تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان د تحریک انصاف واکمني: د عمران خان حکومت ناکامۍ او بریاوې
- Author, زبیر اعظم
- دنده, بي بي سي اردو ډاټ کام، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې د تحریک انصاف مشر عمران خان د پاکستان د دوویشتم لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. ښايي هغه ورځ به د هېچا په خیال او ګومان کې هم نه وو چې شاوخوا درې نیم کاله وروسته به هماغه خلک د ده پر ضد د نه باور رایه کاروي چې هغه مهال یې دی واک ته رسولی و او دغه لومړی وزیر به اړ کېږي چې له حکومته لاس په سر شي.
هغه وخت د ډېرو پاکستانیانو هیلې وې چې د لومړي وزیر په توګه واک ته له رسېدو سره به عمران خان پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړي چې له مخې به یې پاکستان کې فساد ختم شي، بهر ته د فساد له لارې وړل شوې شتمنۍ به بېرته راستنې کړي، د نړېوالو پورونه به کم شي، په ادارو په ځانګړي ډول د پولیسو په برخه کې به سمون راشي، د لومړي وزیر کور به په یوه پوهنتون واوړي، لس میلیونه خلکو ته به کار روزګار پيدا شي، پنځه میلیونه هستوګنیز کورونه به جوړ شي او په هېواد کې به د اقتصادي پرمختګ یو نوی څپرکی پېل شي.
خو دا ژمنې پوره نه شوې او پخپله عمران خان او د ده د کابینې ځينو وزیرانو هم په ځلونو دا منلې ده چې تر ټاکنو مخکې پر خپلو کړیو ژمنو یې عمل نه دی کړی او بېلا بېل لاملونه یې هم په ګوته کړي دي.
په ټوله کې د لومړي وزیر عمران خان حکومت څنګه و او دی به د څه له کبله د خلکو په یاد پاتې شي؟ بي بي سي د دې ځواب موندلو لپاره د ځينو کارپوهانو په مرسته د عمران خان د درې نیم کلن حکومت ارزونه کړې ده.
ماتې یا ناکامۍ:
حساب کول
په ۲۰۱۸ کې تر ټولټاکنو وړاندې د تحریک انصاف یو مهم شعار 'حساب کول' وو. واک ته له رسېدو سره سم قامي اسمبلۍ ته پخپلې لومړنۍ وینا کې لومړي وزیر عمران خان وویل، له هغو کسانو سره به سم حساب وشي چې هېواد یې لوټلی دی. خو پر دې ژمنې عمل کول جنجالي او د سیاست ښکار وګرځېد. کله چې د دوی د نیولو او دوسیو بهیر پيل شو نو په مقابل کې یې اپوزیسیون په ده تورونه ولګول خو په ټوله کې دغو دوسیو کومه خاص پایله ونه لرله.
پخپله عمران خان هم په دې برخه کې خپله ناکامي ومنله خو په یوه مرکه کې یې وویل چې، 'دوی (اپوزیسیون) پرې نښودلو چې پر دوسیو سم کار وشي. کله به محکمې ته نه حاضرېدل او کله به یې په ملا درد شو.'
خو بل پلو د اپوزیسیون مشر شهباز شریف ویل چې، 'د حساب کولو خبره هسې د خلکو د غولولو لپاره وه، کنه نو یوه دوسیه راوښيئ چې کومې پایلې ته رسېدلې وي. دوی هسې زموږ پر ضد کمیسونونه جوړول. پایله یې څه شوه؟ دوی په موږ پسې تر لندن او خدایزده کومو ځایونو ته ورسېدل خو هېڅ شی یې ونه موندل'.
خبریالې عارفې نور بي بي سي ته وویل چې د انصاف ګوند د حساب کولو په ژمنه کې سخته ماتې وخوړه، که څه هم تمه همداسې کېدله. د دې په خبره، په تېر کې هم له نورو سره د حساب کولو مسئله د یوې سیاسي وسلې په توګه کارول شوې او د تحریک انصاف دورې هم له هغو وختونو سره کوم خاص توپیر نه درلود.
