اوکرايين کې د ازادۍ راډيو خبرياله وژل شوې

د خپرېدو وخت

د ازادۍ راډيو خبرياله ويرا هريچ د اوکرايين پلازمېنه کيېف کې د روسيې توغنديو بريد کې وژل شوې ده. ازادۍ راديو په يوه بيان کې تائيد کړې چې اغلې هريچ په خپله کوره کې وه چې راکټ يې د استوګنۍ پر ودانۍ ولګېد.

د ازادۍ راديو د اوکرايين برخې د راپور له مخې د نوموړې مړی سهار د يوې ودانۍ خځلو کې وموندل شو چې يوه شپه مخکې د روسيې توغندی پرې لګېدلی و.

خپرې شوې ويډيوګانې او انځورونه ښيي چې د ودانۍ ټيټ پوړونه سخت زيانمن شوي او په سيمه کې د موټر ښيښې هم ماتې شوې دي.

ويرا هريچ څلور کاله وړاندې له ازادۍ راډيو سره دنده پيل کړې وه او له دې وړاندې يې اوکرايين کې د يوه تلويزيون سره کار کاوه.

په اوکرايين کې د ازادۍ راديو مشر الکساندر ډيچينکو اغلې هريچ يوه هوښياره، مهربانه او ريښتنې مسلکي مېرمن ياده کړې ده.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، "يو په زړه پورې انسان له موږ تللی". ازادي راډيو د امریکا له خوا تمويل کېږي.

د دې خبر له خپرېدو وړاندې د پلازمېنې کيېف ښاروال ويلي وو چې پروني راکټي بريد وروسته يو جسد موندل شوی و.

د روسیې دفاع وزارت تاييد کړې چې پرون يې په اوکرايين کې پر هدفونو توغندي توغولي خو د استوګنې پر ودانۍ يې د بريد په اړه څه نه دي ويلي.