د چارلس ډاروین غلا شوې کتابچې له ۲۲ کلونو وروسته وموندل شوې

د عکس سرچینه، CAMBRIDGE UNIVERSITY LIBRARY
د چارلس ډاروين دوه کتابچې چې خپل یادښتونه یې پکې خوندي کړي وو، له ۲۲ کلونو وروسته په پټه د کمبرېج پوهنتون ته وروړل شوي دي.
ویل کیږي دا کتابچې په ګلابي کڅوړو کې د یاد پوهنتون په کتابتون کې لېدل شوي.
د چرمي پوښ دا کتابچې میلیونونه ډالره ارزښت لري چې د یوه ساینس پوه د "د انسان د ودې؛ طرحه پکې پرته ده.
دا کتابچې وروسته له هغې وموندل شوې چې ۱۵میاشتې وړاندې یې بي بي سي په لومړي ځل يې پر ورکېدو رپوټونه خپاره کړل، بیا یې کتابتون د بیا موندلو لپاره په ټوله نړۍ کې پلټنې پیل کړې.
د پوهنتون د کتابخونې مشره جسیکا ګارډنر وايي"د خوښۍ احساس کوم."
جسیکا د خبرو پر مهال موسکېږي، او نه شي کولای خپل احساسات کنټرول کړي. وايي کتابچې روغې جوړې دي او په کور کې دي.
هغه وايي "چا چې دغه کتابچې بېرته ور وړي دي، واقعا لوی انسان دی، دا کتابچې په مرموز ډول آبي رنګ کوتي يا ډبي کې اېښودل شوې وې او ګلابي رنګه کڅوړه کې اچول شوې وې".
ډاګټرې ګارډنر د مارچ په نهمه په لومړي ځل د کڅوړې د بیا موندلو په تړاو ویلي: " زه لړزېدم خو محتاطه وم او تر هغې مو چې کڅوړه نه وه خلاصه کړې، سل سلنه نه وم ډاډه چې کتابچې دې وي"
د کتابچې تر موندل کېدو وروسته د پولیسو پلټنو پنځه ورځې وخت ونیوو چې ثابته کړي آیا دا کتابچې په رېښتیا هم هغمه کتابچې دي که نه.
ډاکټره ګارډنر وايي، "اوښکې مې بهېږي او باور مې نه راځي چې دا دې په رېښتیا بېرته موندل شوي وي"
د دې کتابچې مخینه د ۱۸۳۰ کال هغه مهال ته رسېږي چې ډاروین د ګالپوس له ټاپو څخه راستون شو. هغه د کتابچې په یوه پاڼه کې د ونې انځور رسم کړی و چې په مرسته یې وکړای شول د ودې تیوري ولیکي، او دا تیوري شل کاله وروسته د نړۍ تر ټولو بنسټیزه او بشپړه تیوري شوه.

د عکس سرچینه، CAMBRIDGE UNIVERSITY LIBRARY
د کېمبرج پوهنتون یوه تقاعد شوي پروفیسر ویلي، "دا د ساینس په تاریخ کې خورا اړین او پام وړ اسناد دي"
کتابچې څنګه ورکې شوې؟
له دوه میاشتې څېړنو وروسته معلومه شوه چې کتابچې ورکې شوي دي. په پیل کې د کتابتون چارواکو فکر کاوه ښايي تېروتنه کې د کتابتون په غلط ځای کې چې لږ تر لږه ۱۰ میلیونه کتابونه لري اېښودل شوي وي. خو له پرله پسې لټولو سره سره بیا هم کتابچې و نه موندل شوې.
په ۲۰۲۰ کال کې ډاکټر ګارډنر دې پایلې ته ورسېده چې ښايي غلا شوې وي، هغه پولیسو ته زنګ وواهه او انټرپول [نړیوالو پولیسو] ته یې خبر ورکړ.
پروفیسر سکورډ یو له هغو اکاډمیکو متخصصینو څخه وو چې د بېرته موندل شویو اسنادو بیا کتنه یې کوله. د کتابچو له موندلو وروسته هغه دې پایلې ته ورسېد چې موندل شوي کتابچې اصلي دي.

د عکس سرچینه، CAMBRIDGE UNIVERSITY LIBRARY
ډاکټره ګارډنر زیاتوي چې کتابچې ښې ساتل شوي دي، ټولې پاڼې یې بشپړې او پر خپل ځای پاتې دي"
کتابچې اوسمهال د کتابتون په خوندې ځای کې دي او ټاکل شوې چې جولای میاشت کې د ډاروین په نامه وړیا نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
خو پوښتنې یې په تړاو زیاتې دي چې دا کتابچه چا وړې وې؟ او بېرته څنګه راوړل شوې؟
ښايي د څار کمرو یو څه ثبت کړي وي. خو د کتابتون دننه امنیتي کمرې نشته.
ډاکټره ګارډنر ویلي"مونږ سي سي ټي وي یا د څار کمرې پولیسو ته وسپارلې، دا هغه څه دي چې دوی پرې پلټنې کولای شي"
د کمبریج شايېر پولیسو ویلي" زمونږ څېړنې لا هم بشپړې نه دي او لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده، هر هغه څوک چې د قضیې په تړاو معلومات لري مونږ سره دې اړیکه کې شي"




