شنونکی مشرف زیدي بیا وايي چې د حساب کولو په قضیه کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په پاکستان کې فساد نه دی کم شوی. د ده په حکومت کې د فساد په ځینو قضیو کې له ښکېلو کسانو سره هېڅ ډول حساب ونشو.
اقتصاد:
د لومړي وزیر عمران خان حکومت ته تر ټولو ستره ننګونه د پاکستان اقتصاد و. ده غورې کړې وې چې د دغه هېواد اقتصاد به بالکل بدل کړي، د پېسو نړېوال صندوق به لاس ونه نیسي، پورونه به کم کړي، ارزاني به راولي خو دا ډېرې ستونزمنې ژمنې وې.
د ده په حکومت کې کلداره د ریکاډ په کچه راولوېده، د توکو بیې لوړې شوې، پورونه زیات شول، پاکستان له بېلابېلو نورو اقتصادي ننګونو سره مخ شو او درې ځلې د خزانې وزیر بدل شو.
عمران خان به ویل چې اقتصادي حالت ښه شوی و خو کورونا راغله او په نړېواله کچه یې له ځانه سره اقتصادي ستونزې راوړې او بیې یې لوړې کړې.
ښاغلي خان له یوه کورني تلویزون سره په مرکه کې د خپل حکومت د اقتصادي پالیسۍ په ننګه ویلي وو چې، 'د بیو لوړېدل یوه نړېواله ستونزه ده، شهباز شریف که راشي نو څه به وکړي؟ په ټوله سیمه کې تر ټولو ارزانه پېټرول موږ خرڅوو. موږ د ریکاډ په کچه مالیه راټوله کړه. د صادراتو او د حوالې د راټولو له پلوه تر ټولو ډېرې پیسې زموږ په دوره کې راټولې شوې دي'.
بل لور ته حکومت دا دعوه هم کړې چې د واک پر مهال یې د ریکاډ په کچه ډېرو خلکو ته کار روزګار ورکړی دی. د پاکستان د احصایې ادارې د کاري ځواک د یوې سروې له مخې په تېرو دریو کلونو کې تر پنځو میلیونو ډېرو خلکو ته دندې ورکړل شوې دي چې هر کال اتلس سوه زره وظیفې کېږي.
خو خبریال تنویر ملک وايي چې د پاکستان د خزانې پخواني وزیر ډاکټر حفیظ پاشا دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي ، 'اوس چې حکومت پای ته په رسېدو دی نو دا ډول ادعا د سیاسي ګټنې لپاره شاید شوې وي خو که حقیقت ووایو نو داسې څه نه وو'.
اقتصاد پوه ډاکټر قیصر بنګالي بي بي سي سره په خبرو کې په دې اړه وویل، 'داسې نه ده چې په تېرو حکومتونو کې وضعیت ډېر ښه و، که هغه د خسارې خبره وي او که د پورونو، خو د عمران خان په حکومت کې دا برخه په چټکۍ سره خرابه شوه'.
ښاغلی بنګالي د پورونو یا قرضو په اړه وايي چې تحریک انصاف د تېر هر حکومت پرتله ډېر پورونه واخيستل. 'دا د دوی مجبوري هم وه، ځکه چې د پخوانیو پورونو د پرې کولو لپاره یې باید نوې قرضې اخیستې وای. اوس به نوی حکومت تر ده هم ډېر پورونه وکړي، ځکه چې ښکاري دغسې پرېکړه شوې ده چې دغه هېواد په قرضو چلېږي'.
سیاسي معاملې:
په یوه کمزوري حکومت کې له ځان سره د متحدانو په ساتلو کې ناکامي، د پنجاب لپاره د مشر وزیر په توګه د عثمان بزدار ټاکل، د جهانګیر ترین او علیم خان مرورتوب، د کابينې او ایالتي وزیرانو خپل منځي اختلافونه او له اپوزیسیون سره د جګړې مورچل ته د ختلو له کبله په قانون جوړونه کې ستونزې ځینې هغه سیاسي معاملې دي چې د لومړي وزیر عمران خان حکومت یې له ننګونو سره مخ کړ.
