د روسیې ټلویزیوني خپرونې په ترڅ کې د جګړې ضد شعار راڅرګند شو
پرون ماښام داسې ویډیويي تصویرونه خپاره شول، چې د روسیې دولتي ټلویزیون خبري خپرونې په ترڅ کې یوه ښځه د کېمرې مخې ته راځي او د جګړې ضد لوحه یې په لاسونو کې نیولې.
پر دغې لوحې چې د خبرونو ویاندې تر شا په څرګند ډول لیدل کېږي، لیکل شوي:
''جګړې ته نه ووایاست!، جګړه بنده کړئ، پر پروپاګند باور مه کوئ، دوی دلته دروغ درته وايي. ''
دا ښځه د مرینه اوفسیانیکوا په نامه یاده شوې، چې په همدې خبري شبکه کې یې د ایډیټرې په توګه دنده لرله.
د نوموړې غږ په داسې حال کې په څرګند ډول اورېدل کېږي، چې خبري رپوټ خپرېږي او دا وايي:
''جګړه بس کړئ، جګړې ته نه واياست. ''
او له دې وروسته د خپرونې مسوول د ثبت شوي رپوټ خپرېدو لړۍ بندوي.
روسي چارواکو بیا د جګړې پر ضد ټلویزیوني خپرونه کې د دې ښځې احتجاج ''سپین سترګي '' بللې.
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس په رپوټ کې د کریمیلین ویاند دیمتري پیڅکوف له قوله ویل شوي:
''د دې ځوانې ښځې په هکله به ووایم چې دا سپین سترګي ده. ټلویزیوني چېنل او مسوول کسان یې په هکله پلټنه کوي، دا زموږ اجنډا نه ده. ''
اوفسیانیکوا له احتجاج مخکې یو ویډیويي کلیپ رپوټ ثبت کړی، چې پکې د اوکرایین پېښې ''جنایت '' بولي او وايي، دا په هغه اداره کې چې دې د کریمیلن پروپاګند مرکز بللی، د دندې تر سره کولو له کبله شرم محسوسوي.
د یادونې ده، چې روسيه کې ټلویزیون په کلکه د کریملین لخوا څارل کېږي او په اوکرایین کې رامنځته شوې پېښې یوازې د روسیې له لیدلوري خپروي.
داسې باور کېږي چې اوفسیانیکوا اوس د پولیسو په توقیف کې ده.





















