هند کې غلو څنګه یو بشپړ پل غلا کړ؟

د خپرېدو وخت

د هند په بهار ایالت کې پولیسو اته کسان د یوه اوسپنیز پله د غلا په تور نیولي دي چې د کباړ په توګه یې پلوره.

پلازمېنه ډيلي کې د بي بي سي خبریالې ګیتا پانډي له پولیسو، سیمه ییزو خبریالانو او کلیوالو سره په دې اړه خبرې کړې او د غلا کیسه یې دا ډول را سپړلې:

څنګه کېدلی شی دومره لوی پل غلا شي؟

د تېرې اونۍ یو سهار، څلور یا پنځه سړي چې ځینې یې د دولت د اوبو لګولو ریاست څخه وو ساسارام ښار ته نږدې د امیاوار په کلي کې د ځمکې د کېندلو او د اوسپنې پرې کولو له وسایلو سره لیدل شوي وو، چې ځای کلیوال ورته خوشحاله وو.

دوی فکر کاوه چې حکومت د دوی په غوښتنه هغه زوړ او بې کاره پل لېرې کوي.

دا کسان درې ورځې د سهار ۷ بجې سیمې ته ورتلل او تر ماښامه به یې د پله اوسپنې پرې کولې او مټې به یې له ځمکې راکښلې.

غلو په کرارۍ ټولې ټوټه شوې اوسپنې په موټر کې بار کړې او د یوه کباړي په زېرمتون کې یې ځای په ځای کړې دي.

ځايي خبریال جتندر سینګ، چې له پله ۲۰۰ متره لېرې اوسي، بي بي سي ته وویل، "هیچا شک نه کاوه چې دا به غله وي."

هغه زياته کړه: "زه هر سهار د قدم وهلو لپاره راوځم، ما تېره اونۍ دا سړي په کار اخته ولیدل او نورو کلیوالو هم لیدلي وو."

داسې ادعا کېږي چې دې غلو کې د اوبو لګولو ریاست یو قراردادي کارکوونکی هم و چې هر چا ته به یې ویل، دا کار په رسمي ډول د حکومت لخوا کېږي.

د پولیسو لوړپوړي چارواکي اشیش بهارتي چې د تحقیقاتو مشري کوي بي بي سي ته وویل، دا کس هم د هغو اتو کسانو په ډله کې دی چې نیول شوي دي.

"د اوبولګولو ریاست چارواکی رادې شیام سنګ، د هغه موټر مالک چې اوسپنه یې لېږدولې او د کباړ خانې مالک هم نیول شوی دی. "

ښاغلي بهارتي وویل:"موږ لږترلږه د څلور نورو کسانو په لټه کې یوو."

'په رڼا ورځ غلا'

دا پل له ۲۰۰۰ م کال وروسته چې پر ځای یې د کانکریټ پل جوړ شو چا ورنه ګټه نه اخیسته.

کلیوال شیلندر سینګ وايي، دا پل د جوړیدو نه و.

هغه وويل:"د کلونو په تېرېدو، په پل کې ټول کارول شوي لرګي مات شوي وو او اوسپنې يې زنګ وهلې وې. غلو د فلزاتو ټوټې غلا کړې وې، چې بل ځای کار ترې واخلي یا د کباړ په ډول یې د څو روپیو په بدل کې وپېري.

جتیندر سینګ وايي، له غلا څو ورځې مخکې د کلي مشر چارواکو ته لیکل شوې عریضه استولې وه چې دا پل لېرې کړي، ځکه چې روغتیا ته یې ستونزې جوړولې.

دی وايي، ډېر وخت دلته چې اوبه د حیواناتو او یا ان د انسانانو جسدونه راوړي له دې پله سره بندیږي او بوی کوي چې دا روغتیا ته زیان لري.

غله څنګه ونیول شول؟

پون کمار، چې ګاونډي کلي کې ژوند کوي، د اپریل پر پنځمه د پل له ویجاړېدو خبر شو.

"ما هڅه وکړه چې د اوبو لګولو ریاست چارواکي رادې شیام سینګ ته زنګ ووهم، خو کله چې هغه ځواب را نه کړ، ما یو لوړ پوړي چارواکي ته زنګ وواهه چې وپوښتم ، ولې دوی ټولې قانوني لارې نه دي عملي کړې. تمه دا ده چې باید داوطلبي شوې وای او تر ټولو ټیټ بیه داوطلب ته دا کار سپارل شوی وای."

چارواکي ورته ځواب کې ویلي و، چې دوی د پل د ورانولو لپاره هیڅ کوم یو کس نه دی استولی.

له دې وروسته پولیسو ته شکایت وشو او پلټنې پیل شوې.