تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نازنین زغاري رټکليف: د ایران حکومت مجبوره کړم چې د درواغو اعتراف وکړم
نازنین زغاري رټکليف ویلي ایران وروستۍ شېبه کې هوايي ډګر کې اړه کړې وه چې له بنده د خلاصېدو د یوه شرط په توګه د درواغو اعتراف وکړي.
دې بي بي سي ته ویلي، د بریتانیا یو چارواکی ورسره و چې سند یې لاسلیک کاوه. ایرانیو چارواکو د سند له لاسلیک وروسته اجازه ورکړې وه چې الوتکې ته پورته شي.
اغلې زغاري رټکليف مارچ کې له شپږ کلن بنده وروسته ازاده شوه. نوموړې د جاسوسۍ په تور نیول شوې وه.
دا وايي ایران په خلکو د درواغو اعتراف کوي چې پر مټ یې خپل ناوړه پروپاګند وکړي.
بي بي سي سره د مرکې پر وخت اغلې زغاري رتکليف د بریتانیا پر حکومت نیوکه وکړه چې ولې یې ایراني چارواکي ونه پوښتل چې له بنده د خلاصېدو یوه شرط په توګه یې راباندې د درواغو سند لاسلیک کړ.
دې ویلي ایرانیو چارواکو د سند د لاسلیک ټول بهیر عکاسي کړی او په وینا یې غواړي چې عام خلک په دې پوه شي چې په زور ورباندې د درواغو یو سند لاسلیک شوی.
نوموړې وايي: "ولې به زه یو څه لاسلیکوم؟ تېر شپږ کاله مې ډېره زیاته هڅه کړې چې ووایم ما کوم جرم نه دی کړی. ټول د درواغو سندونه چې پر موږ لاسلیک شوي بې ارزښته دي. دا یوازې د ایراني حکومت پروپاګند دی."
نازنین زغاري رټکليف ۲۰۱۶ کې د جاسوسۍ په تور نیول شوې وه. نوموړې ایران ته له خپلې دوه کلنې لور سره د مور او پلار لیدو ته ورغلې وه.
اغلې زغاري رټکليف چې د مرستندویه ادارې کارکوونکې وه په پنځه کلن بند محکومه شوه چې وروسته بیا د ایران پر وړاندې د پروپاګند په تور یې د بند سزا یو کال نوره هم زیاته شوه.
نوموړې تل پر دې لګېدلي تورونه رد کړي دي.
نازنین زغاري رټکليف او یو بل ایرانی الاصله بریتانوی انوشې اشوري وروسته له هغې خوشې شول چې بریتانیا د ایران څه باندې ۵۰۰ میلیون ډالره پور پرې کړ چې له ۱۹۷۰مو کلونو د بریتانیا پر حکومت وو.
ایران او بریتانیا دواړو ویلي چې د بندیان خلاصون او د پور پرې کول دوه جلا مسالې دي او باید سره ونه تړل شي.