تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهزاده بن سلمان له پاکستان وروسته هند ته ورسېد
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هند ته په یو ورځني رسمي سفر رسېدلی. نوموړي نوي ډيلي ته تر تګ وړاندې خبر ورکړی چې هڅه به وکړي د پاکستان او هند ترمنځ تازه راټوکېدلې ترینګلتیا له مینځه یوسي.
شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته مخکې له دې چې هند ته لاړ شي بیرته ریاض ته ستون شو او له هغه ځایه نن هندوستان ته ولاړ.
دا هند ته د محمد بن سلمان لومړنی رسمي سفر دی چې په ترڅ کې به یې په بېلا بېلو برخو کې د ملیاردونو ډالرو پانګونې اعلان وکړي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي محمد بن سلمان د لومړي وزیر نریندرا مودي په بلنه هند ته سفر کوي.
په دې سفر کې له محمد بن سلمان سره د سعودي څو تنه وزیران، لوړ پوړي چارواکي او سوداګر ملګري دي.
د یادولو ده چې هند او سعودي عربستان له ډېرې پخوا راهیسې دوستانه اړیکې لري خو په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، بنسټیزو پروژو، امنیتي او دفاعي برخو کې همکاري ډېره شوې ده.
په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ مالي کال کې د هند او سعودي ترمنځ د ۲۷ اعشاریه ۴۸ ملیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې او په دې توګه سعودي عربستان څلورم هېواد دی چې له هند سره ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
دغه راز په دې وروستیو کې د سعودي عربستان د تېلو شرکت ارامکو د متحده عربي اماراتو د تېلو له یوه شرکت سره په ګډه د تېلو په یوه هندي شرکت کې د ۴۴ ملیاردو ډالرو پانګونه وکړه.
سعودي عربستان د هندوستان ډېره برخه انرژي تامینوي او له درنیمو میلیونو نه ډېر هندي وګړي همدا اوس په سعودي عربستان کې ژوند کوي.
هر کال ۱۷۵ زره کسان له هندوستان نه د حج له پاره سعودي عربستان ته سفر کوي.
هندي رسنۍ وايي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به هند ته له خپل سفر وروسته چین ته لاړ شي.