جاپان کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ ترلږه ۱۰ تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د جاپان ساحلي ساتونکي وايي، د دغه هېواد شمال د هوکايډو ټاپو کې د سيلانيانو د يوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږترلږه لس تنه وژل شوي دي.
دغه کښتۍ چې ۲۶ تنه په کې سپاره وو د شنبې په ورځ ځايي مهال ۱۳:۱۵ بجې د مرستې غوښتنه وکړه. د ساتونکو په وينا په سړو اوبو کې د ۱۶ نورو کسانو لټون دوام لري.
په مخکينیو راپورونو کې راغلي وو چې يو شمېر کسان له اوبو ایستل شوي خو لا نه ده روښانه چې ايا دغه لس کسان هم په کې شامل دي که نه.
داسې انګېرل کېږي دغې کښتۍ د شيرتوکو ټاپو ته چې د يونيسکو له خوا نړيوال ميراث بلل شوی سيلانيان لېږدول.
ساحلي ګارډ وايي د کښتۍ موندلو لپاره هڅې روانې دي، پولیس او پوځي الوتکې سيمې ته لېږدول شوې دي.
په دغه بېړۍ کې د ۲۶ مسافرو له ډلې دوه يې د عملې غړي او دوه يې ماشومان دي.
داسې وېره شته چې سړه هوا به د لاردکه شویو کسانو لپاره حالت نور هم ناوړه کړي. ويل کېږي د شپې مهال په دې سيمه کې د تودوخې کچه صفر ته راښکته کېږي.















