانو ټولنې امریکا کې د چین له سفارته لیکلی غبرګون ترلاسه کړ.

خو د هک شویو اسنادو او په کې د شواهدو په اړه مو دقیق غبرګون ترلاسه نه کړ.

د شېنجیانګ پولیسو اسنادو کې د عکسونو یوه بله ټولګه د دې ښکارندويي کوي چې څه ډول اویغور زندانیان له فزیکي پلوه کړول کېږي او تر سخت کنټرول لاندې وي چې په زوره یې خپلو ارزښتونو بدلولو ته اړ کړي.

عکسونه ښيي چې څه ډول رسمي زندانونو او د بیا روزنې کمپونو کې له ورته طریقو کار اخېستل کېږي. عکسونو کې د زندانیانو د جامو پر شا ټېکېز توقیف ځای لیکل شوی چې په شمالي شېنجیانګ کې دی. د ټېکېز زندان سټلایټ انځورونه که وکتل شي نو د خپرو شویو عکسونو سره بې ساری ورته والی لري چې دا د دغو هک شویو اسنادو د کره والي او ريښتینوالي په اړه یو بل ثبوت دی.

هک شویو اسنادو کې د چین د واکمن ګوند ځینو لوړپوړو مشرانو ویناوې دي چې په ډاګه کوي د دغه ډول تګلارو تر شا اصلآ څوک دي او مسوولیت یې چا ته وراوړي.

اسنادو کې د چین د کورني امنیت وزیر ژاو کېژي یوه "پټه وینا" هم شته چې ده په جون ۲۰۱۸ کې شېنجیانګ ته د خپلې دورې پر مهال کړې وه. دی په کې وايي چې یوازې په جنوبي شېنجیانګ کې لږ تر لږه دوه میلیونه کسان "سخت دریځی فکر" لري. دی په خپله وینا کې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ستايي چې ښکاره لارښوونې یې کړي او د زندانونو او لا نورو کمپونو جوړولو لپاره یې ورته بودجه ډېره کړې چې وکولی شي په چټکۍ زیاتېدونکي بندیان په کې وساتلی شي.

که په شېنجیانګ کې د اویغور او نور ترکی الاصله لږکیو د ځپلو امر رښتیا هم د چین د ولسمشر له لوري وي نو بیا داسې نښې هم شته چې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره څه ډول مهالوېش په نظر کې لري.

اسنادو کې د چېن ګوانکو "پټه وینا" هم شته چې په ۲۰۱۷ کې یې کړې وه. دی تر دې وروستیو د چین د واکمن کمونېست ګوند سکرتر وو.

دی لوړ پوړو پوځي چارواکو او پولیس کدرونو ته خپله وینا کې وايي:

"د ځینو کسانو لپاره ښايي پنځه کاله بیا روزنه هم کافي نه وي. که بهر ته پرېښوول شي نو ستونزې به بیا پیدا شي، دا د شېنجیانګ حقیقت دی."

دا رپوټ په بشپړ ډول لندن، بروکسل، سویډن او نیویارک کې د بي بي سي همکارانو له لوري چمتو شوی. غبرګون کې لیکل شوي: "شېنجیانګ پورې تړلې مسالې اصلا د ترهګرۍ ضد مبارزې، د سخت دریځۍ او بېلتون پالۍ د مخنیوي خبره ده نه د بشري حقونو او مذهب. د چین حکومت توانېدلی چې په دې تړاو چټک او اغېزناک ګامونه واخلي. دغه سیمه اوس له اقتصادي ودې برخمنه ده، ټولنیز ثبات په کې ټینګ شوی او خلک په کې ګډ ژوند کوي. دغه ډول څېړنې د شېنجیانګ په اړه د درواغو او ناسمو مالوماتو د خپرولو تر ټولو پیاوړې بېلګه ده."