خبریال فهد حسین بي بي سي ته د تحریک انصاف د ناکامیو په اړه خبرو کې وویل، 'په انصاف ګوند کې ټول په دې ښه خبر وو چې له پوځ او ستخباراتي ادارو سره ښې اړیکې تر ټولو مهم اصل دی، خو ده دغه اړیکه سمه ونشوه پاللی'.
د ښاغلي حسین په خبره، یوه بله ستونزه له اپوزیسیون سره د اړیکو خرابوالی و او درېیمه معامله د پنجاب لپاره د عثمان بزدار ټاکل وو. دی وايي، چې د انصاف ګوند د ماتې یو بل لوی لامل د یوه کمزوري ټيم یا کابینې ټاکل وو.
د فهد حسین په وینا، داسې ښکاري چې د عمران خان کابینه تر ټولو ضعیفه کابینه وه، لکه ډاکټر فیصل سلطان او ثانیه نشتر نه پرته ډېری وزیران یې د هغو کارونو ارزښت او پوهه نه درلودله چې ورسپارل شوي وو.
ښاغلی حسین زیاتوي، د انصاف ګوند د بدګڼو د بیان په برخه کې د ویاندانو یو بسته پوځ جوړ شوی و چې د ده د حکومت د لاس ته راوړنو پر ځای به یې د اپوزیسیون پر فعالیت تمرکز ډېر کاوه.
بهرنۍ پالیسي:
د لومړي وزیر عمران خان د حکومت دوره له دغه اعلان سره پيل شوه چې ویې ویل، د هند او امریکا په ګډون د نړۍ له غونډو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړول غواړي. خو د حکومت د پای په شېبو کې یې پر امریکا تور پورې کړې چې ګواکې د ده د حکومت د پرځولو هڅه کوي.
د تحریک انصاف د واک په لومړیو کې عمران خان په بهرني سټېج باندې ښه وځلېد. د ۲۰۱۹ په پېل کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او د مالیزیا لومړی وزیر ډاکټر مهاتیر پاکستان ته سفر وکړ.
په همدغه کال عمران خان امریکا ته لاړ او د هغه مهال له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره یې په لیدنه کې هغه ته د کشمیر په مسئله کې د درېيم ګړي په توګه د رول لوبولو وړاندیز وکړ. د افغانستان په قضیه کې که څه هم امریکا پاکستان منزوي کړی و، خو ده د اړیکو د جوړولو لپاره مهم رول ولوباوه.
خو بل لور ته، کله چې په هند کې د لومړي وزیر په توګه د نرېندرا موډي تر ټاکلو مخکې هند د کشمیر ځانګړی امتیاز ختم کړ، نو له هند سره د عمران خان د ښو اړیکو هیلې هم له منځه لاړې. د دواړو هېوادونو تر منځ د مینې دغه سوړ تار پر پلوامه او بالاکوټ باندې د هند تر هوايي برید او ورپسې د پاکستان د ځوابي برید په پایله کې د هندۍ الوتکې له رانسکورولو سره لا وځپل شو او خپلمنځۍ ناندرۍ روانې پاتې شوې او اړیکې چندان ښې نه شوې.
د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې اپوزیسیون حکومت له چین، سعودي عربستان او امریکا سره د اړیکو پر خرابولي تورن کړ. که یو خوا ځینو دا مسئله راپورته کړه چې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن له ټاکل کېدو وروسته یې عمران خان ته یو زنګ هم نه دی کړی نو بلخوا پخپله لومړي وزیر پر امریکا تور پورې کړ چې ګواکې د ده د حکومت د پرځولو هڅه کوي، دې کیسې دا اړیکې لا خرابې کړې.
د شنونکي مشرف زيدي په اند، د پاکستان حکومت بهرنۍ پالیسي د عمران خان په وخت کې هم هماغه د پخوا غوندې وه چې له مخې یې د پاکستان ګټو ته په کتو له ټولو سره باید ښې اړیکې وساتل او توازن ته هم پام وشي. یاني چین سره د نژدې اړیکو پاللو تر څنګ باید امریکا سره هم اړیکې ښې شي او روسیې سره هم په دوه اړخیزو اړیکو کې پرمختګ وشي.
