تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند هریانا کې د درېیو ماشومو ناوو خوبونه
د عکاسۍ خبریال روهین کور د هند له شمالي ایالت هریانا نه د هغو درېیو ماشومو ناوو کیسې را اخیستې چې له خورا ننګونو سره د زدکړو او کار خوبونه ویني.
پرینکا، میناکشي او شیواني په دامداما سیمه کې لویې شوې دي.
سره له دې چې سیمه یې د هند له پلازمېنې ډیلي نه ډېره لرې هم نه ده، خو د دوی په کور او کلي کې لوی کاروبار بزګري ده.
دا درې واړه له ماشومتوبه خورلڼې دي او شاوخوا ۱۶ کاله عمر لري.
همدوی، وړې ناوې ګانې دي چې یوې یې آن په ۱۰ کلنۍ کې واده کړی دی.
په هند کې له ۱۸ کلنۍ د کم عمره نجونو واده کول د قانون خلاف دي خو دا عمل لا هم د هېواد په ډېرو برخو کې د بې وزلۍ له امله کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف په وینا، هند په نړۍ کې د ماشومو ناوو تر ټولو لوی کور دی.
د دوی رسمي شمېرې ښيي هند کې هر کال لږ تر لږه یو عشاریه پنځه میلیونه نجونې له ۱۸ کلونو کم عمر کې ودېږي.
تېر کال حکومت پارلمان ته داسې لایحه وړاندې کړه چې د واده عمر په کې لږ تر لږه ۲۱ کاله ښودل شوی خو پارلمان لا نه دی تصویب کړی.
'ما د واده په زولنو مه تړه'
پرینکا لس کلنه وه چې کورنۍ یې واده کړه، اوس اوه کاله وروسته، هغه په ۱۱ ټولګي کې ده، او لاهم د خپل مور او پلار په کور کې ژوند کوي.
هغې ته ویل شوي چې باید له خپل میړه سره ژوند وکړي خو چې کله یې مېړه دنده ترلاسه کړي.
دمګړۍ مېړه یې په پولیسو کې د شامیلیدو لپاره ازموینې ته چمتوالی نیسي.
پرینکا ډاریږي او خپلې اندیښنې د يادښت په کتابچه کې ځان سره پټې لیکي.
هغې لیکلي : "ما د واده په زولنو مه تړئ، زه ډیره ځوانه یم ... زه نه غواړم د خپلې خواښې کور ته لاړه شم.پرینکا وايي، هغه ډېره تکړه زده کوونکې نه ده او غواړي د خپل ورور د سینګارتون په کارونو کې ورسره مرسته وکړي.
له دې کار سره یې تمه دا ده چې وکولی شي خپل پلار کور کې یوڅه نوره موده هم پاتې شي.پرینګا هڅه کوي ښه ژوند ځان ته جوړ کړي.
'تر هغه مو چې خوبونه نه وي پوره شوي، باید واده ونه کړو'
پروسږکال، کله چې میناکشي ۱۱ ام ټولګي کې داخله شوه، هغه په ساینس کې لومړۍ نومبر راغله او له خوښۍ په جامو کې نه ځاېده.
په دې وخت کې د کورونا اوبا خپره شوه او د نړۍ چارې یې بدلې کړې.
ډېرو انسانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې ځینې کارونه په ټپه ودرېدل او په دې کې پلرونه دخپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن شول.
دې حالاتو کې د میناکشي یو شمېر ټولګیوالو ودونه وکړل خو دې غوښتل یو څه صبر وکړي.
میناکشي ویل، زده د واده په کره عمر نه پوهېږم خو تر هغه چې زمونږ خوبونه نه وي پوره شوي مونږ باید واده ونه کړو.
له دې سره یې خوبونو ملتیا ونه کړه او د روان کال د فبروري په پنځمه یې واده وکړ.
په لاسونه یې لا هم د نکریزو نښې ښکاري، کله چې په موبایل یې د ۱۶ کلن خاوند پیغام راځي او دا ځواب ورته لیکي نو سرو بنګړیو شرنګهار یې پورته کېږي.
خاوند یې هم زده کړې کوي ځکه نو دې ته هم اجازه ورکړلی شوې تر هغه چې د پلار کور کې ده ښوونځي ته لاړه شي.'په بانک کې د کار کولو خوبونه'
شیواني چې کله د زدکړو په اړه خبرې کوي، له زدکړو سره مینه او لیوالتیا یې په مخ له ورایه ښکاري.
زده کړې او له هغه وروسته په بانک کې کار کول د شیواني خوبونه دي.
کله چې مور یې د خپل واده البوم له المارۍ وباسي، شیواني بیرته واقعیت ته ځي او په دې پوهېږي چې له ۱۲ ټولګي وروسته به ژوند د هغې په واک نه وي.
شیواني او د هغې مشرې خور اشو په یوه ورځ واده وکړ.
کله چې د دوی پلار ناروغه شو، تره یې له خپلې لور سره یو ځای د دوی واده هم وکړ.
د شیواني مور وايي: "هیڅ شی نه دي بدل شوي. ما په پنځلس کلنۍ کې واده کړی و او زما لور هم ."
د دوی پلار ژمنه کړې وه چې دوی ته به اجازه ورکړي تر ۱۲ ام ټولګي پورې زده کړې وکړي.
آشو مخکې له دې چې د ښوونځي د وروستۍ ازموینې پایلې اعلان شي، د خپل میړه کور ته لاړه.
هغې غوښتل چې نورې زدکړې وکړي کیدای شي قانون یې لوستی وای او هیله درلوده چې خسر به یې ورسره خوښه وي.
دا په څو میاشتو کې مېندواره شوه او سږ کال یې ماشوم پیدا شو.
په کلي کې ژوند تېرېده، د مني یوه ښکلې روښانه ورځ وه، چې پرینکا، شیواني او میناکشي له خپلې ملګرې مونو سره ولیدل.
مونو اړه نه ده چې کم عمر کې واده وکړي او هیڅ ډول فشار پرې نه شته.
دوی خپل خوږ مجلس کوي، چیغې وهي منډې را منډې وهي او خپل ساعت تېروي خو د څو شېبو لپاره خپلې ټولې اندېښنې هېروي.