تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کړکېچ: روسیې په اروپا کې د امریکایي پوځیانو شمېر زیاتېدل غندلي
په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل اندېښنې ډېرېږي، روسیې اروپا ته د ناټو متحدینو ملاتړ لپاره د اضافي پوځیانو استولو په هکله د امریکا متحدو ایالتونو پرېکړه غندلې ده.
مسکو وايي، دا یوه 'ویجاړوونکې ' پرېکړې ده، چې تاوتریخوالي ډېروي او د سیاسي حل لپاره امکانات کموي.
له دې مخکې امریکايي چارواکو وویل، له شمالي کارولینا به ۲۰۰۰ پوځیان پولنډ او جرمني ته واستوي او ۱۰۰۰ پوځیان چې په جرمني کې له مخکې مېشت دي، رومانیا ته استول کېږي.
روسیې له اوکرایین سره پر پوله ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي، چې په ټانکونو، زغره والو وسایطو او توپخانه سمبال دي.
دغه تاوتریخوالی اته کاله وروسته له هغه رامنځ ته کېږي چې روسيې د اوکرايين جنوبي کرايميا سیمه له خپلې خاورې سره يو ځای کړه او ختيځ دونباس کې يې د خونړي بغاوت ملاتړ وکړ.
په اروپا کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیاتولو په هکله د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړې ته غبرګون کې د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو وویل، دا یوه 'ګویجاړوونکی او غیر عادلانه '' چاره ده.
د چهارشنبې پر ورځ ښاغلي ګروشکو په دې هکله وویل، دې سره به اوکراییني چارواکي ''خوښ شي او د سزا له وېرې پرته '' به له مینڅک هوکړې سرغړونې ته دوام ورکړي.
له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت چارواکو وویل، ځای پر ځای شوي پوځیان به اوکرایین کې جګړه نه کوي، بلکې د واشنګټن متحدینو دفاع به باوري کړي.
د اضافي پوځیانو ځای پر ځای کولو دا اعلان د هغو ۸۵۰۰ پوځیانو تر څنګ اضافه ده، چې تېره میاشت د تیارسئ امر ورته شوی او د اړتیا پر مهال به اروپا کې ځای پر ځای شي.
روسیه پر اوکرایین حکومت تور پورې کوي چې ختیځو سیمو کې د سولې یوې نړیوالې هوکړې عملي کولو کې پاتې راغلی دی.
دې سیمه کې تر اوسه نژدې ۱۴۰۰۰ کسان وژل شوي او د روسیې ملاتړ لرونکي پراخې سیمې کنټرولوي.
بل لور د اوکرایین ولسمشر پر سې شنبه خبرداری ورکړی چې که یې روسیه پر هېواد یرغل وکړي، دا به یوازې د روسیې او اوکرایین جګړه نه وي، بلکې په وینا یې دا به ''د اروپا په کچه جګړه وي... بشپړه جګړه. ''
د امریکا او روسیې تر منځ دښمني د امریکا - شوروي سړې جګړې مخینه لري چې له ۱۹۴۷ تر ۱۹۸۹ پورې یې دوام وکړ او له روسیې وروسته اوکرایین د شوروي دویم تر ټولو مهم جمهوریت و.