خو د مشرف زيدي په خبره، د تحریکی انصاف ځينو وزیرانو د بېلا بېلو هېوادونو په اړه ځينې داسې بیانونه ورکړل چې دا اړیکې یې اغېزمنې کړې.
رسنۍ او بندیزونه:
د رسنیو په برخه کې د انصاف ګوند حکومت ناندریز و. کله پر خواله رسنیو د ځينو کرکجنو خبریالانو نوملړونه لاس په لاس شول او کله بیا پر یو شمېر خبریالانو په انلاین بڼه بېلا بېل تورونه پورې او دوی وځورول شول. د بیان پر ازادۍ د بندیز په هڅه کې تحریک انصاف د ځينو داسې قوانینو د پلي کولو هڅه وکړه چې په کورنۍ او نړېواله کچه د خبریالانو ټولنو له توند غبرګون او نيوکو سره مخ شو.
خبریاله عنبر شمسي بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د انصاف ګوند په حکومت کې پر رسنیو ځینې داسې بندیزونه ولګول شول چې د پرویز مشرف حکومت په ګډون په تېر هېڅ حکومت کې هم نه وو لګول شوي. له همدې کبله د رسنیو د څار نړېوالو ادارو هم اندېښنه څرګنده کړه چې په پاکستان کې د رسنیو ازادي کمه شوې ده.
د اغلې شمسي په خبره، 'د دغه حکومت په دوره کې ځینې هغه خبریالان هم له رسنیو ورو ورو وویستل شول چې د حکومت نقدونکي بلل کېدل. لکه حامد میر او طلعت. زه پخپله هم د همدې چلند ښکار شوم. ځینو خبریالانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وشو. لکه پر مطیع الله جان، ابصار عالم او اسد علي د همداسې خبریالانو له ډلې دي. د پټو کامرو تصویرونه هم وو خو د هېڅ تورن یا مجرم په اړه قضیه کومې پایلې ته ونه رسېدله'.
عنبر شمسي همدا راز وايي، که څه هم عمران خان په ځلونو ویلي چې پاکستان کې رسنۍ تر برتانیا هم ډېرې ازادې او خپلواکې دي خو د ده د حکومت پر مهال د دې اپوټه مثالونه موږ ولیدل. 'د عمران خان حکومت پر خواله رسنیو د بندیز او یا کنټرولولو او د دې لپاره یې د تنظیم ادارې د رامنځ ته کولو هڅه وکړه چې له مخالفت سره مخ شو او بریالی نشو'.
بریاوې:
کورونا وبا، د حکومت تګلاره او پر اقتصاد یې اغېز
کله چې کورونا وبا د نړۍ په څېر پاکستان هم پخپلو منګولو کې ور واخيست نو دا پوښتنه پيدا شوه چې له دې وبا سره به د مبارزې ښه لار به څه وي؟ په پيل کې پاکستان د ټولبندیز لار خپله کړه خو لومړي وزیر عمران خان د هېواد اقتصاد ته د ورپېښو ننګونو له کبله د یوه اوږده مهاله ټولبندیز پر ځای ورو ورو خو احتیاطي لارو چارو ته په کتو ځینو ادارو ته د فعالیت اجازه ورکړه.
دا چې دا ګام څومره ګټور و، ډېرې څېړنې ته اړتیا ده خو د پاکستان اقتصاد ته د ځینو ورپېښو ستونزو په حل کې یې ګټه وکړه.
کله چې په هند او بنګله دېش کې د ټولبندیز له کبله له چینه د نساجي صادرات بند شول نو بهرنیو سوداګرو پاکستان ته مخه کړه.
د خبریال تنویر ملک په وینا، د نساجي په برخه کې له پاکستانه د سوداګرو غوښته یا تقاضا دومره ډېره شوه چې په ۲۰۲۰ کې د نساجي صادرات له ۴.۵ میلیارد ډالرو واوښتل. له همدې کبله په هېواد کې د صادراتو کچه په ټولییز ډول لوړه شوه او ورسره جوخت خلکو ته د کار روزګار برابرېدو فرصتونه هم ډېر شول.
