تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوسکار جایزو د وېش پر مهال د څپېړې ګوزار؛ وېل سمېت له کرېس راک بښنه وغوښته
ممثل وېل سمېت پر یکشنبه د اوسکار جایزې مراسمو کې په څپېړه د کمیډین کرېس راک وهلو له کبله له هغه بښنه غوښتي او خپله کړنه یې د "نه منلو وړ او بې دلیله" چاره بللې.
نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي: ''کرېس غواړم برالا بښنه درنه وغواړم، څه مې چې وکړل بې ځایه او ناسم کار و. ''
د ښاغلي سمېت دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې اوسکار اکاډیمۍ مسوولینو وغانده او د پېښې پلټنې خبره یې وکړه.
په فلمي نړۍ کې اوسکار معتبره جایزه ګڼل کېږي او هر کال خلک ورته سترګې په لار وي چې څوک به یې وړي. خو په سږني پروګرام کې یوه هنرمند بل په څپېړه وواهه چې ټول نندارچیان یې هېښ کړل او د خلکو د بحث موضوع اوس تر جایزې ډېره دا څپېړه ګرځېدلې ده.
د امریکايي فلمونو وتلي ستوري وېل سمېت هله د سټېج پر سر ټوکي کرېس راک په مخ په څپېړه وواهه چې د ده په مېرمنې جېډا پېنکېټ پورې یې ټوکه وکړه.
د اغلې پېنکېټ وېښتان د یوې ناروغۍ 'ایلویشیا' له کبله توی شوي دي او اوس یې سر کل دی، نو ټوکي کرېس راک دې ته د جي ای جېن په نوم فلم کې له یوې کل سرې ښځې سره د ورته والي له کبله وویل چې، 'جېډا، موږ د یوه بل جي آی جین په تمه نشو کېناستلی'.
دې خبرې د دې مېړه وېل سمېت په قهر کړ او سټېج ته پسې وروخوت او په مخ یې څپېړه ورکړه. بېرته پرخپله څوکۍ کېناست او په لوړ غږ یې پرې چغه کړه چې، 'بیا زما ښځه یاده نه کړې'.
تر دې پېښې وروسته پر خواله رسنیو د 'اوسکار' له نوم سره د 'وېل سمېت' او 'جېډا' په نومونو هم ټرېنډ پېل شو.
کله چې سمېت ته د غوره فلمي لوبغاړي جایزه ورکړل شوه نو پخپله وینا کې یې په نمجنو سترګو پرخپلې دې کړنې بښنه وغوښتله.
'زه د اوسکار له اکاډمۍ بښنه غواړم. ما سره چې څوک دې جایزې ته نوماند وو، له هغوی هم بښنه غواړم'.
ښاغلي سمېت د 'کېنګ رېچرډ' په نوم فلم کې د یوه پلار رول لوبولی دی او د خپل هنري ژوند لومړۍ اسکار جایزه یې ترلاسه کړه.
ده د خپلې وینا پر مهال وویل چې' هنر د ژوند هېنداره وي. زه د یوه لیوني پلار غوندې یم. خو د مینې په مسئله کې کله کله سړی ځینو لیونیو حرکتونو ته مجبور شي'.
کله چې کرېس راک په مخ څپېړه وخوړله نو ویې ویل چې، 'دا د ټلویزون په تاریخ کې ډېره لویه شپه ده' .
د یادولو ده چې ځينو خلکو ته دا حرکت هسې یوه صحنه برېښېدلې وه خو وروسته خبر شول چې دا هر څه ریښتیا وو.
پر خواله رسنیو غبرګون:
پر خواله رسنیو عامو او ځینو مشهورو خلکو په دې اړه توند غبرګون ښکاره کړی دی. د پوستکي د ناروغیو یوه امریکايي جراح شان ګېریټ پر ټوېټر لیکلي، د یو چا پر وېښتانو ملنډې وهل ډېر سپک کار دی. هغه هم د جېډا په څېر یوې مېرمنې پورې چې د ایلویشیا ناروغۍ ښکار شوې او تالار د دې له ملګرو او خلکو ډک و. تاسې نه پوهېږئ چې د هغې پر زړه به څه تېر شوي وي؟'
خو امریکايۍ فلمي ستورې او فعالې صوفیه بش بیا پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، 'تاوتریخوالی هېڅکله ښه نه دی. وهل ټکول د خبرې ځواب نشي کېدلی. دا دویم ځل دی چې کرېس د اسکار جایزې د پروګرام پر مهال په جېډا پورې ټوکې کوي او نن خو یې بیا د دې په ناروغۍ پسې هم راواخېستله. د چا پر ناروغۍ ملنډې وهل نه دي په کار. که ښه پوهېږې او داسې کوې نو دا سخت ظالمانه کار دی.'
د سمېت مېرمنې جېډا په ۲۰۱۸ کې د خپلو وېښتانو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. ویلي یې وو چې د لامبلو پر مهال یې موټی له وېښتانو ډک شو او شکمنه وه چې هسې نه پر ايلویشیا ناروغۍ اخته شوې وي. دې له هماغه راهیسې د وېښتانو لنډول پېل کړي دي.