د ایراني پارلمان ۳۰ غړي پر کورونا وېروس اخته شوي

د خپرېدو وخت

د ایراني پارلمان 'مجلس شورای اسلامي ' یو استازی وايي، د ۳۰ غړو کورونا معاینات مثبت ثابت شوي دي.

بل لور د پلازمېنې تهران روغتیايي چارواکي وايي، تر لس کلنۍ د کم عمر ماشومانو کې د کوویډ ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

په ایراني پارلمان کې د نجف اباد سیمې استازي ابوالفضل ابوترابي په خبره د پارلمان مشر له ټولو غړو غوښتي و، چې باید د کورونا معاینات وکړي.

په ایران کې د کورونا اومېکرون بڼې نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره د ایران عامې روغتیا وزیر بهرام عین اللهي وايي، هېواد یې د کورونا وبا له شپږمې څپې سره مخامخ دی.

د پلازمېنې تهران د کورونا ضد مبارزې مرکز مسوولین وايي، په یوه ورځ کې د هغو کسانو شمېر نژدې شپږ زرو ته رسېدلی، چې د درملنې لپاره روغتونونو ته ځي.

د دې مرکز مرستیال نادر توکلي وايي، د پخوانۍ او اوسنۍ څپې تر منځ توپير دا دی چې د نویو ناروغانو شمېر ډېر دی، خو په وینا یې ''له نیکه مرغه د سختو ناروغانو شمېر لږ دی. ''

ښاغلي توکلي د ایسنا خبري اژانس ته ویلي، د ۲۰ نویو ناروغانو له ډلې یې د یوه لپاره اړتیا پېښېږي چې باید روغتون کې بستري شي.

ماهرین وايي، د کورونا له اومېکرون بڼې د ځان ژغورنې تر ټولو غوره لار د کورونا ضد واکسین تقویتي ډوز یا خوراک اخیستل دي.

اومېکرون د کورونا هغه بڼه بلل کېږي، چې د نورو هغو پرتله په خورا چټکۍ سره خپریږي.

د ایران عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې دې هېواد کې تر اوسه شپږ میلیونه ۳۲۲ زره کسان پر کورونا اخته شوي او ۱۳۲ زره ۳۸۰ کسان له همدې امله مړه شوي دي.

خو د بي بي سي فارسي څانګې څېړنیز رپوټ کې معلومه شوې چې تېرو دوو کلونو موده کې د کوویډ - ۱۹ له کبله نژدې ۳۰۰ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

دا شمېر په همدې موده کې د ایراني چارواکو لخوا د اعلان شویو شمېرو نژدې دوه برابره ډېرې دي.