تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افریقا سویلي سیمو کې سمندري توفان لسګونه کسان وژلي دي
د افریقا سویل کې له سمندري توفان انا سره هممهاله د سېلابونو له کبله نژدې اویا کسان وژل شوي دي.
په مډغاسکر کې تر ټولو ډېر ۴۸ کسان وژل شوي او نژدې ۱۳ زره کسان له خپل کور کلي موقتو پناه ځایونو ته تښتېدلي دي.
په ملاوي کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي. په دې هېواد کې د برېښنا مزي پرې شوي، چې له کبله یې ډېرې سیمې له برېښنا بې برخې دي او ځینې سیمي بحران ځپلې اعلان شوې دي.
په موزمبق کې بیا د ۱۸ کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. چارواکي وايي، د مړینې کره شمېر داسې حال لا هم معلوم نه دی، چې د توفان له کبله ۲۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.
موزمبیق کې انا نومي سمندري توفان لس زره کورونه، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ کړي او د برېښنا مزي پرې شوي دي.
په داسې حال کې چې توفان له سیمې تېر شوی دی، اوس هم سخت بارانونه اوري چې له کبله یې د سېلابونو زور زیاتېږي.
لومړي وزیر کارلوس دو روساریو وايي، هېواد یې د بسپنې غوښتنه نه کوي، خو په وینا یې زیان یې دومره دی، چې جبران یې د هر هېواد له وړتیا لوړ دی.
ملاوي کې بیا بېړنیز حالت اعلان شوی دی.
مډغاسکر لومړنی هېواد دی چې د دوشنبې پر ورځ توفان ورورسېد او ډېري کسان په همدې هېواد کې وژل شوي دي.
په ورته مهال د هوا پېژندنې ماهرینو په هند سمندر کې د یوه بل توفان رامنځته کېدو خبرداری ورکړی، چې په وینا یې راتلونکو ورځو کې وچې ته رسېدلای شي.
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.