شمالي کوریا له ۲۰۱۷ راهیسې تر ټولو ستر توغندی ازمویلی

د شمالي کوریا مشر کیم جون ایل تېره اونۍ د پوځي مهماتو یوې کارخونې لیدو پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمالي کوریا مشر کیم جون ایل تېره اونۍ د پوځي مهماتو یوې کارخونې لیدو پر مهال
د خپرېدو وخت

شمالي کوریا د یوه داسې توغندي ازموینه کړې، چې فکر کېږي، له ۲۰۱۷ راهیسې د دې هېواد ازمایل شویو توغندیو کې تر ټولو ستر دی.

د سویلي کوریا چارواکو په وینا دا ازموینه د شمالي کوریا ختیځ ساحل کې د یکشنبې پر ورځ له ځايي وخت سره سم ګهیځ څه کم اته بجې تر سره شوې ده.

جاپان، امریکا او سویلي کوریا دا ازموینه غندلې ده، چې روانه میاشت د شمالي کوریا توغندیو ازموینې لړۍ اوومه هغه بلل کېږي.

ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د اتومي او بالسټیک توغندیو ازموینې بندیزونه لګولي دي.

خو شمالي کوریا پرلپسې له دې بندیزونو سرغړونه کوي او مشر یې کیم جون اون وايي، د خپل هېواد دفاع پیاوړي کوي.

د سویلي کوریا ملي امنیت شورا چارواکي وايي، د یکشنبې پر ورځ د متوسط واټن بالسټیک توغندی (ای ار بي ایم) ازمویل شوی چې د ۲۰۱۷ کال له نومبر وروسته تر ټولو د لوی توغندي ازموینه ده.

توغندي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، شمالي کوریا جنورۍ کې د توغندیو اووه ازموینې کړې.

جاپاني او سویلي کوریايي مسوولین اټکل کوي چې دا توغندی د ۲۰۰۰ کیلومتره ارتفاع ته ورسېد او په ۳۰ دقیقو کې یې اته سوه کیلومتره لېرې سفر وکړ.

د جنورۍ میاشت کې شمالي کوریا یو شمېر نور د لنډ واټن توغندي هم سمندر ته توغولي دي.

امریکا متحدو ایالتونو له شمالی کوریا غوښتي چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي، د ملګرو ملتونو بندیزونو ته غاړه کېږدي او د خبرو میز ته راوګرځي.

ماهرین وايي، نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو ته د سیاسي ځواکمنۍ اشارو تر څنګ د توغندیو دې پرلپسې ازموینو تر شا یو شمېر لاملونه شته او دغه راز د پوځي انجینرۍ قوماندې ازموینه هم د دې ازموینو یو لامل بلل کېږي.

د دې ازموینو لپاره ټاکل شوی وخت هم ځکه پاموړ بلل کېږي چې ډېر ژر په چین کې ژمنۍ اولمپیک سیالۍ پیلېږي او دغه راز په راتلونکې مارچ میاشت کې د سویلي کوریا ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي.