تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له 'غبرګونونو' وروسته پاکستان کې د ښوونځیو پر کتابونو له سره غور کېږي
- Author, بینظیر شاه
- دنده, خبریاله
- د خپرېدو وخت
پاکستاني چارواکو منلې چې د ښځو او لږکیو موضوعاتو په تړاو د ځینې اندېښنو له کبله د ښوونځیو نصابي کتابونو کې پر بدلون راوستلو غور کوي.
د پاکستان پوهنې فدرالي وزیر شفقت محمود وايي:
''د خلکو غبرګون له ترلاسه کولو وروسته موږ (پر نصابي کتابونو) بیا غور کوو. ''
د پاکستان ملي نصاب شورا (این سي سي) مشره ډاکتر مریم چغتايي هم د دې موضوع تایید تر څنګ وايي، د ښوونځیو پر کتابونو لیکل شوي چې دا ازمایښتي ګڼه ده.
د یادونې ده، چې تېر کال د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هېواد ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره د نصاب 'یو ډول - مشترک ' کتابونه چاپ شوي وو.
د مسلکي زدکړو او پوهنې وزارت پر وېبپاڼه دې لړ کې لیکل شوي وو، ''د هېواد په ټولو ښوونځیو کې به د دې کتابونو پر تدریس له دې امله ټینګار وشي چې ټول ماشومان په مساوي توګه د لوړ معیار زدکړې ترلاسه کړي. ''
تېر کال همدې لړ کې له لومړي تر پنځم ټولګي پورې د اسلامیات، اردو، ټولنیزو علومو او ساینس په ګډون د یو شمېر مضمونو نوي کتابونه چاپ او ووېشل شول.
د یادونې ده، چې سند ایالت د نویو نصابي کتابونو له منلو انکار کړی و.
بل لور پر دې کتابونو له خپرېدو سره سم د ښځو او لږکیو موضوعاتو له کبله نیوکې هم وشوې.
ډاکتره مریم چغتايي وايي، په دې کتابونو کې ماشومې نجونې داسې ښوول شوې، چې حجاب کوي.
نوموړې زیاتوي: ''که څه هم د پاکستان یو شمېر ښوونځیو کې حجاب د یونیفورم برخه ده، خو دا د پاکستاني کلتور تصویر نه ښيي. ''
په دې کتابونو کې ښځه یوازې د یوې مور یا ښوونکې په بڼه وړاندې شوې، خو نارینه بیا د پولیس، ډاکتر، بزګر او داسې نورو کرکټرونو په بڼه هم وړاندې شوې او دا هم د نوي نصاب پر کتابونو د نیوکې یو لامل و.
ډاکتره چغتايی وايي، د مذهبي لږکیو په تړاو به هم د دې کتابونو پر موادو له سره غور وشي.
نوموړې وايي: ''د بېلګې په توګه د دې کتابونو یوې پاڼې یادونه کېږي چې پکې لیکل شوي، (د جوماتونو درناوی کوئ، خو د نورو مذهبي ځایونو لحاظ کوئ) ما ورته وویل، دا لېرې کړئ، اړتیا ورته نه لیدل کېږي. ''
ډاکتره مریم وايي، په کتابونو کې ټایپي تېروتنې هم شته، چې باید لېرې کړل شي.
نوموړې دغه راز مني چې وايي، چې په کتابونو کې د مذهبي موادو شاملولو لړ کې به 'انډول ته پام وشي او په نویو کتابونو کې به د اسلام تر څنګ د نورو مذهبونو اړوند شخصیتونو په هکله هم معلومات وړاندې شي. ''
د یادونې ده، چې له دې مخکې د پاکستان پوهنې وزیر شفقت محمود د اسلام اړوند معلوماتو په هکله ویلي و: ''که موږ د ماشومانو شخصیت جوړولو کې د خپل رسول او نبي یادوونه و نه کړو، نو بیا څوک باید یاد شي؟ ''
د یادونې ده، چې د مشترک نصاب نوي چاپ شوي کتابونه به سملاسي نه وېشل کېږي، بلکې د ۲۰۲۳ تعليمي کال لپاره به د پاکستان ښوونځیو ته ورکول کېږي.
د پاکستان پوهنې وزیر شفقت محمود دې لړ کې بي بي سي ته وویل، د ۲۰۲۳ کال اګست کې به نوی نصاب عملي شي.
نوموړی دې لړ کې وايي: ''موږ ځکه داسې کوو چې ماشومان د هغو کتابونو بیا پیرلو ته اړ نه شي، چې مخکې یې پیرلي دي، بلکې موږ اوسنیو کتابونو ته لږ تر لږه یو کال وخت ورکول غواړو. ''