شمالي کوریا د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی ازمویلی

د خپرېدو وخت

د سویلي کوریا او جاپان چارواکي وايي چې شمالي کوریا له ۲۰۱۷ کال راهیسې په لومړي ځل د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی وازمایه.

ملګرو ملتونو شمالي کوریا بندیز لګولی چې بالستیک توغندي او اټومي وسلې به نه ازمايي.

د جاپاني چارواکو په وینا دغه توغندی ۱۱۰۰ کیلو مټره پورته تللی او له یوه ساعت وروسته بېرته د جاپان اوبو کې لوېدلی دی.

یو اوږد واټنه توغندی په معیاري ډول کولای شي تر زرګونه کیلومټره لرې لاړ شي او د تیورۍ له مخې کولای شي ان د امریکا له خاورې هم واوړي.

پیونګ یانګ تېرو څو اوونیو کې بیا د توغندیو ازمویلو ته مخه کړې او بېلابېل توغندي یې ازمویلي دي.

شمالي کوریا که څه هم وايي چې وروستي ازمېښتونه یې فضا ته د سپوږمکۍ توغولو اړوند دي، خو امریکا او سویلي کوریا یې د لویو وچو ترمنځ د واټن وهونکو توغنديو د توغونکي سیستم (آی سي بي ایم) د ازمایښت برخه ګڼي.

د جاپاني چارواکو په وینا، داسې ښکاري هغه توغندی چې نن پنجشنبه د مارچ پر ۲۴ مه توغول شوی، د هغو پرتله ډېر نوی او ځواکمن و چې شمالي کوریا پنځه کاله وړاندې توغولی و او ۶ زره کیلو مټره لوړ تللی و.

امریکا متحدو ایالتونو شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې په سرغړونې تورنه کړې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکي ویلي" د ډیپلوماسۍ دروازه نه ده تړل شوې، خو پیونګ یانګ باید خپلې بې ثباتونکې کړنې بندې کړي"

د سویلي کوریا ولسمشر مون جای اېن د شمالي کوریا دا ګام غندلی او ویلي یې دي " کیم جونګ اون نړیوالو سره د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکو توغندیو د نه آزمایښت ژمنه کړې وه خو خپله ژمنه یې ماته کړه."