د افریقا سویلي سیمو کې سمندري توفان لسګونه کسان وژلي دي

A woman looks for her belongings, after the Tropical Storm Ana hit the district of Tete, Mozambique, 27 January 2022.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، موزمبیق کې یوه ښځه د ویجاړ شوي کور پاتې شوني لټوي.
د خپرېدو وخت

د افریقا سویل کې له سمندري توفان انا سره هممهاله د سېلابونو له کبله نژدې اویا کسان وژل شوي دي.

په مډغاسکر کې تر ټولو ډېر ۴۸ کسان وژل شوي او نژدې ۱۳ زره کسان له خپل کور کلي موقتو پناه ځایونو ته تښتېدلي دي.

A view on destroyed house after Tropical Storm Ana hit the district of Tete, Mozambique, 27 January 2022

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ډېری کورونو ته سیلابي اوبه ننوتې دي.

په ملاوي کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي. په دې هېواد کې د برېښنا مزي پرې شوي، چې له کبله یې ډېرې سیمې له برېښنا بې برخې دي او ځینې سیمي بحران ځپلې اعلان شوې دي.

A view on destroyed house after Tropical Storm Ana hit the district of Tete, Mozambique, 27 January 2022

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سیمې زرګونه کورونه او مېشت ځایونه نړېدلي دي.

په موزمبق کې بیا د ۱۸ کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. چارواکي وايي، د مړینې کره شمېر داسې حال لا هم معلوم نه دی، چې د توفان له کبله ۲۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

موزمبیق کې انا نومي سمندري توفان لس زره کورونه، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ کړي او د برېښنا مزي پرې شوي دي.

Two men take pictures of a destroyed bridge after Tropical Storm Ana hit the district of Tete, Mozambique, 27 January 2022

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، موزمبیق کې دوه کسان د یوه ویجاړ شوي پله تصویرونه اخلي.

په داسې حال کې چې توفان له سیمې تېر شوی دی، اوس هم سخت بارانونه اوري چې له کبله یې د سېلابونو زور زیاتېږي.

لومړي وزیر کارلوس دو روساریو وايي، هېواد یې د بسپنې غوښتنه نه کوي، خو په وینا یې زیان یې دومره دی، چې جبران یې د هر هېواد له وړتیا لوړ دی.

Locals look at a wreck washed away during tropical storm Ana on the flooded Shire river, an outlet of Lake Malawi at Thabwa village

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ملاوي کې ماشومان په اوبو کې د یوه لاهو شوي ګاډي څنګ ته ولاړ دي.

ملاوي کې بیا بېړنیز حالت اعلان شوی دی.

A man carries his ware as he walks past a cut-off road damaged by tropical storm Ana at Thabwa village, in Chikwawa district, southern Malawi

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.

مډغاسکر لومړنی هېواد دی چې د دوشنبې پر ورځ توفان ورورسېد او ډېري کسان په همدې هېواد کې وژل شوي دي.

د مډغاسکر یو شمېر اوسېدونکو د پلازمېنې انتاناناریو په یوه جیم کې پناه اخیستې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مډغاسکر یو شمېر اوسېدونکو د پلازمېنې انتاناناریو په یوه جیم کې پناه اخیستې.

په ورته مهال د هوا پېژندنې ماهرینو په هند سمندر کې د یوه بل توفان رامنځته کېدو خبرداری ورکړی، چې په وینا یې راتلونکو ورځو کې وچې ته رسېدلای شي.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.