پاکستان کې د عمران خان حکومت پر ضد لاریون له کوټې پیل شو

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند پر ضد د بیو ګرانۍ زیاتېدو په نامه 'مهنګايي مارچ ' لاریون د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې پیل شوی دی.

د لاریون مشري د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند یو مشر مولانا غلام سرور کوي.

کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې وايي، لاریونوال د کوټې ښار له خیزي څلور لارې ګهیځ مهال روان شول او غرمه بوستان سیمې ته ورسېدل.

په بوستان کې له نورو سیمو راغلي خلک هم له دې لاریون سره یو ځای شول او د ژوب پر لور یې یون پیل کړ.

رپوټونو کې ویل شوي، لاریون کې ګڼ شمېر کسان شامل دي او د کلا سیف الله له لارې به نن ماښام خیبر پښتونخوا ته څېرمه ژوب سیمې ته ورسېږي.

له تقسیم الاوقات سره سم به لاریونوال په ژوب کې له شپې تېرولو وروسته سبا ګهیځ دېره اسماعیل خان سیمې ته روان شي او له هغه ځایه به د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پلازمېنې اسلام اباد پر لور وخوځېږي.

عمران خان ته د نه باور رایې په هکله پارلمان غونډه وځنډول شوه

له دې مخکې د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې هغه غونډه تر دوشنبې وځنډول شوه، چې ویل کېدل لومړي وزیر عمران خان ته د نه باور تحریک لپاره یې د رایو ورکړه هم په اجنډا کې شامله ده.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې وايي، پارلمان مشر اسد قیصر د بېلا بېلو دلیلونو له بیانولو وروسته وویل، د نه باور پر تحریک به راتلونکې غونډه کې کار کېږي.

د بي بي سي خبریال وايي، په نننۍ غونډه کې د اپوزېسیون ګوندونو ۱۵۹ پارلمان غړي شامل وو او ځینو د پارلمان مشر پر پرېکړه ناخوښي څرګنده کړه.

د ښاغلي قیصر له پرېکړې وروسته اپوزېسیون مشر د وینا هڅه وکړه، خو پارلمان مشر توجه ور نه کړه.

پارلمان مشر اسد قیصر نن له ځايي وخت سره سم د قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې غونډه بللې وه.

د بي بي سي خبریال وايي، په نننۍ غونډه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف پاکستان ناراضي غړو ګډون نه و کړی او دغه راز د تحریک انصاف اتحادي ګوندونو پارلمان غړي هم غونډې ته نه وو راغلي.

مخکې ویل شوي و، چې د دې غونډې په اجنډا کې د پارلمان له لوري لومړي وزیر عمران خان ته د باور یا نه باور رایې ورکړه 'تحریک عدم اعتماد ' هم شامله ده.

واکمن ګوند او اپوزېسیون اتحاد دواړو لوریو په دې لړ کې د بریالیتوب ادعاوې کړې.

د بې باورۍ قرارداد بریالیتوب لپاره د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد د پارلمان ۱۷۲ غړو رایې ته اړتیا لري، چې د دوی ادعا له مخې ترلاسه کوي یې.

بل لور لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونه به ''حیران '' کړي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ وېبپاڼې له مخې واکمن ګوند تحریک انصاف پاکستان او متحدین یې د پارلمان ۱۷۸ پلوي غړو رایې لري.

دې کې د تحریک انصاف خپلو ۱۵۵ غړو، ایم کیو ایم ګوند ۷ او بي ای پي، پنځه، پاکستان مسلم لیګ، ق پنځه، جي ډي اې درې او عوامي مسلم لیګ یوه غړي رایې شاملې دي.

بل لور د اپوزېسیون ګوندونو د رایو شمېر ۱۶۲ بلل شوی، چې د اپوزېسیون تر ټولو لوی ګوند پاکستان مسلم لیګ ن ۸۴، پاکستان پیپلز ګوند ۵۷، متحده مجلس عمل اتحاد ۱۵، بي این پي څلور او د عوامي نېشنل ګوند یو غړی شامل دي.

د دې تر څنګه ازاد پارلمان غړي‌ (چې د کوم ګوند غړي نه دي) هم د اپوزېسیون غړي دي.

د پاکستان اساسي قانون له مخې د بې باروۍ قرارداد له وړاندې کېدو وروسته له دریو تر اووه وروځو پورې باید پارلمان غړي رایې ورکړي او که د پارلمان اکثریت غړي د بې باورۍ په حق کې رایې ورکړي، لومړی وزیر له دندې ګوښه کېږي.

د پاکستان پارلمانو د اصولو له مخې د قامي اسمبلۍ ویاند د قرارداد له وړاندې کولو مخکې پارلمان غړو ته د پوښتنو اجازه ورکولای شي او پر تحریک عدم اعتماد د بحث لپاره یوه ځانګړې ورځ مشخص کولای شي.