افریقا کې پنځه کاله وروسته د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوې

د خپرېدو وخت

په ملاوي کې په یوې درې کلنې نجلۍ کې د پولیو یا ګوزڼ وېروس له موندل کېدو وروسته د دې هېواد حکومت د وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره بېړنۍ هڅې پیل کړې دي.

دا په تېرو پنځو کالو کې لومړی ځل دی چې په افریقا کې د پولیو پېښه ثبتېږي. یاده وچه په ۲۰۲۰ کال کې له هر ډول پولیو وېروسه پاکه اعلان شوې وه.

دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو وېروس لا هم پکې موندل کېږي.

ملاوي کې د دې وروستي وېروس بڼه هم هغې ته ورته ده چې پاکستان کې موندل شوې، خو دا جوته نه ده چې یاد وېروس تر افریقا څنګه ورسېد.

دا پېښه هغه مهال ثبت شوه چې روغتیاپالانو د یو فلج شوي ماشوم طبي معاینات وکړل.

پولیو وېروس ډېری وخت تر پنځو کالو د کم عمر ماشومانو کې موندل کېږي او ځینې وخت د بد د غړو د فلجېدو لامل کېږي.

که جېرته د دې وېروس له کبله د یو ماشوم یا وګړي تنفسي عضلات فلج شي نو هغه صورت کې پولیو د مړینې لامل هم کېدلی شي.

۲۵ کاله پخوا په افریقا کې زرګونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ وېروس له کبله فلج وو، خو د یو پراخ کمپاین له برکته اوس د دې وچې ۹۵ سلنه وګړي د پولیو ضد واکسین شوي.

د پولیو وېروس او له کبله یې د رامنځته کېدونکې ناروغۍ یا فالج لپاره کومه ځانګړې درملنه نشته، خو واکسین کولی شي چې ماشومانو ته اوږدمهاله خوندیتوب ورکړي.

دغه وېروس عموماً د انسان په کولمو کې ژوندی پاتې کېږي، هملته خپله بڼه بدلوي او بیا داسې سیمو کې خورېږي چېرته چې وګړي نه وي واکسین شوي.

خو نن سبا د پېچکارۍ له لارې داسې واکسین لګول کېږي چې مړه وېروسونه پکې موجود وي، او دا وېروسونه د پولیو د پېښو لامل نه کېږي.