د امریکا یوه پوځي الوتکه په ناروې کې غورځېدلې

پوځي الوتکه

د عکس سرچینه، PA Media

د خپرېدو وخت

د امریکا یوه پوځي الوتکه د ناروې په شمال کې لوېدلې، او پکې ناست څلور کسان وژل شوي دي.

د امریکا سمندري پوځ اړوند دې الوتکې د ناټو ځواکونو په تمریناتو کې برخه درلوده، چې د جمعې پر ورځ وغورځېده.

الوتکه د ناروې په یوه لېرې پرته سیمه کې بودو ښارګوټي ته نژدې غورځېدلې او په سیمې کې د خرابې هوا له کبله هیلیکوپترونه نه دي توانېدلي د پېښې په ځای کې ناسته وکړي.

خو مرستندویان د شنبې پر سهار وختي وتوانېدل پر واورو د ښوېدونکو ګاډو پر مټ د پېښې ځای ته ورسېږي.

ځايي پولیسو په یوه وینا پاڼه کې د دې پېښې په هکله ویلي، ''په خواشینۍ سره تاییدوو چې په الوتکه کې ټول څلور کسان وژل شوي دي. ''

په اعلامیه کې زیاته شوي، چې وژل شوي ټول کسان امریکایان دي.

د پېښې لامل په هکله یوه پلټنه د خرابې هوا له کبله درول شوې، خو پولیس وايي، د هوا له سمېدو وروسته به بېرته پیل شي.

دا ایم وې - ۲۲ بي ډوله الوتکه د ناټو په سوړ غبرګون نومي تمریناتو کې شامله وه، چې د ناروې خوندیتوب لپاره د سازمان غړو هېوادونو له لوري په شریکه پیل شوي دي.

په دې تمریناتو کې د ناټو ۲۷ غړو هېوادونو نژدې ۳۰ زره پوځیان برخه لري.