تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یوې ښځې له یوه ډالره کم خیرات، د یو میلیون ډالرو بسپنې ټولېدو لامل شو
مصر کې یوه خیریه ټولنه (مرسل) چې ډېره مشهوره نه وه د یوې ځوانې بسپنه ورکوونکې له برکته انلاین کمپاین کې مالا مال شوه.
د مرستو دا څپه د روژې په وروستۍ ورځ یکشنبې پیل شوه چې ډېر مسلمانان اختر ته په چمتوالي بوخت وو.
په یادې خیریه ټولنې د پیسو څپه هغه مهال راغله چې یوې ځوانې ښځې پیغام ورته واستوه او لیکلي يې وو:"زه غواړم له وخته مخکې زیږېدولو ماشومانو پالنې لپاره تاسو ته مرسته واستوم خو پیسې نه لرم. زه د تلیفون یو کارډ لرم چې کارولی مې نه دی او غواړم هغه د بسپنې په ځای درته ډالۍ کړم."
ځوانې مرسته ورکوونکې مېرمنې لیکلي وو:"غواړم د تلیفون کارډ هغه لس عدیدیز کوډ درواستوم دا کارډ ۰،۴۳ ډالره بیه لري او له دې لارې کولی شئ بنسټ ته پیسې تر لاسه کړئ".
د نوموړې ټولنې بنسټ اېښودونکې حبا رشید سمدلاسه دا کارډ د انلاين له لارې بولۍ ته وړاندې کړ او له شرکتونو یې وغوښتل چې دې کمپاین کې ور سره مرسته وکړي.
له دې سره مرستې ورکولو زور واخیست او په یو ملي کمپاین بدل شو چې "په مصر کې د ترټولو ګرانبيه تليفون کارډ" په نامه هشټګ یې هم له ځان سره پيل کړ.
دا کمپاین هغه مهال چټک شو چې د مصر ووډافون شرکت ژمنه وکړه، د ورځې په پای کې به ټولې مرستې سره راټولې کړي.
داسې اټکل کېږی چې د دې کمپاین له لارې یوازې په یوه ورځ کې یو میلیون ډالر مرسته ټوله شوې وه.
اغلې رشید بي بي سي ته وویل:"د مرسل په بانکي حساب کې د پيسو په لیدو خوشحاله شوم او ما غوښتل چې مرسته کوونکې ځوانه مېرمن د خوښۍ احساس وکړي دې ته له پامه پرته چې څومره مرسته یې کړې ده."
نوموړې زياتوي، "زما تمه دا وه چې یوازې د څو زرو ډالرو مرسته به ټوله شي خو پایله یې حیرانوونکې وه."نوموړې په پام کې لري چې په دې پیسو له وخته مخکې زیږېدلو ماشومانو لپاره ۱۷ نوي ماشینونه وپېري او په ټول هېواد کې نوې څانګې پرانیزي.
یاد هېواد کې د ۲۰۲۰ کال شمېرو له مخې په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کې ۱۷ یې مړه شوي.
مرسل خیریه ټولنې نژدې د ۱۰۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.
مېرمن رشید چې د درملنې لپاره په تمه د بې وزلو لستونه جوړوي څو ورځې مخکې یې لیکلي وو چې د بسپنې ټولولو او د ناروغانو درملنه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان ده.
نوموړې خیریه ټولنه له هغو زرګونو مصریانو سره مرسته کوي چې د درملنې توان نه لري.
په مصر کې د ډېرو نورو خیریه ټولنو برعکس، یوازې مرسل بنسټ ټولنیزې رسنۍ کاروي چې خپل کار ته وده ورکړي او په اعلانونو پیسې نه لګوي.
مرسل بنسټ په پلازمېنه قاهره کې څلور دفترونه او یو په شمالي ښار الکساندریه کې لري او شاوخوا ۲۰۰ کسان په کې کار کوي.
نوموړې ټولنې د کورونا وبا په مهال د ناروغانو په درملنه کې مهم رول لوبولی و هغه مهال په دولتي روغتونونو کې د جدي پاملرنې لپاره د بسترونو موندل ګران کار و.
هغه مهال یادې ټولنې به د بې وزلو ناروغانو د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو سره قراردادونه کول او د ښاغلې رشید فېسبوک پاڼه به د بسپنې له آنلاین غوښتنو ډکه وه.
میلیونونه مصریان په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي دوی د روغتیایي چوپړونو ترلاسه کولو سره لاس او ګریوان وي. دوی نه شي کولی خصوصي روغتونونو کې خپلې درملنې وکړي.
د مېرمن رشید کمپاین له بریالیتوب سره سره د مصر چارواکي خپه کړي.
مصري چارواکو په انلاین بڼه د بسپنې ټولول او تمویل د اړونده چارواکو له رسمي اجازې پرته بند کړي دي.
مصر کې نادولتي موسسو (NGOs) پر وړاندې وروستیو کلونو کې سخت دریځ نیول شوی دی.
د نادولتي موسسو کارکوونکي په دې تورن دي چې د اخوان المسلمین له غورځنګ سره اړیکې لري او یا هم له هېواده بهر د مصر نوم ته زیان رسوي.
ځینې کسان حتی په بند محکوم شوي او همدارنګه د یوشمېر شتمنۍ ضبط شوې او یا د سفر بندیز پرې لګول شوی دی.
چارواکي وايي، دوی وېره لري چې له انلاین بسپنو ټولول څخه ترهګرې ډلې ګټه وانخلي.