تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خلکو پر څېرو ملنډې څومره ځوروونکې دي؟
" له کوره نه وتلم، له کوره په وتو به مې دا احساس کاوه چې خلک ټول ماته ګوري او ما پورې غږيږي."
دا د اتول مېلز خبرې دي. هغه ۲۸ کلن دی، او ذاتي له پېدایښته هیګروما (کیست) لري، دا یو ډول ناروغي ده چې د انسان د مخ یوه برخه پکې په غیر طبیعي ډول وده کوي او غټیږي. د دې ناروغۍ لامل د ماشوم د سر او غاړې په برخه کې د نسجونو غیر طبیعي وده یاده شوې.
مېلز د عامه پوهاوي په هغه کمپاین کې برخه اخیستې وه چي څنګه د یو شمېر ناروغو کسانو پر وړاندې له خپل ځورونکي نظره ډډه وکړو.
د وروستیو څېړنو پایلې ښيي، د نړۍ پر مخ د هغو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې د خلکو په ظاهري څېره غږيږي او پرې ملنډې وهي.
د چېنجېنګ فېسېز په نامه د یوې خیریه ټولنې د رپوت له مخې، ۲۰۱۹ کال کې د هغو کسانو له دریو یوه برخه د خلکو له لوري ځورول کېږي او بد چلن ورسره کېږي چې د مخ بڼه یې طبیعي نه وي.
د یادې خیریه ټولنې په وینا، د ډېرو عمر په هرو پنځو کسانو کې د یو یې د مخ کاسه غیر طبیعي ده او توپیرونه پکې لیدل کېږي، لکه د مخ د پوټکۍ غیر طبیعي رنګ، پر مخ زخمونه او د مخ د بېلابیلو برخو راوتل.
اټکل کېږي، له یو میلیون ډېر خلک د مخ له شدید نا منظم والي کړېږي.
دې ټولنې یوه سروې کړې چې په پایلو کې یې د تمې خلاف د هغو کسانو شمېر زیات دی چې د مخ بڼه یې له طبیعي بڼي سره توپیر لري.
د خلکو عامه پوهاوی
اتول مېلز وايي، د ده په ظاهر د خلکو له ملنډو سره عادت شوی او اوس ورته عادي خبره ښکاري.
نوموړي بي بي سي ته ویلي: "کله نا کله په پلورنځیو کې هڅه کوم د دیوالونو شاته پټ شم او د خلکو له سترګو ځان پناه کړم، خو هلته هم راپسې سر راښکاره کوي او راګوري."
هغه وايي: " خپلو دوو خویندو ته مې هم د خلکو په دې ډول چلن غوسه ورځي او هڅه کوي له دې ځورونکي نظره مې خوندي کړي. ګورئ، دا ډول چلن نه یوازې ما بلکې زما خپل خپلوانو لپاره هم ځورونکې او دردوونکې ده."
نوموړی د خلکو ځوروونکي نظر دې ته اړ کړی چې د عامه پوهاوي له کمپاین سره یو ځای شي.
اتول په دې کمپاین کې د ګډون پر مهال وايي: "کله کله د ځینو ځان ته پام نه وي چې څومره په ځير ځیر راګوري، ما زده کړي چې د دوی دا چاره نامودبانه ده خو ځینو دا هېر کړي، موږ اړ یو خلک په دې پوه کړو."
امبا سمېت یوه بله شل کلنه نجلۍ ده چې مخ یې له پيداېښته غیر طبیعي سور رنګ لري.
آغلې سمېت وايي: " ژوند کې مې د خلکو له ملنډو او کرکې ډک نظر او په ځیر ځیر مې مخ ته د کتلو تجربه له هغه وخته راپیل شوه چې له زېږون وروسته مې مور او پلار سره له روغتون راووتم."
نوموړې وايي: "مور او پلار به مې تل راته ویل، خلک تاته ځکه ګوري چې ته ښکلې یې."
د هغې په خبره: " زه په خپل ټول وجود باور لرم، ما زده کړي چې څنګه د خلکو د خبرو پر وړاندې ودرېږم، زما د مخ بڼه نه ټاکي چې زه څوک یم، زما شخصیت له دې هر څه پورته دی."
شنکر جالوتا په ۱۴ کلنۍ کې په پیس ناروغۍ اخته شو، دا هغه ناروغي ده چې د پوټکي پر رنګ اغېز کوي او تر عادي بڼې ډېر سپینوالی پکې لیدل کېږي.
هغه بي بي سي سره خبرو کې ویلي: " ما هغه مهال په یوه هټۍ کې کار کاوه، کتل مې چې خلک په ما پسې ښي او کیڼ اړخ ته ګوري او زما د مخ پوټکي ته ځیر کېږي."
هغه وايي" د خلکو دې چلند مې پر ذهن ډېر منفي اغېز کاوه او تل به مې ويل چې خدای ولې دا بلا راباندې راوستې؟ ولې زه دا حالت نه شم بدلولای؟"
خواله رسنیو کې د دې کمپاین موخه د خلکو پر ښکاره او فزیکي توپيرونو عامه پوهاوی دی.
جالوتا وايي"ځکه یې دې کمپاین کې برخه اخیستې چې راتلونکي نسلونه د بېلابېلو ظاهرې توپیرونو سره سره د یو بل زغم او منلو ته هڅوو."
دې برخه کې خلکو ته سپارښتنه څه ده؟
که مو ځان ته پام شو چې دا ډول کسانو ته په غیر ارادي ډول ځیر شوي یئ، نو ځان ته له پام کېدو سره سم لاسي سلام ورته ورکړئ، مسک شئ او بښنه ترې وغواړئ.
که ماشومان مو دا ډول خلکو ته په حیرانۍ او عجیب انداز ګوري نو ځان پسې یې مه راکاږئ او مه یې ښکنځئ، تر ټولو ښه لاره یې دا ده چې په ارامۍ وپوهول شي چې ټول انسانان له بېلابېلو توپیرونو سره نړۍ ته راغلي.