پوتین روسانو ته؛ امنیت داسې څه نه دي چې له چا سره خبرې پرې وشي

د عکس سرچینه، Russian defence ministry
په داسې حال کې چې نور روسي پوځونه د اوکرایین پولې ته پر لار دي، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، د هېواد ګټې او امنیت یې داسې څه نه دي، چې له چا سره خبرې پرې وشي.
نوموړي د امریکا ولسمشر جو بایډن له وینا وروسته چې دا موضوع یې ''د روسي یرغل پیلامه '' وبلله، په یوه ویډیويي پیغام کې دا څرګندونې کړې دي.
ولسمشر پوتین وویل:
''د روسیې دروازې د تل د مخامخ او رښتینو خبرو لپاره پرانیستې '' خو په وینا یې پر خپلو پوځونو بشپړ باور لري.
له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو اوکرایین ته د روسیې پوځونو استول کېدو له پرېکړې وروسته پر دغه هېواد پراخ بندیزونه ولګول.
د متحدو ایالتونو ولسمشر بایډن په دې هکله وویل:
''موږ روسیې حکومت د لویدیځوالو له پانګونې سره پرې کړ. ''

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشر بایډن دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې، چې روسي سیاستوالو د اوکرایین ختیځ کې د بېلتونپالو تر کنټرول لاندې سیمو ته د روسي پوځیانو استولو په هکله د ولسمشر ولادیمر پوتین پرېکړه تایید کړه.
سره له دې چې ولسمشر پوتین ټینګار کوي، اوس هم خبرو ته چمتو دی، د امریکا او فرانسې بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره پلان شوې خبرې لغوه کړې دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې روسي ځواکونه د اوکرایین خاورې ته ننوتي او که نه، خو د امریکايي سپوږمیکو تصویرونو کې د روسیې ختیځ کې اضافي روسي پوځونه او پوځي تجهیزات لیدل کېږي، چې ځای پر ځای شوي دي.
روسیې د دې سیمو خپلواکي په رسمیت پېژندلې او اوکرایین بیا د روسیې ولسمشر دا پرېکړه پر خپل ملي حاکمیت برید بولي.

د عکس سرچینه، SATELLITE IMAGE 2022 MAXAR TECHNOLOGIES / EPA
د اوکرایین بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې له ټولو مېشتو اوکراینیانو غوښتي چې له روسیې ووځي، ځکه په وینا یې د ''اوکرایین پر ضد د روسیې پراخېدونکي یرغل '' له کبله د قونصلي سلا خدمتونو لړۍ محدودیدای شي.
د اوکرایین دفاع وزارت له ۱۸ تر ۶۰ کالو پورې عمر لرونکي ټول احتیاط پوځیان لږ تر لږه د یوه کال لپاره بېرته دندو ته غوښتي دي.
بل لور اوکرایین ته د روسي پوځیانو استولو په هکله د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین له پرېکړې وروسته جرمني د روسیې یوې مهمې ګاز نل لیکې د تایید چارې په ټپه درولې دي.
پر دوشنبه روسي ولسمشر د اوکرایین دوه جلا شوې سیمې د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندلې او هلته یې روسي پوځیانو ته د ځای پر ځای کېدو امر وکړ.
لویدیځ هېوادونه دې چارې ته پر اوکرایین یوه پراخ یرغل چمتوالي په نظر ګوري.
په غبرګون کې جرمني د نورد سټریم ۲ په نامه ګاز نل لیکې له تایید لاس پر سر شو او ګڼ شمېر نورو لویدیځو هېوادونو پر روسیې بندیزونه ولګول.
مخکې د امریکا، بریتانیا، پولنډ او اوکرایین په ګډون د ځینې هېوادونو له مخالفت سره سره جرمني د نورد سټریم ۲ نل لیکې ملاتړ کاوه.
خو د اوکرایین ختیځ کې دونیڅک او لوهانسک سیمو ته د ولسمشر پوتین له لوري د پوځ استولو له پرېکړې وروسته جرمني چارواکو د خپل هېواد او روسیې تر منځ د ګازو نل لیکې ته تر بیا اعلان پورې د فعالیت جواز له ورکولو انکار وکړ.
د جرمني دا پرېکړه ځکه خورا پاموړ بلل کېږي چې روسیه د دغه هېواد په ختیځ کې له طبیعي زېرمو تر لاسه شوي ۴۰ سلنه ګاز اروپا ته ورکوي.
د اوکرایین بهرنیو چار وزیر دیمترو کولیبا په دې هکله وویل:
''په اوسنیو شرایطو کې دا پرېکړه له سیاسي، اخلاقي او عملي پلوه مناسبه ده. ''
نوموړی د جرمني دې پرېکړې هرکلی داسې وکړ:
''د رښتیني مشرتابه مانا په سخت وضعیت کې سختې پرېکړې کول دي او د جرمني پرېکړې کټ مټ دا ثابته کړه. ''
لویدیځوال د روسیې دا پرېکړه د پراخ یرغمل پیلامه بولي.
له دې مخکې پر دوشنبه ولسمشر پوتین خپلو پوځونو ته امر وکړ، چې د دونیڅک او لوهانسک بېلو شویو سیمو ته د 'سولې ساتنې '' په موخه ننوځي، خو امریکا متحده ایالتونه د ولسمشر پوتین دا څرګندونې ''بې مانا '' بولي.





















