تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سعودي عرب او هند اړیکي له سوداګرۍ تر ستراتيژیکې همکارۍ رسېدلي
- Author, سلمان راوي
- دنده, پي بي سي ډیلی
- د خپرېدو وخت
د سعودي عرب پوځ مشر روانه اونۍ هند ته سفر وکړ. د نوموړي دا سفر ځکه تاریخي بلل کېږي، چې هند ته دا د سعودي عرب پوځ مشرتابه لومړنی سفر دی.
له دې پوره درې کاله مخکې د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان هند ته تللی و او لومړي وزیر نریندرا مودي پروټوکول له پامه غورځولو سره خپله هوايي ډګر کې هغه ته غېږ ورکړه او هرکلی یې وکړ.
د یادونې ده، چې محمد بن سلمان د سعودي عرب دفاع وزیر هم دی او هغه سفر یې ستراتیژیک پیغامونه درلودل.
له هغه څو میاشتې وروسته یانې د ۲۰۱۹ کال اکتوبر کې لومړي وزیر مودي سعودي عرب ته سفر وکړ او د هند او سعودي عرب تر منځ د 'ستراتیژیکو همکاریو یوه شورا ' رامنځته شوه.
د ماهرینو په اند تېرو څو کلونو کې د هند او سعودي عرب تر منځ ستراتيژیک اړیکي مخ پر پراخېدو دي.
ښاغلي مودي د سعودي عرب له عرب نیوز ورځپاڼې سره مرکه کې وویل، چې سعودي او هند له یو ډول امنیتي اندېښنو سره مخامخ دي.
د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې بیا د هند پوځي مشر سعودي عرب ته سفر وکړ. دا سعودي ته د هندي پوځي مشر لومړنی سفر و.
په لندن کنګز کالج کې د نړیوالو اړیکو څانګې مشر هرش وې پنت وايي، هند د بهرنۍ پالیسۍ برخه کې له خلیجي هېوادونو او منځنۍ اسیا سره تر ټولو ښه اړیکي رامنځته کړي دي.
د سعودي نیوز په یوه رپوټ کې ویل شوي، له کورونا ضد بندیزونو سره سره سعودي او هندي پوځيان د یوه بل په مرکزونو کې روزنه ترلاسه کوي.
د یادونې ده، چې سږ کال د هند او سعودي عرب دیپلوماتیک اړیکي ۷۵ کلن کېږي او په همدې مناسبت دواړه هېوادونه د ګډو پوځي تمریناتو تابیا لري.
هرش پنت وايي، لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا د جمال خاشقجي وژل کېدو له کبله له سعودي عرب سره یو څه واټن رامنځته کړی.
د نوموړي په وینا منځني ختیځ کې د سعودي عرب او ایران په بڼه دوه مهم لوري دي، چې د سعودي عرب لپاره له ستراتیژیک پلوه د ځان پیاوړي کولو لپاره هند ته نژدې کېدل ګټوره تګلاره ښکاري.
نوموړی وايي، تېر کال سعودي عرب او هند د ترهګرۍ ضد مبارزې، سایبر جرمونو او استخباراتي معلوماتو شریکولو په ګډون ډېره همکاري درلوده.
کله چې هند حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمېر کې ځانګړی حیثیت لرونکې قانوني ماده ۳۷۰ لېرې کړه، سعودي عرب یې تر څنګ ولاړ و او په ځینې نورو مواردو کې یې هم د هند دیپلوماتیک ملاتړ کړی او برالا یې ویلي چې د هند په کورنیو چارو کې به لاسوهنه و نه کړي.
د سعودي عرب تر څنګ له متحدو عربي اماراتو سره هم د هند اړیکي ښه شوي او اوسمهال متحده عربي امارات د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو شمېر ودانیزې پروژې پر مخ بیايي.
هرش پنت وايي، مخکې عام فکر دا و، چې د سعودي عرب او پاکستاني اړیکي په دودیز ډول خورا نژدې او تاوده دي، خو اوس داسې فکر کېږي، چې سعودي عرب له هند سره ستراتیژیک اړیکي زیاتوي او دا نوښت محمد بن سلمان او نریندر مودي کړی دی.
ماهرین وايي، مخکې هند له سعودي عرب سره یوازې سوداګریز اړیکي درلودل او له دې هېواده یې اتلس سلنه اومه تېل اخیستل، خو اوس دا اړیکي نورو برخو ته هم زیات شوي دي.
د سعودي عرب پوځ مشر جنرال فهد بن عبدالله المطیر هند ته په خپل سفر کې د هند توغندیو، ډرون، چورلکو، زغروالو ګاډو او توپخانې چمتو کولو مرکزونه ولیدل.
سعودي جنرال او ورسره مله پلاوي ته وویل شول، چې هند سږ کال د دفاعي بودیجې ۲۵ سلنه د دفاعي پروګرام 'پیلامې ' او په همدې اړوند څېړنو او پرمختګ ته ځانګړې کړې ده.