که پرتلنه وشي نو د هند په نسبت پاکستان کې د کورونا له کبله د مثبتو پېښو او مړینې کچه کمه وه. د شمېرو له مخې په هند کې ۴۰ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې او پنځه نیم سوه زره کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي خو په پاکستان کې پنځلس سوه زره مثبتې او دېرش زره د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
د تحریک انصاف غړی او د روغتیا وزارت پخوانی مرستیال ډاکټر ظفر مرزا بي بي سي ته وویل چې د کورونا پر وړاندې د حکومت مبارزه یو بری او لاس ته راوړنه وه. خو اصلي لامل یې دا و چې په پاکستان کې دا وبا هغومره خطرناکه نه وه لکه په اروپا او امریکا کې چې وه. دی دا بری له دې کبله هم بولي چې د ایالتي او مرکزي حکومتي ادارو تر منځ ډېره ښه همغږي وه.
د ښاغلي مرزا په خبره، 'د روغتیا نړېوال سازمان هم په هغو اوو هېوادونو کې د پاکستان نوم هم یاد کړی چې د دې وبا د مخنیوي په برخه کې یې ښه کار کړی دی'.
د روغتیا کارت:
انصاف ګوند یا تحریک انصاف په ۲۰۱۶ کې په خیبر پښتونخوا کې د روغتیا کارت وېشل پيل کړل. د دغه کارت په مرسته هغه ښاریان په وړیا ډول له روغتیايي اسانتیاوو برخمن کېدل چې د بېوزلۍ له کبله یې روغتونونو ته له تګه ډډه کوله. او کله چې عمران خان لومړی وزیر شو نو دا بهیر یې لا پراخ کړ او اتیا میلیونه وګړو ته یې د دغو کارتونو د ورکولو اعلان وکړ.
ډاکټر ظفر مرزا هم وايي چې د روغتیا کارت یو ډېر ګټور بهیر و او په ځانګړي ډول یې هغو بې وزله خلکو ته ډېره ګټه ورسېده چې له مالي ستونزو سره مخ دي خو په خبره یې، دا پروګرام ځينې ستونزې راولاړې کړې دي، 'ځینو روغتونونو کې ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده، او د دغه بهیر لپاره چې څومره پیسې په کار دي، د هغوی پوره کول هم یوه ننګونه ده نو ښه به دا وای چې دا پروګرام یوازې تر مستحقو خلکو محدود ساتل شوی وای'.
هستوګنه:
واک ته له رسېدو سره لومړي وزیر عمران خان ژمنه کړې وه، هغو خلکو ته به ارزانه کورونه ورکړي چې ګټه وټه یې کمه ده. د دې لپاره د 'نوي پاکستان هستوګنیزې ادارې' په نوم یوه اداره جوړه شوه او په لومړي پړاو کې یې په اوو ښارونو کې د هستوګنیزو ودانیو جوړول پيل کړل.
حکومت خلکو ته د کور پېرلو لپاره په اسانه شرطونو د پور اخیستنې زمینه برابره کړه چې له دوو میلیونو تر لس میلیونو کلدارو پورې قرضه یې اخیستلی شوه.
د یوه پخواني چارواکي اباد عارف جېوا په خبره، د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د دغه هستوګنیز پروګرام له برکته ودانیز سکتور ته ډېره ګټه ورسېږي. 'څومره پروژې چې په تېرو دوو کلونو کې پېل شوې، د پاکستان په ټول تاریخ کې نه وې جوړې شوې. په ځانګړي ډول په اسلام اباد او لاهور کې'.
خو دی وايي، 'د کورونا وبا له کبله د سټیل او سیمټو په ګډون هر څه ډېر قیمته شول او د یوه کور د جوړولو لګښت له اویا تر اتیا سلنه لوړه شوه، چې دا د یوه عام وګړي له وسه پورته خبره ده. بهر مېشتو پاکستانیانو په دې برخه کې ډېره پانګونه وکړه. وکتل شي چې راتلونکی حکومت څه کوي، ځکه چې له تېرو اتو، لسو میاشتو راهیسې دا چارې په ټپه ولاړې دي'.