د مصر ورک لرغونی اثر د سکاټلنډ پوهنتون سیګرټو ډبي کې وموندل شو

د خپرېدو وخت

د مصر یو لرغونی اثر، چې د لرغونتوب پېر یې ۵۰۰۰ کاله ښودل شوی او له اوږدې مودې راهیسې تری تم شوی و، سکاټلنډ ابرډین پوهنتون کې د سیګرټو په یوه ډبي کې موندل شوی او "خورا مهم" اثر بلل شوی دی.

دا اثر د ابریډین پوهنتون کارمنانو د لرغونو اثارو د بیا کتنې پرمهال موندلی دی.

دا اثر له کوچني لرګي جوړ شوی، چې ډېر مهم دی.

دا اثر لومړی ځل په ۱۸۷۲ کال یوه بریتانوي انجنیر واینمن ډیکسن د هرم د ننه شاهي خونه کې وموند.

دا اثر- چې باور کېږي د هرم په جوړولو کې به ګټه ترې اخیستل کېده - په ۱۹۴۶ کال ابرډین پوهنتون ته ورکړل شو، خو بیا وروسته تری تم شو.

د پوهنتون یوې کارمنې عبیر العداني دا اثر د اسیا اړوند اثارو د ټولګې ارزولو پرمهال وموند.

عبیر - چې مصرۍ ده او قاهره کې یې لس کاله مصري موزیم کې کار کړی- دا اثر یې له نورو اثارو سره اېښی دی.

"له نورو پټ کړل شوی"

عبیر وویل: "د مصر په اړه مې چې راجستر شویو شمېرو ته وکتل، سملاسي یې په ارزښت پوه شوم، همدا وو چې په غلطه ټولګه کې له نورو خلکو پټ اېښودل شوی و."

دا زیاتوي: "زه لرغونپوهه یم او د مصر کیندنو برخه کې مې کار کړی، خو دا مې نه اګېرله چې ګنې د سکاټلنډ شمال ختیځ کې به دلته زما د هېواد یو مهم اثر مومم".

"دا یوه کوچنۍ لرګینه ټوټه ده، چې اوس څو ټوټې شوې ده، خو ډېر زیات اهمیت لري؛ ځکه چې له دریو ټوټو جوړ دا لرغونی اثر د لوی هرم د ننه و او رایستل شوی دی".

انجنیر ډیکسن هرم کې دوه نورې لرغونې ټوټې هم موندلې دي، چې یو توپ او بل چنګک دی، چې دا مهال د بریتانیا موزیم کې دي، خو دغه لرګین توکی ورک شوی و.

عبیر وايي: "د پوهنتون لرغونتوکي ډېر دي، چې سلګونو زرګونو ټوټو ته رسېږي، نو لټون یې د وښو دلۍ کې د ستنې لټولو په شان دي."

"هېڅ د منلو نه وه چې پوه شوم د سیګرټو ډبي کې څه دي او شکل یې عادي ښکارېده."