تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند؛ سترې محکمې د راجیو ګاندي د وژونکي د خوشې کېدو امر کړی
د هند سترې محکمې له هغو کسانو د یوه د خوشې کېدو امر کړی چې په ۱۹۹۱ کال د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر راجیو ګاندي وژلو کې د ښکېلتیا له کبله د بند شپې سبا کوي.
اې جي پېراري والان ۳۰ کاله زندان کې تېر کړي. هغه ته ۱۹۹۸ کال کې د اعدام سزا اورول شوې وه، خو وروسته بدله شوه.
پېراریوالان د نیول کېدو پر مهال ۱۹ کلن و.
هغه له دې کبله ګرم پېژندل شوی چې د راجیو ګاندي وژلو لپاره د کارول شوي بم ته یې بیترۍ راوړې وې.
راجیو ګاندي تامیل ناډو ایالتو کې د ټاکنیزو منډو ترړو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ځانمرګي برید کې وژل شوی وو.
دا برید ښځینه ځانمرګې بریدګړې کړی وی.
پر نوموړي د برید لامل دا ښودل کېده چې سریلانکا ته یې هندي سوله ساتي ځواکونه استولي وو.
پېراریوالان د تامیل پړانګانو ملاتړ کاوه چې سریلانکا کې یې د تامیل ایالت خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه کوله.
د یاغیانو دا ډله له څو لسیزې خونړې مبارزې وروسته په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا د پوځ لخوا ماته شوه.
د راجیو ګانډي د وژلو قضیه کې د پېراریوالان په ګډون ټولټال ۷ کسان ګرم پېژندل شوي.
د قاضیانو یوې ۳ کسیزې ډلې د هند اساسي قانون له مخې له دې کبله د هغه د خوشې کېدو امر ورکړ چې تر ۳۰ کاله ډېر بند یې ګاللی دی.
د هند تامیل ناډو کې ایالتي حکومتونه له کلونو راهیسې دې قضیه کې د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
په ۲۰۰۰ کال کې د تامیل ناډو والي د رجیو ګاندي د وژلو قضیه کې د یوازنۍ ګرمې پېژندل شوې ښځې "نالیني" د اعدام سزا پر بند بدله کړه.
په ۲۰۱۴ کال کې بیا سترې محکمې اعلان وکړ چې دې قضیه کې نورو پر اعدام محکوم شویو کسانو سزا هم بند ته اړول شوې.