شري لنکا کې کړکېچ؛ مخکیني لومړي وزیر سمندري اډې ته پناه وړې

د عکس سرچینه، EPA
په شري لنکا کې امنیتي ځواکونه په ټولو هېواد کې د تیارسۍ په حال کې دي او پر هغو کسانو د برید امر ورته شوی چې غلا غدۍ کوي.
په دغه هېواد کې له ګرځبندېز سره سره مظاهرې روانې دي او ځینو سیمو کې دوکانونو او عامه ځایونو ته اور اچول شوی دی.
کولمبو ته څېرمه د پخواني لومړي وزیر مهیندا راجاپاکسا د زوی د استوګنې سربېره ګڼ دوکانونه سوځول شوي دي.
مخکیني لومړي وزیر د دوشنبې پر ورځ له استعفا وروسته داسې مهال سمندري اډې ته پناه وړې چې د تېلو او خواړو د کمښت له امله د خلکو غوسه پارېدلې ده.
له دوشنبې راهېسې په ناکراریو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپي شوي دي.
دا کرکېچ هغه مهال پیل شو چې د حکومت ملاتړو پر احتجاج کونکو بریدونه کړي دي.
لاریونیان غواړي د پخواني لومړي وزیر کشر ورور ولسمشر ګوتابیا راجاپاکسا له دندې لرې کړل شي. د اپوزیسیون سیاستوال خبرداری ورکوي چې شونې ده دا تاوتریخوالی پوځ ته پلمه په لاسه ورکړي چې پر واګو منګولې ټېنګې کړي.
سړکونو کې زغره وال موټر او لوی شمېر سرتېري لېدل کېږي او همدې کار د خلکو ترمنځ داسې ګونګوسې خپرې کړي چې ښايي پوځ کودتا وکړي. خو پوځ بیا دا ردوي او وايي، داسې څه نه دي پلان شوي.
د دفاع وزیر کمال ګوناراتني یوې خبري غونډې ته وویل: "هېڅکله دا فکر مه کوئ چې موږ د واک نیولو هڅه کوو، پوځ داسې هیڅ اراده نه لري."
په شري لنکا کې لا څو اوونۍ وړاندې د رامنځته شوي ناوړه مالي وضعیت پر ضد احتجاجونه پیل شوي وو. له همدې امله د دې هېواد د پیسو ارزښت راکم شوی او دغه هېواد کې اوس خلک له خوراکي توکو، درملو او سون توکو له کمښت سره مخامخ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره شپه د پلازمېنې کولمبو په شمال کې سیالو ډلو په نیګومبو ښارګوټي کې دوکانونو ته اور ورته کړی و.
رپوټونه وايي، پارېدلو لاریونیانو له تاوتریخوالو په ډکو مظاهرو کې د سیاستوالو له ۵۰ ډېر کورونه سوځولي دي.
د ګرځبندیز له امله په ټول هېواد کې هټۍ، کاروبارونه او دفترونه تر پنجشنبې د درېیو ورځو لپاره وتړل شول.
له دې ټولو بندیزونو سره سره بیا هم احتجاج کوونکي خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي او ټینګار یې پر یې دا دی چې ولسمشر راجاپاکسا د ناسم اقتصادي وضعیت په کابو کولو کې پاتې راغلی او باید ژر ګوښه کړل شي.
ولسمشر راجاپاسکا وايي، له نورو سیاسي ګوندونو سره یې د یووالي حکومت پر جوړلو خبرې کړي دي.
خو اصلي اپوزیسون بیا وايي، تر هغې به د موقتې ادارې برخه نه شي، چې ولسمشر له واکه نه وي لېرې شوی. اوس روښانه نه ده چې کوم سیاسي ګوندونه به د داسې یوه حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.
لاریونیانو وروسته له هغه په شمال ختیځ کې د ترینکو مالي سمندري اډې مخې ته احتجاجونه پیل کړل، چې د ولسمشر د تېښتې رپوټونه خپاره شول.
رپوټونه دا هم وايي،چې ولسمشر مهیندا راجاپاکسا له کورنۍ سره یو ځای له خپلې استوګنې تښتېدلی. پوځ نن (چهارشنبه) ومنله چې نوموړي سمندري اډې ته پناه وړې.
د دفاع وزیر ویلي"مونږ د مهیندا د خوندیتوب لپاره هغه سمندري اډې ته وړی دی."
تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ښاغلی راجاپاکسا او د کورني نور کسان یې هند ته تښتېدلي دي چې دا اوازې بیا کولمبو کې د هند عالي کمېشنرۍ له لوري رد شوې.




















