اوکرايين کې څومره روسي پوځيان وژل شوي؟

د خپرېدو وخت

په اوکرايين کې د جګړې له پيل راهيسې د بي بي سي کاري ډله د رسمي اعلانونو، د سيمه ييزو رسنيو رپوټونو او همدارانګه د ټولنيزو رسنيو او د روسي سرتېرو له خپلوانو سره د خبرو له لارې په دې هېواد کې د روسي پوځيانو د مرګژوبلې راپورونه پلټي او تائيدوي.

تر دې دمه د بي بي سي روسي خبري څانګې د ۲۳۳۶ تنه روسي پوځيانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. موږ توانېدلي يوو چې د دوی نومونه، رتبې او نظامي واحدونو چېرته چې دوی دنده ترسره کوله پيدا کړو.

د تلفاتو دا شمېر مارچ مياشت کې د روسيې د دفاع وزارت له خوا د خپرو شويو رسمي شمېرو نژدې دوه برابره ډېر دی.

داسې احتمال شته چې په اوکرايين کې د روسي پوځيانو د مړینې شمېره تر دې چې موږ ترلاسه کړې هم لوړه وي.

د ټولو تائيد شويو پوځي مړينو نژدې ۲۰ سلنه افسران دي. دا تناسب په تېرو دريو مياشتو کې په خپل حال پاتې دی. کارپوهان وايي روسي افسران په لومړي کرښه کې د اړيکو د دوامداره ستونزو له کبله له ډېر ګواښ سره مخ وي.

د شمېرو له مخې ۲۵ سلنه تلفات هوايي او سمندري ځواکونو ته اوښتي دي. دوی ډېری وخت د ټپيانو او د خوندي ايستلو لپاره عملیاتو کې برخه اخلي.

په تائيد شويو تلفاتو کې ډېری شمېر د روسيې د هغو سيمو دی چې لږ پرمختګ يې کړی او له اقتصادي پلوه کمزورې دي. له پلازمېنې مسکو يوازې د دريو کسانو مړينه تائيد شوې ده که څه هم دا ښار د هېواد د نفوس ۹ سلنه جوړوي.

اوکرايين چارواکي بیا ادعا کوي چې په دې جګړه کې شاوخوا ۲۷ زره روسي پوځيان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خارکیف ښاروال اېهور ټېخېیف بي بي سي ته ویلي چې روسي ځواکونه له دغه ښاره د روسیې د پولې په لور وتلې دي.

نوموړی وايي روسي ځواکونه یوازې د دغه ښار شمال ختیځ کې یو ځل ځینو کوچنیو سیمو ته ننوتي وو او هلته ډېر وخت نه دي پاتي شوي.

ښاغلی اېهور زیاتوي: "روسانو پرلپسې پر ښار ګزارونه کول، ځکه ښار ته ډېر نژدې وو. خو اوکرایین د دفاعي او امنیتي ځواکونو په هڅو، روسان له هغو سیمو ووتل. ښار اوس ارام دی او خلک بیرته راستنېږي."

په همدې حال کې د امریکا کې د پوځي چارو یو فکري بنسټ وايي داسې ښکاري چې اوکرایین د خارکيف جګړه ګټلې ده.‌

د جګړې مطالعاتو په نوم دې معتبره موسسې ویلي‌ روسي ځواکونه پر اوکرایین له یرغل راهیسې له پرله پسې هڅو سره سره د خارکیېف کلابندولو کې پاتې راغلي‌ او اوس داسې ښکاري چې له دې هڅو یې په بشپړ ډول لاس اخیستی دی.