څېړنه: په ۲۰۱۹ کال کې ککړتيا له دوه میلیونو زيات هندیان وژلي

د خپرېدو وخت

د "لانسټ" ژورنال د یوې نوې څېړنې له مخې،‌ په هند کې په ۲۰۱۹ کال ککړتيا د څه باندې ۲،۳ میلیونه وګړو له وخته مخکې د مړینې لامل شوې ده.‌

یوازې کابو ۱٫۶ میلیون خلک د ککړې هوا له کبله مړه شوي او تر ۵۰۰،۰۰۰ ډېر نور بیا د ککړو اوبو له امله مړه شوي.

د ککړې هوا او روغتیا په باب د لانسټ جرګه‌ګۍ وروستی رپوټ په نړیواله کچه د نهو میلیونو وګړو - کابو شپږو کې یو- د مړینې پړه پر ککړې هوا وراچولې ده.

رپوټ وايي، هند چې خرابه هوا هر کال تر یو میلیون ډېر خلک وژني د ککړې هوا له کبله د مړینې برخه کې تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی.

د ککړې هوا له کبله تر وخت مخکې د مړینو په تړاو د ۲۰۱۵ کال د لانسټ یوه تازه شوي رپوټ کې ویل شوي، چې په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوالو ناروغیو او د خطرونو د عواملو له څېړنې راخیستل شوي معلومات ښيي، ککړه هوا "لاهم هر کال د کابو نهه میلیون وګړو د مړینې مسؤله ده".

په نړیواله کچه، ککړه هوا چاپېریال او کور- دواړو کې په ۲۰۱۹ کال د ۶٫۷ میلیون خلکو د مړینې مسؤله وه.

ککړې اوبه د ۱٫۴ میلیونه وګړو د مړینې او ککړتیا د نهه سوه زره له وخته مخکې مړینې سبب ګرځېدلې وه.

څېړنې موندلې چې تر ۹۰ سلنه ډېر د ککړې هوا اړوندې مړینې د ټیت‌ او منځنۍ کچې عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته شوې، چې هند یې د ۲٫۳۶ میلیون مړینو په لرلو په سر او چین د ۲٫۱ میلیون مړینو په درلودو په دویم کتار کې راځي.‌

رپوت وايي، هند هڅه کړې چې د پرادهان منتري اوجوالا په نامه پروګرام له لارې د هوا ککړتیا کنټرول کړي. دا پروګرام په ۲۰۱۶ کال کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پیل کړی و چې هدف یې له بېوزله کلیوالو ښځو سره د پخلي ګاز چمتو کولو کې مرسته کول وو، خو لاهم نیمګړتیاوې پر ځای پاتې دي.

څېړنه وايي: "هند د ککړې هوا د سرچینو وچولو لپاره ځینې هڅې پیل کړې داسې یو مرکزي سیستم نه شته چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کنټرول لپاره هڅې نتیجه ورکړي."

تېر کال د امریکا یوې څېړنډلې ویلي وو، د هند ګڼ ښارونه په ورځني ډول د ککړو نړیوالو ښارونو په نوملړ کې راغلي. د هند په شمال کې تر ۴۸۰ میلیون ډېر خلک په نړیواله کچه د شدیدې ډېرې ککړې هوا له ګواښ‌ سره مخامخ دي."

د تېرکال سپټمبر میاشت کې، د شیکاګو پوهنتون کې د انرژۍ او پالیسۍ انسټېټوټ شمېرو ښودلې وه که د پلازمېنې نوي ډیلي استوګن د روغتیا نړیوال سازمان لارښوونې عملي کړي نو لس کاله نور یې ژوند اوږدېدلی شي.