پر افغانستان برید؛ ټوني بلېئر د خپلې شل کاله پخوانۍ پرېکړې ننګه کړې

Tony Blair
د عکس تشریح، ټوني بلیئر وایي، ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د برید پرېکړه هغه مهال شرایطو ته په کتو سمه پرېکړه وه
د خپرېدو وخت

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلېئر د خپلې هغې شل کاله پخوانۍ پرېکړې ننګه کړې چې له مخې یې بریتانیا له امریکا سره په ګډه پر افغانستان او عراق بریدونه وکړل.

ښاغلي‌بلېئر د بي‌ بي‌ سي 'راډیو-۴' سره ځانګړو خبرو کې ویلي، ده باید هغه څه کړي‌ وای چې شل کاله پخوا ورته سم ښکارېدل.

نوموړی وایي، په دا ډول لویو پرېکړو کې یو کس هېڅکله هم د قضیې په ټولو اړخونو نه وي خبر، خو باید د خپل زړه خبره ومني.‌

ښاغلي بلېئر ویلي: "دا چې پر افغانستان او عراق د بریدونو پرېکړه سمه وه یا ناسمه،‌ دا جلا بحث دی. خو ما باید شرایطو ته په کتو هغه څه کړي وای چې سم راته ښکارېدل".

له بي بي سي سره ځانګړو خبرو کې له ټوني بلېئر پوښتنه وشوه چې پر افغانستان او عراق د بریدونو له کبله د یو شمېر خلکو دی نه خوښېږي. نوموړي په ځواب کې وویل:

"په عیسایت،‌ یا که ووایم په ټولو ادیانو کې یو مهم ټکی دا دی چې انسان باید دا ومني چې دی مهم نه دی،‌ بلکې تر ده هم نور مهم شیان شته. زه له هغو کسانو سره په خبره ښه پوهېږم چې ایمان ولري،‌ آن که مسلمان هم وي".

له ټوني بلېئر پوښتنه وشوه چې ایا د خپلو دې پرېکړو له کبله د ملامتۍ احساس کوي یا نه.‌ نوموړي په دې اړه وویل:

"کله چې تېروتنه درنه وشي نو باید منلو ته یې چمتو و اوسئ. فکر کوم په سیاست کې دا چاره شونې ده.‌ که خپلې تېروتنې ومنئ نو خلک به مو لا ډېر قدر وکړي. خو ستونزه دا ده چې د نړۍ چارې ډېرې پېچلې دي او خلک ورته په ساده سترګه ګوري".

یاده دي چې بریتانیا د سپتمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ له نړیوالې ټلوالې سره یو ځای پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو واکمني‌ یې ختمه کړه.

هغه مهال ټوني بلېئر د بریتانیا لومړی وزیر او جورج بوش د امریکا ولسمشر و،‌ او دې دواړو مشرانو د افغانستان جګړه کې مخکښ رول درلود.

ټوني بلېئر او جورج بوش همدا راز په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د پوځي برید پرېکړه وکړه، چې په پایله کې یې هلته د پخواني‌ ولسمشر صدام حسین حکومت وپرځول شو.‌

افغانستان کې د بریتانیا پوځي‌ ماموریت شاوخوا شل کاله دوام وکړ او بلاخره په ۲۰۲۱ کال کې یې له امریکا سره یو ځای خپل ټول پوځیان له دې هېواده و ایستل.

بریتانوي‌ پوځیانو د افغانستان جګړه کې خپل تر ټولو خونړي کلونو سویلي هلمند ولایت کې تېر کړل او هلته یې له طالبانو سره څو کاله سخته جګړه وکړه‌.‌

دې جګړه کې د بریتانیا سلګونه پوځیان ووژل شول او ګڼ‌ نور پکې ټپیان شول، خو په پای کې بریتانوي پوځيان له هلمند ووتل او افغانستان کې یې د جنګي‌ ماموریت پر ځای د افغان پوځ روزنې چاره کې مرسته پیل کړه.

د افغانستان تېره شل کلنه جګړه کې لسګونه زره ولسي افغانان هم ووژل شول، او همدا ټکی په افغانستان کې دننه او بهر د دې جګړې مخالفینو لپاره د منلو نه و.